ملا صاحب د غیرت او عظمت څلی!
انس حقاني نن د ۱۴۰۰ل کال د غوايي ۴مه د افغانانو د تاریخي او ویاړلي مشر ارواښاد امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمهالله د پاکې اروا د الوت له اتم تلین سره برابره ده. اته کاله مخکې، مرحوم امیرالمؤمنین د وطن په سویل د زابل ولایت په سیوري ولسوالۍ کې په یوه خټین کور […]
انس حقاني
نن د ۱۴۰۰ل کال د غوايي ۴مه د افغانانو د تاریخي او ویاړلي مشر ارواښاد امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمهالله د پاکې اروا د الوت له اتم تلین سره برابره ده. اته کاله مخکې، مرحوم امیرالمؤمنین د وطن په سویل د زابل ولایت په سیوري ولسوالۍ کې په یوه خټین کور کې د مازیګر پرمهال خپل روح خپل خالق ته وسپاره. ملا صاحب رښتیا هم د یوویشتمې پېړۍ امیرالمؤمنین و. هغه ته الله تعالی ځانګړې تقوا، روحانیت او توکل ورکړی و. پوره دیارلس کاله یې د نړۍ د زبرځواک او ناټو هېوادونو د مجهزو پوځیانو پر ضد له یوه خټین کوره په بشپړ ایمان سره د مبارزې او جهاد رهبري وکړه.
دغه وړ مشري یوازې او یوازې هغه څوک کولای شي چې د ملا صاحب په څېر یې له خپل رب سره خاص تعهد او تعلق وي او د خپل ځان، کورنۍ او بچیانو په ګډون د خپلو ټولو شته وو قربانۍ ته چمتو وي.
ارواښاد مشر ملا صاحب په ۲۱مه پېړۍ کې د انساني ټکنالوژۍ ځواب په خپل خاص روحانیت، ایمان او تقوا سره ورکړ. د نړۍ زبرځواک ته یې سر ټیټ نه کړ او خپل دیني او ملي حیثیت او عظمت یې تاریخ ته په زرینو کرښو وسپاره. ملا صاحب راتلونکو نسلونو ته د مبارزې، ایثار او مروت درسونه پرېښودل. پېړۍ به تېرې شي، تاریخ لیکونکي به د ملا صاحب د کارنامو په لیکلو ستړي شي؛ خو د هغه کارنامې به تتې او زړې نه شي. د ملا صاحب مروت او وفا هر مسلمان، بلکې هر ارزښتپال او ازادي غوښتونکي انسان ته د ستاینې او قدرداني وړ ده.
د ملا صاحب رحمهالله د وفات د تلین په مناسبت غواړم د خپل والد مرحوم الحاج مولوي جلالالدین حقاني رحمهالله یوه خاطره له لوستونکو سره شریکه کړم:
والد صاحب مرحوم کیسه کوي چې مرحوم ملا صاحب کې څو خویونه زما ډېر خوښ وو. یو له هغو خویونو غیرت و. ډېر غیرتي انسان و. ما چې ورسره بیعت هم کړی و، یو اساسي دلیل یې د ملا صاحب غیرت و.
د امریکايي یرغل لومړنۍ شېبې وې. د کابل پر تیاره اسمان د یرغلګرو بي۵۲ بم غورځوونکي ګرځېدل او په ملکي کابلیانو یې بمبارد کاوه.
کابل تخلیه کېده. د کابینې غړي لومړی لوګر کې او بیا ګردیز کې راغونډ شول چې څه وکړو. زما ټینګار دا و چې کابل پرېنږدو. که کابل پرېږدو په چاراسیاب کې باید خط واچوو او مقابله یې وکړو. خو د ځینو ملګرو نظر دا و چې مقاومت نه شي کېدای. ډېر بحث او مناقشه مو سره وکړه. ما د دوی خبره ونه منله او ورته ومې ویل چې دا ستاسې خبره ده که د مشر امیرالمؤمنین. دوی ویل دا زموږ خبره ده. ما ورته وویل، تر څو چې د امیرالمؤمنین حکم نه وي راغلی زه ستاسې خبره نه منم.
خبره ټوله ملا صاحب ته محول شوه او وخت وټاکل شو چې ملا صاحب به مازدیګر لویه مخابره کې داخلېږي او تاسې ته به وروستی فرمان درکوي. ټول مسوولین دې چمتو اوسي.
ما په دې وخت کې له ځان سره وویل چې: مشر ملا صاحب! تا سره ما د غیرت په وجه بیعت کړی و. نو نن ستا د غیرت د امتحان ورځ ده. زه به ستا غیرت ګورم.
ټول په تمه وو چې ملا صاحب سترې مخابرې ته داخل شي او وروستی فرمان ورکړي. ملا صاحب چې کله سترې مخابرې ته داخل شو، هلته نور غږونه راتلل، غالباً مخالفین به هم داخل شوي وو. بیا ملا صاحب د بلې مخابرې شمېرې ته داخل شو. له حمد او ثنا څخه وروسته یې ټولو ته امر وکړ چې تر وروستۍ سلګۍ پورې وجنګېږئ، هېڅوک وسله پر ځمکه کښېنږدئ او له جهاد څخه پر شا نه شئ، دا بهترینه فریضه ده.
والد صاحب په دې وخت کې وخندل او زیاته یې کړه: ما د الله تعالی شکر ادا کړ او له خپل رب سره مې د دې تعهد تجدید وکړ چې ملا صاحب ته زما مشر وې او راتلونکي کې به هم یې. ستا په غیرت باندې زه همیشه افتخار کوم.
دا د وطن په یوه تاریخي شېبه کې مرحوم امیرالمؤمنین رحمهالله سره زما د والد صاحب مرحوم خاطره وه. د والد صاحب مرحوم رحمهالله نصیحت د ژوند تر وروستۍ شېبې ټولو ته همدا و چې تر هغې به د ملا صاحب مرحوم اطاعت کوئ چې د جهاد او مبارزې لار یې نه وي پرېښي.
الله دې د هغو دواړو غیرتي او متوکلینو بندګانو قبرونه رڼا کړي. په ډېرو سختو شېبو کې هم د هغوی له خولې د کمزورۍ او ضعف خبره وانه ورېدل شوه. د غیرت څلي وو.
د ډېرو خلکو پښې وښویېدې. په دې وغولېدل چې ټنکالوژي ده، زبرځواک سره جګړه ده او دا نه شي کېدای. خو نن د دې جهاد په برکت همدا زبرځواک موږ سره په داسې کچه تعامل کوي چې د رسمي حکومت پرمهال یې موږ سره نه و کړی. دا د هغه رښتیني مشر فراست، ایمان، غیرت او تقوا وه چې د دې ورځو وړاندوینه یې کړې وه. هغه وخت د ملا صاحب خبره ډېرو ته د منلو نه برېښېده؛ خو نن ډېرو ومنله.
الله یرحمهم.
نظر ولیږئ
ټولې لیدونه : 0د بیاکتنې په تمه : 0خپور شوی : 0