د افغانستان ستراتيژيک موقعیت او د راتلونکي اسلامي نظام مسؤلیت!
ليکوال:ابو اسامه “نیازی “ که څۀ هم د نړۍ پۀ کره کې خوا او شا دوه سوه هيوادونه شته چې هر یو خپل اقتصادي ، سیاسي او سوق الجیشي ارزښت لري خو زمونږ ګران هيواد تر ټولو زیات متفاوت او د لوړ ارزښت لرونکی بلل کيږي. افغانستان چې د لرغوني او پخواني تاريخ لرونکی دی […]
ليکوال:ابو اسامه “نیازی “
که څۀ هم د نړۍ پۀ کره کې خوا او شا دوه سوه هيوادونه شته چې هر یو خپل اقتصادي ، سیاسي او سوق الجیشي ارزښت لري خو زمونږ ګران هيواد تر ټولو زیات متفاوت او د لوړ ارزښت لرونکی بلل کيږي.
افغانستان چې د لرغوني او پخواني تاريخ لرونکی دی په لومړيو پېړیو کې د اریانا ، په منځنیو پېړیو کې د خراسان او په معصره دوره کې د افغانستان په نوم یاديږي . که څۀ هم د مادي قوت ، نفوس ، قلمرو ، د اقتصادي او سوداګريزو حوزو لۀ امله د افغانستان ارزښت کم دی اما د هغۀ سربېره د جغرافیوي ، اقتصادي او سوق الجیشي موقعیت لۀ امله د لویو دولتونو پۀ سیاست کې غوڅ رول درلودلی. افغانستان د خپل ځانګړي جغرافیوي او تاريخي اهمیت لۀ مخې پۀ بېلا بېلو نومونو یاديږي لکه: ستراتيژيک پُل ، د ورېښمو د لارې وصلوونکی ، د هند دروازه ، د نړۍ بام ، د اسلامي نړۍ ختيځه دروازه ، د تمدونونو څلورلارې، د نړۍوالې سوداګرۍ لويه لاره ، د اسیا زړۀ او داسې نور..
افغانستان په سيمه کې د خپل ستراتيژيکي موقعیت لۀ امله د سيمې د څلورلارې حیثیت لري چې د هند پاکستان ، منځني ختيځ (ايران) منځنۍ اسیا ترکمنستان ، ازبکستان ، تاجکستان او د چين د څلورلارې په منځ کې قرار لري افغانستان د منځنۍ اسیا څخه د سهيلي (جنوبي) اسیا ته د انرژۍ او نفتو د انتقال یوه مهمه لار ګڼل کيږي. ګران هيواد نن ورځ هم د جيوايکونوميکي پلوه د مرکزي اسیا د دروازې حیثیت لري د بريتانوي هند پخواني وايسرای (حاکم)” لارډ کرزن” د افغانستان د اهمیت په تړاو پۀ ۱۸۹۸ م کال کې خپل نظریات داسې څرګند کړي وو چې : د دې تختې د شطرنج هر بریالی لوبغاړی پر نړۍ د حکومت مدعي کېدلای شي .افغانستان د تاريخ پۀ اوږدو کې د مرکزي اسیا او هندوستان ترمنځ د یوې طبعي او مستحکمې کلا په توګه د “فاتحینو سنګر” پېژندل شوی او د خپل متنوع اهمیت لۀ امله د اسیا د سويس پۀ نوم هم یاديږي .همدا ډول مشهور امريکایي کارپوۀ” برژنسکي “وایې چې : کۀ هر ځواک و غواړي د اروپا او اسیا پۀ قلمرو مسلط وي باید د افغانستان سره خپلو اړيکو ته وده ورکړي . زمونږ ګران هيواد لۀ سوق الجيشي ارزښت ور ها خوا پراخې غني طبعي سرچينې لکه: یاقوت ، زمرود ، مرمر کرومېټ ، سرۀ زر ، مس ، ليتیم ، یورانیم ، ګاز د نفتو بېلابېل ډولونه او د سرشاره اوبو پۀ لرلو د نړۍ پۀ سترو او بډايه هيوادونو کې لۀ بشپړ اهمیت څخه برخورداره دی. افغانستان د نړۍ د شل سلنه نفتو ، د نړۍ د اتۀ سلنه ګازو او د ليتیمو پراخ او بې کچې شتون چې پۀ اوسنۍ پرمختللې ټيکنالوژۍ کې عمده عنصر بلل کيږي د نړۍ د هيوادونو پاملرنه ځان ته جلب کړې چې دا زمونږ ښۀ اقتصادي وضعیت پۀ ډاګه کوي په لنډ ډول ويلای شو چې د ختيځ او لويديځ منلي او مشهور سیاستوال پدې پۀ یوه خولۀ دي چې افغانستان په جغرافیایي اقتصادي او سوق الجيشي لحاظ ډېر د اهمیت وړ دی . لۀ همدې امله د نړۍ د سترو هيوادونو د یرغلونو په لومړۍ کرښه کې قرار لري خکه چې افغانستان د خپلو ملي ګټو د تآمين لپاره نۀ مدون خارجي سیاست لري نۀ د خارجي سیاست د پلي کېدو لپاره منظمه فعاله ډيپلوماسي لري او نۀ هم د فعالې ډيپلوماسۍ لپاره په معیارونو برابر اشخاص ګمارل شوي . نن چې د زیاتو قربانیو لۀ برکته د یو مستقل هيواد او ازاد ملت په توګه د دې باارزښته خاورې د ريښتينو وارثانو په توګه بیا د حاکمیت پړاوونه یو پۀ بل پسې طی کوو او د یو ريښتيني اسلامي نظام د قیام ورځې پۀ رارسېدو دي؛ لويه پوښتنه دا ده چې پدې حساس پړاو کې زمونږ مسؤلیتونه څۀ دي او څنګه باید تر سره شي ؟ زما پۀ اند د افغانستان د اسلامي امارت مدبر قیادت مکلفیت او مسؤلیت لري چې د اسلامي شريعت د بنیادونو پۀ اډانه کې لومړی باید د مُدون داخلي سیاست ترڅنګ خپل مدون خارجي سیاست (تګلاره) ترتیب او تصويب کړي او بیا د همدې خارجي سیاست د ښۀ تطبق لپاره د یوې فعالې ډيپلوماسۍ ایجاد یقیني کړي او د ډيپلوماسۍ په دستګاه کې هغه وړ اشخاص وګماري چې په اړوند برخه کې د تيوريکو (درسي) زده کړو او نورو مهارتونو او ځانګړتیاوو ترڅنګ د جرئت او کاري وړتیا خاوندان وي ترڅو وکولای شي چې د ویاړلي او باعظمته افغانستان لۀ حیثیت ، معنویت او ارزښت څخه سم استازيتوب وکړي.
نظر ولیږئ
ټولې لیدونه : 0د بیاکتنې په تمه : 0خپور شوی : 0