دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
څرک

د څرک (۱۱۷) ګڼه له چاپه ووته!

څرک مهالنۍ مجله چې اسلامي، جهادي، سياسي او اجتماعي مطالب او لیکنې په محتوا کې لري، په ۷۲ مخونو کې ۲۰۰۰ تېراژه چاپ شوه.  

څرک مجله افغان ولس ته داسلامي امارت د برحق جهاد او مقدسې مبارزې داعیه او موقف د رسولو ترڅنګ،   د ځوانانو دپوهاوي ، د افغاني او ملي شعور او بيدارۍ په اساس د ځینو استادانو، شنونکو، او لیکوالو لخوا وړاندې کيږي

د څرک دا ګڼه د علمي او ادبي مطالبو ترڅنګ دسولې او ثبات ، دبنديانو دخلاصون او  ایران کې دافغانانو وژنې په اړه مهم مطالب په پام کې لري.

همداراز  په هیوادکې د اسلامي امارت لخوا د صحي پروګرامونو او د خپره شوې کرونا ناروغۍ په وړاندې دمبارزې او اقداماتو په اړه د صحت کمیسیون له عمومي مشر ملا عبدالحق اخند سره مرکه لري.

خوشبختانه د څرک پدې ګڼه کې د عالیقدر امیر المؤمنین شهيد ملا اختر محمد منصور رحمه الله د څلورم تلین په مناسبت هم ځانګړې لیکنې شته .

د یادونې وړ ده چې تازه چاپ شوې ګڼه به د هیواد بېلابېلو ولایتونو کې ځوانانو، د پوهنتونونو، لیسو، او مدارسو، ګڼو محصلینو او استادانو  ته په وړیا ډول توزیع شي، هیله کوو چې څرک له اړوندو مراجعو ترلاسه او مطالعه کړئ!

څرک له لاندې لینک څخه واخلئ !

SRAK PDF

اړوند نور مطالب او مجلې

شهید امیرالمؤمنین ته د څرک ځانګړې ګڼه چاپ شوه!

admin

د څرک (۱۱۵) ګڼه له چاپه ووته!

admin

دڅرک مجلې 13 مه کالګڼه پرلپسې ۹۵يمه ګڼه چاپ شوه

admin