د زخمونو ګلان
حال چې د زخــم زخــم زړه وايم د درد په ژبه لکه د ژوند وروستۍ خواله وايم د درد په ژبه ستا د کاکُل پرهر خيالونه مې ګـوګل کې پراته په خوب کې غشــي او باڼه وايم د درد په ژبه زما د روح جنــازه وړې ته د خنــــــدا پر اوږو ځای په ځای ستا […]
حال چې د زخــم زخــم زړه وايم د درد په ژبه
لکه د ژوند وروستۍ خواله وايم د درد په ژبه
ستا د کاکُل پرهر خيالونه مې ګـوګل کې پراته
په خوب کې غشــي او باڼه وايم د درد په ژبه
زما د روح جنــازه وړې ته د خنــــــدا پر اوږو
ځای په ځای ستا قاتل کاته وايم د درد په ژبه
د ځـــوانۍ مستې شېبـې غواړي د جنون ازادي
زلفـــــــو ته ځکه زولــــنه وايم د درد په ژبه
ته مې په سـرو لېمو کې لولې د زخمــونو ګلان
زه دې په شونډو سره لمــبه وايم د درد په ژبه
د ازادۍ ناهيـدې! ستا د وينو سره خط کرښې
ټکـــي په ټکــــي په ليــمه وايم د درد په ژبه
شهيده ياره! تصويرونه دې په اوښکو وينځم
ستا ارمانــــونه ټوله شــــپه وايم د درد په ژبه
په بيلـــتانه کې اړوم ستا د يادونـــــو کتـاب
فاتح پرې ســـانده او ټپـــه وايم د درد په ژبه
م – الياس فاتح
نظر ولیږئ
ټولې لیدونه : 0د بیاکتنې په تمه : 0خپور شوی : 0