دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
څرک

دڅرک مجلې ۹۷يمه ګڼه چاپ شوه!

د لوی خدای جل جلاله په فضل او مهربانۍ دادی يو وار بيا د څرک دوه مياشتنۍ، علمي، سیاسي او جهادي مجلې نوې ګڼه تازه له چاپه ووځي!

دڅرک دا ګڼه د تېر په څېر  مهم علمي، ادبي او سياسي مطالب د لوستونکو د ذوق سره سم په محتوا کې لري.

د څرک په سرمقاله کې د امريکايي استعمار پرضد په پوځي او سياسي ډګرونو کې د اسلامي امارت سوبه او بریا ګڼل شوې.

ورپسې په پرلپسې ځانګړو مطالبو کې ۲۰۱۶م د تېرو کلونو په نسبت د اسلامي امارت لپاره د کاميابو عملياتو، برياو او په مختلفو ډګرونو کې د لاسته راوړنو مهم کال بلل شوی. پدې برسيره د مرغومي ۲۱مې، درې بريدونو ته کتنه شوې او د کندهار د خونړي بريد په اساس د اسلامي امارت دريځ روښانه شوی.

له سترو هيوادونو سره دطالبانو اړيکې، د سولې د پروسې، افغانستان ته د نورو امريکايي عسکرو راتګ، د امريکا او ملګرو ملتونو د اړيکو ترينګلتيا او داسې نور … په ګڼو مباحثو او موضوعاتو کې د غوره ليکوالو، څېړنې او مهم مطالب په پام کې نيول شوي.

د يادونې وړ ده چې د جنوبي ولايتونو دزون مسئول ښاغلي مولوي رحيم الله صاحب سره هم مرکه شوې چې هلته د مجاهدينو پراخ حضور، فعاليتونو ، دجهادي برياو او له ولس سره د هماهنګۍ په اړه يې بشپړ معلومات وړاندې کړي.

دا او دې ته ورته نور مطالب… چې ټولټال (33) ته رسيږي، په (۹۲) مخونو کې په اعلی صحافت سره د څرک پدې ګڼه کې لوستلی شي، دا تاسې او دا څرک مجله…

په مننه!

 

دلاندې لينک له لارې کولای شئ څرک مجله خپل کمپيوټر ته ښکته کړئ!

https://ia601503.us.archive.org/27/items/Srak-97/Srak-97.pdf

اړوند نور مطالب او مجلې

د څرک (۱۲۳)مه ګڼه له چاپه ووته!

Habibullah Helal

د څرک (۱۰۳) ګڼه چاپ شوه!

admin

دڅرک مجلې ۹۴يمه ګڼه چاپ شوه

admin