د مورچل مجلې (۱۴۷)مه ګڼه چاپ شوه!
پداسې حال کې چې قطر – دوحه کې د اسلامي امارت د استازو او د ارګ په استازيتوب راغلي هیئت ترمنځ افغاني مذاکرات روان دي، د خبرو اترو د میز پرسر له مهمو بنسټیزو موضوعاتو څخه یوه هم د راتلونکي اسلامي نظام خبره ده، خو د مذاکراتو سره همهاله د ارګ ادارې په تبلیغاتي ډګر […]
پداسې حال کې چې قطر – دوحه کې د اسلامي امارت د استازو او د ارګ په استازيتوب راغلي هیئت ترمنځ افغاني مذاکرات روان دي، د خبرو اترو د میز پرسر له مهمو بنسټیزو موضوعاتو څخه یوه هم د راتلونکي اسلامي نظام خبره ده، خو د مذاکراتو سره همهاله د ارګ ادارې په تبلیغاتي ډګر کې متدین ولس ته د اسلامي نظام پرخلاف د منحرفو افکارو خپرولو لپاره څرګند پروګرامونه، غونډې او مجلسونه دائر کړل.
د ارګ اداره د دغسې پروګرامونو په توسط غواړي د دیموکراسۍ ، بیان آزادۍ او د ښځو حقوقو تر مطلقو او مبتذلو شعارونو لاندې اسلامي نظام ته ترهګري ووايي، د خلکو اذهان اختلال او د راتلونکي اسلامي نظام پرخلاف متدین ولس ته تشویشونه ایجادکړي.
د مورچل نوې ګڼه داسې مهمو پوښتنو ته .. چې ولې کابل اداره د اسلامي نظام پرخلاف منحرفې څرګندونې او خپرونې کوي، کوم ډول باعزته سوله غواړي؟ اسلامي نظام ولې ترهګري بولي؟ په ټولنه کې د علماوو پرخلاف څه ډول کمپاین او پروپاګند کوي؟ د یوې محوري موضوع په توګه ځوابونه وايي.
له نیکه مرغه د مورچل لسمه پرلپسې ۱۴۷ مه ګڼه کې تازه له مهمو علمي ، جهادي ، سیاسي لیکنو او ادبي تحلیلونو سره په خورا عالي صحافت او غوره اوډون له چاپه وتلې، مینه وال دې يې له اړوندو مراجعو ترلاسه کړي.
(اداره)
نظر ولیږئ
ټولې لیدونه : 0د بیاکتنې په تمه : 0خپور شوی : 0