د زړه سره بیعت
د زړه په وینو لکه شمعه طهارت کومه داسې خونه چې بې اودسه عبادت کومه نه لیونئ یم نه پاګَل چې هرې خواته به ځم دزړه په کورکې له خپل زړه سره بیعت کومه کفار له کلي نه شړم دکلک ایمان په توره بیادخپل کلي په محراب کې امامت کو مه د جُلیبیب او حنظله […]
د زړه په وینو لکه شمعه طهارت کومه
داسې خونه چې بې اودسه عبادت کومه
نه لیونئ یم نه پاګَل چې هرې خواته به ځم
دزړه په کورکې له خپل زړه سره بیعت کومه
کفار له کلي نه شړم دکلک ایمان په توره
بیادخپل کلي په محراب کې امامت کو مه
د جُلیبیب او حنظله اوعِکرمه په شا نې
جنون دعشق کې زه آرزو دشها دت کومه
که شوم شهید دتن په وینو که زه ولمبیدم
میدان دحشر کې به ستا سې شفاعت کو مه
که شهادت مې نصیب نه شواوژوندئ پاتې شوم
په صداقت دخپل مؤمن ولس خدمت کومه
په رب دې سپارم گوهري رب ته مې وسپاره نور
ستاسې لپا ره انتظام به په قیامت کو مه
نظر ولیږئ
ټولې لیدونه : 0د بیاکتنې په تمه : 0خپور شوی : 0