دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
کتابتون

ازدل مبارزه دجهادي ادب پر اسمان یو بل ستوری

ازدل مبارزه  دنعیم الحق حقاني صاحب دمقالو ټولګه ده، کتاب لکه له نوم څخه چې یې ښکاري په خوږه دري ژبه لیکل شوی دی.

د ازدل مبارزه دچاپ او ترتیب چارې  داسلامي امارت د فرهنګي کمیسیون دتألیف او ترجمې ادارې ترسره کړي او پر سپین  مناسب کاغذپه مجلد شکل په ۳۶۷ مخونو کې تازه دچاپ په ګاڼه پسولل شوی دی.

ازدل مبارزه پر لس فصله مشتمل دی، دګران هیواد داشغال ددوهمې لسیزې په اړه سیاسي، فرهنګي او  ټولنیزې مقالې او تبصرې پکې ترتیب شوې دي.

دازدل مبارزه په پیل کې د خپرونکې ادارې یاداښت راغلی، ورپسې  دلیکوال نوراحمد سعید لنډه سریزه او دکتاب دلیکوال نعیم الحق حقاني صاحب مقدمه ترتیب شوې ده.

ازدل مبارزه مهم او ګټور کتاب دی،په  لوست سره یې د یرغل د روانې دوهمې لسیزې ډير ناویلي حقایق او معلومات ترلاسه کولا ی شو.

ازدل مبارزه له لاندې لینک څخه ډانلوډ کړئ، مطالعه یې کړئ او که  تر نورو یې هم ورسوئ نو دستر اجر څخه به برخمن شئ.

کتاب له دې ځايه ترلاسه کړئ

اړوند نور مطالب او مجلې

«د جارح خنجر او زما قلم» مهم کتاب چاپ شو

Habibullah Helal

پوښتنې او ځوابونه، کتاب تازه چاپ شو

admin

( د سپین کاروان سرلاري) په نوم ارزښتمن کتاب چاپ شو!

admin