دڅرک مجلې 98يمه ګڼه چاپ شوه!
د څرک دوه مياشتنۍ، علمي، سیاسي او جهادي مجلې نوې ګڼه یو وار بیا تازه له چاپه ووته! څرک چې د ګران افغانستان اوسیمې په اړه د روانو حالاتو او پېښو، غوره اسلامي، سياسي او اجتماعي فکر وړاندې کوي، يو واربیا له مهمو لیکنو، راپورونو، پېښو، کيسو او شعرونوسره چاپ ته راوځي. ددې ګڼې په […]
د څرک دوه مياشتنۍ، علمي، سیاسي او جهادي مجلې نوې ګڼه یو وار بیا تازه له چاپه ووته!
څرک چې د ګران افغانستان اوسیمې په اړه د روانو حالاتو او پېښو، غوره اسلامي، سياسي او اجتماعي فکر وړاندې کوي، يو واربیا له مهمو لیکنو، راپورونو، پېښو، کيسو او شعرونوسره چاپ ته راوځي.
ددې ګڼې په منځپانګه کې د تېر په څېر دعلمي، فکري او ادبي مطالبو سربېره د روانو حالاتو په اړه داسې موضوعات راوړل شوي چې لوستونکو ته تازه او جالب دي.
دغه راز ددې ګڼې مطالب لکه : سوله که د جګړې اوږدول!!؟ افغانانو ته د امريکايي تړون افغانانو ته څه ورکړل! د اشرف غني وروستۍ څرګندونې … افغان ژباړونکي … تاريخ پلورونکی ولسمشر!! کشتار غیر نظامیان افغان…۲۴ حوت فریاد حق …د شهید ملاعبدالسلام ژونداو کارنامو ته کتنه…د طالبانو مثبت یون … او داسې نور ګڼې مقالې او لیکنې چې ټولټال (۳۳) ته رسيږي (۷۲) مخونو کې په پښتو او دري ژبه کې لوستونکو لپاره په مخ کې اږدو.
د يادونې وړ ده چې داسلامي امارت د نظامي کميسیون غړی او دمخابراتو مسئول مولوي جنت ګل سره چې دشهید ملا عبدالسلام سره تر ډېره نږدې او همسنګره پاتې شوی، د څرک مجلې لخوا مرکه شوې چې په کندز کې يې د تازه حالاتو، د مجاهدینو مورال ، فعالیت او د نوموړي رحمه الله کردار په بشپړه توګه څرګند کړی.
په پای کې پدې هيله او باور یو چې د مجلې عام مينه وال او بالخصوص د هیواد باشهامته محصلین به دغه مجله له اړوندو مراجعو څخه ترلاسه کړي او خپله تنده به ورباندې ماته کړي…
په همدې هیله!
د PDF په کیکاږلوسره څرک مجله خپل کمپيوټر ته ښکته کړئ!
نظر ولیږئ
ټولې لیدونه : 0د بیاکتنې په تمه : 0خپور شوی : 0