دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
کتابتون

«د جارح خنجر او زما قلم» مهم کتاب چاپ شو

د جارح خنجر او زما قلم( کتاب) د شهامت مجلې د مسؤول ابو ظهیر مولوي شمس الدین منصور صاحب د جهادي، سیاسي، فکري او اجتماعي مقالو ټولګه ده. یادشوی کتاب د فرهنګي کمیسیون دتألیف او ترجمې ادارې له لوري په ښه صحافت پر مناسب کاغذ په ۵۹۰ صفحو کې چاپ او خپور شوی.
د جارح خنجر او زما قلم په پیل کې د تألیف او ترجمې ادارې یاداښت، د کتاب د اهمیت په اړه د حافظ نور احمد سعید لنډه لیکنه او د سریزې پر ځای تر سر لیک لاندې د لیکوال ابو ظهیر مولوي شمس الدین منصور صاحب لیکنه یو په بل پسې راغلې دي.
منصور صاحب پر مختلفو موضوعاتو ګڼې لیکنې او څېړنې ترسره کړې دي، په دې کتاب کې یې د هغو جهادي، سیاسي،فکري او اجتماعي مقالو یوه برخه راټوله کړې چې تېرو شلو کلونو کې یې لیکلې دي.
د جارح خنجر او زما قلم په چاپ سره د تألیف او ژباړې ادارې د چاپ شوو اثارو شمېر ۲۶ ته ورسید، همدې ادارې په لنډه موده کې ګڼ علمي، جهادي او سیاسي کتابونه چاپ کړي او اوس ددوو علمي اثارو د تصحیح چارې روانې دي، ان شاء الله تعالی ژر به چاپ ته چمتو کړل شي.
د جارح خنجر او زما قلم کې د ګران هیواد سیاسي او ټولنیز حالات او په ټوله کې د اسلامي نړۍ حاکم وضعیت او د لویدیځ استعمار دمنافقت او وحشت دردونکې او ویښونکې کیسې او واقعې ذکر شوې. ددې کتاب لوستل مو د مسلمان ملت محکومیت او د واکمنانو غفلت ته متوجه کوي او ددې ته مو هڅوي چې د موجوده حالت څخه د راوتلو لپاره په جهادي، علمي، دعوتي او فکري ډګرونو کې لا ډير کار او هر اړخیزو هڅو ته دوام ورکړو.
نو د جارح خنجر او زما قلم له لوست او ګټې څخه هیڅوک باید ځان بې برخې نه کړي، خپله یې هم باید ولولو او نور ته یې هم د مطالعې ترغیب ورکړو.
د لاندې لینک په کښېکاږلو سره کتاب خپل کمپیوټر ته ډانلوډ کولای شئ!

د لاندې لینک په کښېکاږلو سره کتاب خپل کمپیوټر ته ډانلوډ کولای شئ!

Download

اړوند نور مطالب او مجلې

دعدلی حقوقي محکمو داجراتو اصولنامه

salik

د عدلي محکمو اداري اصولنامه

salik

مجاهدینو ته د امیرالمؤمنین لارښوونې!

admin