څنګه إسلامي فکر په میراث پريږدو؟
لیکنه: أبوإحسان عامر فکري جوړښت د إنسان د بقا او بریا يواځينۍ نیغه او سپینه لاره ده. چېرته چې فکري قوت جوړ او ځوان وي هلته بیا عسکري، مالي، اخلاقي او….. قوتونه ورځ تر بلې لا ځوانيږي او پر مختګ کوي، خو کومه ټولنه بیا چې له فکري جوړښت نه محرومه وي هلته خلک د […]
لیکنه: أبوإحسان عامر
فکري جوړښت د إنسان د بقا او بریا يواځينۍ نیغه او سپینه لاره ده. چېرته چې فکري قوت جوړ او ځوان وي هلته بیا عسکري، مالي، اخلاقي او….. قوتونه ورځ تر بلې لا ځوانيږي او پر مختګ کوي، خو کومه ټولنه بیا چې له فکري جوړښت نه محرومه وي هلته خلک د لږ لالچ په بدل کې تر خپل هدف د بل هدف ته زيات کار کوي. دا چې له یوې خوا فکر دومره مهم او جوړښت یې دومره اړين دی، له بلې خوا موږ په موجوده دور کې د نړۍ او افغانستان پر لمنه ودان او حاکم يو، نو په داسې یوه وخت کې زموږ څه مسؤلیت جوړيږي او موږ څنګه کولای شو چې خپل مسؤلیت په ښه توګه ادا کړو او څنګه کولای شو چې اسلامي فکر راتلونکو نسلونو ته په میراث پرېږدو؟
زموږ أسلافو خو وکولای شول چې په سترو قربانيو، د خپلو وينو او خؤلو د قطرو په قیمت د إسلامي فکر حفاظت وکړي او موږ ته یې سالم تسلیم کړي. اوس چې هغوی نشته د هغوی یاد، إسلامي فکر او موږ ژوندي يو، بناء: زموږ وجیبه جوړيږي چې د هغوی دغه روڼ میراث په ښه توګه وپالو او راتلونکو نسلونو ته یې په میراث پرېږدو.
موږ افغانانو چې په ناچیزه اسلحو او کمزورو وسائلو د کافرې نړۍ زور اوبه کړ، د نړۍ سرې او سپينې ماڼۍ مو نسکورې کړې، موږ چې د وارسا او ناټو تړونونه يا خو ټوټې ټوټې کړل او يا مو د مرګ کندې ته ور ټېل وهل، دا زموږ د اسلافو (علماؤ) د یادګار (إسلامي فکر) او یوې خپلواکې جهادي انګازې برکت دی.
تاریخ ثابته کړې څوک چې بې له فکري ځواک او بې له يوې انګازې نه سرونه او ښارونه تر لاسه کوي، د هغوی قوت او دولت وخت نه لري، د هغوی اقتدار او کردار د هغوی تر ژونده پوري ژوند کوي او د هغوی له مرګ سره مري.
موږ باید د تورې سره یو ځای ژبې او قلمونه وڅرخوو، موږ باید ځانونه او اولادونه د اسلافو له کارنامو تاريخو سره اشنا کړو، د فکر د قوت او ترويج يواځينۍلاره او چاره دا ده چې زموږ زاړه بايد واړه وروزي، هغوی ته نبوي سیرت او زموږ زرین تاريخ په هر مجلس کې بیان کړي. هغوی دي په دې وپوهوي چې تاسو باید صالحین او د خپلو أسلافو پر نقش قدم سالکين جوړ شئ، د صالحو خلکو سره تعلقات مو د دنیوي او اخروي بري ضمانت کوي. ځکه خو اَلــّلـه (ﷻ) زموږ د بري لاره موږ ته داسې راښیي: يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَكُونُوا مَعَ الصّٰدِقِينَ
اې مؤمنانو! د الله څخه ووېرېږئ او د رښتينو خلكو ملګري شئ.
علامه الوسي رحمه اَلــّلـه (ﷻ) یې په تفسیر کې زياتوي: خلطوا هم لتکونوا مثلهم. هغوی سره دومره ګډ شئ چې د هغوی په مثل شئ. موږ باید د اولادونو د خوراک او پوښاک سره سره د هغوی د پوهنې او روزنې لپاره شپه او ورځ یوه کړو. موږ بايد هغوی د بې دينو او بې لارې خلکو له لارې او تعلقاتو نه وژغورو تر څو هغوی له پرديو افکارو نه تأثر وانخلي.
په دې اړه سعدي رحمه اَلــّلـه (ﷻ) وايي:
صحبت صالح ترا طالح کند.
صحبت طالح ترا طالح کند.
تانواني دور شو از يار بد.
یار بد بدتر بود از مار بد.
موږ که غواړو چې پردی زور مات کړو بايد د پردۍ داعیې مخه ډب او د هغوی ږغ ګونګ کړو، د دې پر ځای چې اولادونه مو د غربي رسنیو برنامو مينوال وي، باید هغوی مساجدو او مدارسو ته سوق کړو؛ ځکه همدا مدرسې دي چې ۱۴ سوه کاله يې زموږ د تاريخ، عقېدې او فکر په ژغورلو کې د زغرو په څېر رول لوبولئ.
اوس چې کافره نړۍ له مختلفو لارو په هر قیمت کوښښ کوي تر ځو موږ او إسلامي فکر سره بېل کړي، په داسې یوه وخت کې که قلموال د خپلو قلمونو په لیک، واعظین په خپلو ویناوو او سپين روبي په خپلو کلیوالي مجلسونو کې د إسلامي فکر ترويج او رشد ته توجه وکړي یو خو به زموږ ځوانان نور هم د إسلامي فکر په ګاڼه ښکلي شي، له بلې خوا به غرب د مایوسۍ پر ټغر کښېني او د کلونو کلونو هڅې به یې په ډېره اسانۍ سره په اوبو لاهو شي.
و ما ذلک علی الله بعزیز.
نظر ولیږئ
ټولې لیدونه : 0د بیاکتنې په تمه : 0خپور شوی : 0