د لویو لارو غمیزې مو کوم عصر ته ورګرځوي؟

صارم یو ځل چې په یوه هیواد د اشغال لویه بلا رانازله شي او جنګ جګړې داصلي کارونو ځای ونیسي، بیا نو د هغه هیواد د غمیزو او ناخوالو شمېر نه کیږي، د یوې په پای پسې بله او بله تر هغې بدتره وي، همدا راز چې انسان هم یوځل وحشي شي بیا یې وحشيانه […]

صارم

یو ځل چې په یوه هیواد د اشغال لویه بلا رانازله شي او جنګ جګړې داصلي کارونو ځای ونیسي، بیا نو د هغه هیواد د غمیزو او ناخوالو شمېر نه کیږي، د یوې په پای پسې بله او بله تر هغې بدتره وي، همدا راز چې انسان هم یوځل وحشي شي بیا یې وحشيانه اعمال حتی د وحشت دتعریف له محدودې هم د باندې وځي او شیطان هم پناه ترې غواړي.

له نږدې یوې میاشتې راهیسې د بار وړونکو لاریو موټر چلوونکو په اعتصاب لاس پورې کړ، که څه هم دغه اعتصاب لومړی په کندهار کې دکابل – کندهار د لویې لارې موټر چلوونکو پیل کړ، خو وروسته په ټول هیواد کې سرتاسري شو او د هیواد ټولې لویې لارې د ترانزیټ په مخ تړلې وې، د دوی اعتصاب داسې اعتصاب نه دی چې هسې وګڼل شي او له پامه وغورځول شي، بلکې سمدستي یې د ژوند د اړتیا د ټولو توکو بیې لوړې کړې او خلک له ستونزو سره مخ شول.

زه یې نورې اقتصادي ستونزې نه څېړم او نه مې کار دی، خو دا چې موټر چلوونکي ټول په یوه خوله په لویو لارو کې د پوستو له عسکرو شکایت کوي او د هغوی باج او بد چلن نور له حوصلې وتلی بولي، په خپلو اعتراضیه غونډو کې یې چې رسنیو ته کوم څه په ګوته کړي؛ زه یې اندېښمن کړی یم او هو بهو یې د نویمو کلونو د فساد او پاټکسالارۍ یاد راتازه کړی هغه چې د طالبانو د ظهور او راپورته کېدو عمده لامل و.

هغو ملیاردونو ډالرو ته په پام چې د اشغال له پیله تر دې دمه هیواد ته را وارد شول، په کار وه چې تر بل هر څه وړاندې په دې هیواد کې تجارت ډېر پرمخ تللی او لویې لارې له پوره خوندیتوب سره ډېرې عصري او اساسي جوړې وای، خو درېغه چې تر بل هر چا د تجارانو ژوند په خطر کې دی او د لویو لارو خو دا حال دی چې نن یې خبره تر دې حده ورسیده چې په ټول هیواد کې ټرانزېټ په ټپه ولاړ دی.

هو! خبره د ډالرو او وارداتو نه ده بلکې خبره له ستر اداري فساد سره په څنګ کې بې مهاره اخلاقي فساد دی چې بېرته یې حالات د نویمو کلونو پاټکسالارۍ ته ګرځولي دي، په معترضینو کې یو موټر چلوونکی د خپل شکایت پرمهال وايي: ” په لاره د پوستې عسکر موټر ودراوه په موټر کې کډه بار وه له هغوی نه یې د ډېرو پیسو غوښتنه وکړه کله چې هغوی عذر ورته وکړ چې غریب یو د دومره پیسو وس نه لرو؛ په ډېر جسارت او سپین سترګۍ یې ورته وویل چې ښه نو ها زنانه راښکته کړه…”
دا په لویو لارو د بې ساره ناخوالو یواځې یوه نمونه ده، او دا خو خورا عادي معمول دی چې کم عمره هلکان پوستو ته بیایي او بېرته یې د ډېرو لویو پیسو په مقابل کې پریږدي ، وهل، ټکول، بد رد ویل او حتی وژل خو یې داسې عمل دی چې خلک ورسره عادي شوي دي.

تر دې ها خوا به نور څه کیږي او نور به د څه تمه وشي چې څه به پېښیږي، په دې ډول حکومتدارۍ هم خلک افتخار کوي او ځان د خلکو منتخب حکومت بولي، زه خو وایم که په دې خلکو کې لږ هم د انسانیت او همدردۍ خواږه وای، ډېر مخکې به یې له حکومتدارۍ استعفا کړې وای، ځکه خلکوته مخ نه لري، خو پر خلکو مسلط دي.

دتمدن او ترقي له هاغه سترو دعوو سره چې د دیمکراسۍ نني حاکمان یې کوي دغه ډول کړنې په کوم ډول تمدن او ترقي تعبیروي، ځکه دحکومت په رسمي چوکاټ کې ترسره کیږي او ددیمکراسۍ د پلي کوونکو عسکرو له خوا ترسره کیږي، دا هغه عمل دی چې پرون پاټکسالارانو د انارشیزم اوملوک الطوایفۍ په دوره کې ترسره کاوه او نن یې د دیمکراسۍ مخکښان دنړیوالو او بین المللي ملاتړو په مټ ترسره کوي.

جمهوریت او دیمکراسي که رښتیا هم ولسواکي وي نو ولس خو له دې نظامه په وار وار خپل برائت ښودلی، د دې هیواد سوداګرو، صرافانو، موټر چلوونکو او د نورو اصنافو کارګرو کار بندیزونه او اعتصابونه تر میاشتو رسولي خو چا یې غږ نه دی اورېدلی او نه یې کوم ځای نیولی دی.

داچې په هر څه باندې حکم د هغه په پایله او نتیجه باندې کیږي مونږ ته زمونږ په هیواد کې دیمکراسۍ همدا نتیجه نغده په لاس راکړې او ولس مو له ورته پایلو پرته نور خواږه ترې نه دي لیدلي هغه چې په نویمو کلونو کې یې د طالب غېږ ته پنا ترې وړه وه.