دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې

د حوت لسمه د اسلامي امارت ژمنتیا او د امریکا مسؤلیت

حسن زوی
د حوت لسمه نېټه د افغان مسلمان ولس لپاره هغه تاريخي او له ویاړونو ډکه ورځ ده چې پر افغانستان د امریکايي اشغال د پای ته رسیدو تاریخي تړون پکې لاسليک شو، که د کابل پر واک مسلط شوي ماده پرست لاسپوڅي حاکمان د مظلوم ملت په خاطر له خنډونو ایجادولو تېر او همدا تاریخي تړون په بشپړ ډول عملي شي ډېر ژر به بهرنی اشغال پای ته ورسېږي؛ په تېرو ۴۰ کلونو کې د هېواد د قرباني شویو ټولو بچیانو ارمانونه به پوره؛ په افغانستان کې به د ولس د هیلو سره سم اسلامي نظام حاکم؛ جنګ او بدامني به ختمه او یوه تلپاتې سوله به رامنځته شي.

اسلامي امارت کوم جابر زبر ځواک ندی چې پر نړۍ د خپلې بادارۍ خوبونه وویني او یا یې جنګ او هڅې ددې لپاره وي چې نړۍ یې پر دښمن برلاسي ومني، نړۍ امریکا یا اسلامي امارت ته په کوم نظر ګوري؟ کوم شکست خوړلې او کوم فاتح بولي؟ دا د افغانستان د اسلامي امارت لپاره بنیادي خبره نده او نه یې هم روان جدو جهد ددې لپاره دی.

د امریکا وتل، د اشغال او د اشغال سره د تړلو ټولو بدبختیو پای ته رسېدل او د عدل او انصاف نه ډک د یوسوچه اسلامي نظام نفاذ زموږ اصلي هدف دی؛ له اسانې لارې ددې هدف تر لاسه کېدل زموږ لپاره غنیمت او د جنګ له لارې یې د حصول هڅې زموږ د خوښې انتخاب نه بلکې مجبوریت دی.

دښمن مو چې په خپل زور مست و؛ له خبرو یې انکار کاوه او د هېواد د دائمي اشغال په اراده یې پرموږ حمله وکړه نو د الله تعالی د حکم سره سم د ملت بچیان ښه په لوړ مورال د دښمن مقابلې ته را ووتل، د جنګ په ډګر کې له شکست خوړلو وروسته چې امریکا له اسلامي امارت نه د مذاکراتو غوښتنه وکړه نو د الله تعالی د امر سره سم ورسره اسلامي امارت مذاکرات پیل کړل چې لله الحمد، الله تعالی د جنګ د ډګر په څېر دلته هم فتح رانصیب او د اشغال د پای ته رسېدو یو تاریخي تړون رامنځته شو.

موږ اول مسلمانان او بیا افغانان یو؛ د غدر، مکارۍ او منافقت نه خپل شریعت منع کړي یو او دا مو کلتور هم ندی، د یاد تړون یو کال پوره شو؛ اسلامي امارت چې د لاسلیک کولو پر مهال د دې تړون د ټولو محتویاتو د عملي کولو تعهد کړی و تر پایه خپل تعهد ته ژمن دی او خپلې ټولې کړې ژمنې یې پوره کړې دي.

د دوحې د توافقنامې په اساس د افغانستان اسلامي امارت په خپلو عملیاتو کې د پام وړ کموالی راوستی دی؛ په لویو نظامي مراکزو عملیات نه دي شوي، د ولایاتو او ولسوالیو پر مراکزو بریدونه نه دي شوي او نه سقوط ورکړل شوی؛ د مقابل لوري مشخص شوي بندیان خلاص شویدي.

خو متأسفانه چې په دې اړه مقابل لوري خپل مسئولیت پوره نه دی ادا کړی، ټول شرایط برابر دي خو د اسلامي امارت ټول بندیان لا هم نه دي آزاد شوي؛ اوس هم بمبار، ډرون حملې، چاپې او تهاجمي عملیات چې د توافقنامې په اساس منع دي، د مقابل لوري له خوا تر سره کېږي، چې په دې سره د ملکي تلفاتو کچه ډېره لوړه شویده.

د کابل ادارې قدرت طلبي ماده پرست واکمنان غواړي وضعیت کړکچین وښيي او د هېواد د اشغال او جګړې د دوام لپاره بهانې جوړې کړي نو ځکه یې په هېواد او خصوصا پلازمېنه کې د علماؤ، د پوهنتونونو استاذانو؛ ژورنالستانو او نورو بانفوذه خلکو هدفي وژنو ته مخه کړې ده.

دا چې اسلامي امارت د تړون بقاء کې د خپل ملت او هېواد سترې ګټې ویني نو د مقابل لوري د ټولو تخلفاتو په مقابل کې یې له زغمه کار اخیستی دی او په وار وار یې له مقابل لوري غوښتي چې باید له تړون نه د تخلفاتو مخه ونیسي او پرېنږدي چې جګړه خوښه کړئ د سولې په مخ کې خنډونه جوړ کړي.
موږ پدې پوهېږو چې د دښمن فکر او اقدامات زموږ نه بلکې د خپلو ګټولپاره دي؛ دا دعوی هم نه کوو چې ګیني د دښمن د ټولو ناکارو ارادو نه موږ خبر یو او لا د مخه یې موږ د مخنیوي تدابير نیولي دي.

موږ به ترپایه خپلو وعدو ته ژمن یو ؛ او د خپل بشري توان سره سم به د دښمن توطئو ته متوجې یو او د مخنیوي هڅې به یې کوو همدا مو توان دی او همدا مو مکلفیت دی؛ نتایج د الله تعالی په لاس کې دي ؛د هغه د کرم نه مو دا امېد دی چې ښه نتایج به پرې مرتب کړي.

موږ ښه په جهر وایو چې د حوت د لسمې تاریخي تړون او د تړون ټولو محتویاتو ته ژمنتیا د افغانستان، امریکا، د سیمې د هېوادونو بلکې د ټولې نړۍ په ګټه ده نو د جانبینو او ټولې نړۍ مسئولیت دی چې دا تړون ماتېدو ته پرېنږدي.

د امریکا نوې اداره هم باید حقایق درک کړي؛ په خپل ولس او افغان ملت نور د ظلم لړۍ ودروي او یوې بې ګټې او تاواني جګړې ته د پای ټکی کېږدي، ځکه چې په تېرو شلو کلونو کې دا حقیقت ښه په ډاګه شو چې د زور کارول امریکا ته هیڅ ګټه نه رسوي.

د هېواد او ملت ازادي؛ دعدل او انصاف په ستنو ولاړ د اسلامي نظام نفاذ ؛ د بهرنۍ قبضې ختمول زموږ لپاره هغه عالي مقاصد دي چې موږ ترې هیڅکله تېرېدلی نه شو؛ که امریکا تړون مات کړ نو پر ضد به یې د مقدس جهاد د روان ساتلو پرته بله لار نه وي چې پدې امریکایان هم ښه پوهېږي؛ دا اوس په امریکایانو ده چې تړون ته په ژمن پاتې کېدلو خپل حیثیت ساتي او ابرومندانه وتل انتخابوي او که د څه مودې لپاره د لازیاتو مالي اوځاني تلفاتو نه پس د ذلت نه ډکه تېښته؟

اړوند نور مطالب او مجلې

راځئ هېواد له قومي او ژبني تفرقو وژغورو!

Habibullah Helal

ولس مهم دی که ولسواکي؟

Habibullah Helal

څنګه إسلامي فکر په میراث پريږدو؟

Habibullah Helal