دڅرک مجلې ۹۳يمه ګڼه چاپ شوه
دفرهنګي چارو کمیسون اړوندو فرهنګيانو په مټ دادی الحمد لله دڅرک دوه مياشتنۍ، علمي، جهادي ، سیاسي اومعلوماتي مجله چې دروان کال ۱۴۳۷ هق د رجب میاشتې او د۲۰۱۶ميلادي کال دمئ له میاشتې سره سمون خوري، مسلسله شمېره یې۹۳ ګڼه برابریږي تازه له چاپه ووته. په نوي ګڼه کې دهیواد، سیمي اونړی، په باب په مهمو […]
دفرهنګي چارو کمیسون اړوندو فرهنګيانو په مټ دادی الحمد لله دڅرک دوه مياشتنۍ، علمي، جهادي ، سیاسي اومعلوماتي مجله چې دروان کال ۱۴۳۷ هق د رجب میاشتې او د۲۰۱۶ميلادي کال دمئ له میاشتې سره سمون خوري، مسلسله شمېره یې۹۳ ګڼه برابریږي تازه له چاپه ووته.
په نوي ګڼه کې دهیواد، سیمي اونړی، په باب په مهمو اوعمده مطالبو ، څیړنو، جهادي تحلیلونواوعلمي مقالو سربیره ، د شپږو تنو اعدام شويو اسیرانو په اړه ځانګړي مطالب راوړل شوي، دغه راز داسلامي امارت جهادي مشروعيت ته کتنه شوې او دمرحوم انجنئر صاحب عبدالله ګل ريان رحمه الله جهادي ژوند ته کتنې سربېره دتعليم او تربيې او عالي تحصيلاتو کميسیون لخوا د خوست ولايت مرکز او ولسواليو دپلاوي راپور هم راوړل شوی، تمه کيږي چې دخپلو څرکپالو هغه تاندې جذبې علمي او جهادي تنده به خړوبه اوسیرابه وګرځوي . په همدې هیله!!
نظر ولیږئ
ټولې لیدونه : 0د بیاکتنې په تمه : 0خپور شوی : 0