شهامت نوې ګڼه کې د هیواد او نړۍ حالاتو او روان وضعیت ته په کتو ګڼې سیاسي، تاریخي، علمي او اجتماعي مطالب په پام کې لري.
دا راز شهامت د سولې فضا جوړولو هڅې کوي، د کابل ادارې له وحشتونو، مرموزو وژنو پرده پورته کوي، په عین وخت کې د سولې سبوتاژ کوونکو، خنډ او ځنډ اچوونکو فاسدو اقتدار غوښتونکو شیطاني ایډیالوژۍ مخه ډب کوي.
له نیکه مرغه دا ګڼه د کریزما شخصیت مرحوم مجاهد مولوي جلال الدین حقاني ستر سالار دویم تلین پالي او په خپلو ځانګړو او پیاوړو لیکنو سره د نوموړي ژوند او حیات، جهاد او مبارزه، علمي، فرهنګي او ملي هڅې او خدمتونه په محتوی کې رانغاړي، هم يې یادونه او یاداښتونه راتلونکو ملتونو ته د شهامت په تاریخي پاڼو کې ارشیف کوي.
شهامت د رسنیز ډګر هغه جهادي، علمي اومطبوعاتي شهکار دی چې پښتو او دري کې د ګران هيواد روان سياسي وضعيت څاري او هیوادوالو ته د پردیو شومو اهدافو په وړاندې د اسلامي امارت پالیسي روښانه کوي، دځوان کهول ( نسل) د استعدادونو روښان فکر، اسلامي روزنه او عصري همغږي خپل نصب العین ویني.

شهامت ۸۲یمه ګڼه له لاندې لینک څخه واخلئ!