د څرک (۱۲۰)مه ګڼه له چاپه ووته!
څرک مجله افغان ولس ته داسلامي امارت د برحق جهاد او مقدسې مبارزې داعیه او غږ د رسولو ترڅنګ، د ځوانانو دپوهاوي ، د افغاني او ملي شعور د بيدارولو په اساس د ځینو استادانو، شنونکو، او لیکوالو لخوا وړاندې کيږي دادی د څرک د چاپي بهیر اوولسم کال پرلپسې ۱۲۰مه ګڼه تازه له چاپه […]

څرک مجله افغان ولس ته داسلامي امارت د برحق جهاد او مقدسې مبارزې داعیه او غږ د رسولو ترڅنګ، د ځوانانو دپوهاوي ، د افغاني او ملي شعور د بيدارولو په اساس د ځینو استادانو، شنونکو، او لیکوالو لخوا وړاندې کيږي
دادی د څرک د چاپي بهیر اوولسم کال پرلپسې ۱۲۰مه ګڼه تازه له چاپه وتلې.
له نیکه مرغه څرک پدې ګڼه کې د غوره علمي، ادبي او سیاسي مقالو ترڅنګ ، د هیواد له پیاوړو قلموالو او شخصیتونو هریو: تاریخپوه محترم عبدالستار حکمت ، سیاسي شناند محترم موسی فرهاد ، استاد لطف الله خيرخوا او د ننګرهار والي محترم ملا محمدعیسی اخند ـ سره مهمې او ځانګړې مرکې کړې چې د افغانستان روان سیاسي او نظامي وضعیت ، د بین الافغاني مذاکراتو او د روان جهاد مشروعیت او اهداف په اړه مهم موضوعات روښانه کوي..
د یادونې ده چې څرک د هیواد په ګڼو ولایتونو کې د پوهنتونونو، لیسو او مدارسو، محصلینو او استادانو ته وړیا توزیع کيږي، هیله ده چې له اړوندو مراجعو يې ترلاسه او له مطالعې يې مستفید شئ!
څرک له دې ځایه واخلئ !
نظر ولیږئ
ټولې لیدونه : 0د بیاکتنې په تمه : 0خپور شوی : 0