دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
مورچل

د مورچل مجلې (۱۴۷)مه ګڼه چاپ شوه!


پداسې حال کې چې قطر – دوحه کې د اسلامي امارت د استازو او د ارګ په استازيتوب راغلي هیئت ترمنځ افغاني مذاکرات روان دي، د خبرو اترو د میز پرسر له مهمو بنسټیزو موضوعاتو څخه یوه هم د راتلونکي اسلامي نظام خبره ده، خو د مذاکراتو سره همهاله د ارګ ادارې په تبلیغاتي ډګر کې متدین ولس ته د اسلامي نظام پرخلاف د منحرفو افکارو خپرولو لپاره څرګند پروګرامونه، غونډې او مجلسونه دائر کړل.
د ارګ اداره د دغسې پروګرامونو په توسط غواړي د دیموکراسۍ ، بیان آزادۍ او د ښځو حقوقو تر مطلقو او مبتذلو شعارونو لاندې اسلامي نظام ته ترهګري ووايي، د خلکو اذهان اختلال او د راتلونکي اسلامي نظام پرخلاف متدین ولس ته تشویشونه ایجادکړي.
د مورچل نوې ګڼه داسې مهمو پوښتنو ته .. چې ولې کابل اداره د اسلامي نظام پرخلاف منحرفې څرګندونې او خپرونې کوي، کوم ډول باعزته سوله غواړي؟ اسلامي نظام ولې ترهګري بولي؟ په ټولنه کې د علماوو پرخلاف څه ډول کمپاین او پروپاګند کوي؟ د یوې محوري موضوع په توګه ځوابونه وايي.
له نیکه مرغه د مورچل لسمه پرلپسې ۱۴۷ مه ګڼه کې تازه له مهمو علمي ، جهادي ، سیاسي لیکنو او ادبي تحلیلونو سره په خورا عالي صحافت او غوره اوډون له چاپه وتلې، مینه وال دې يې له اړوندو مراجعو ترلاسه کړي.
(اداره)

لاندي تصویر باندې کلیک وکړئ، مورچل مجله همدلته مطالعه او خپل کمپیوټر ته ښکته کولای شئ!
[dflip id=”1802″ type=”thumb” ][/dflip]
همداراز د دغه لینک له لارې هم مجله ډاونلوډ کولای شئ!

اړوند نور مطالب او مجلې

د مورچل مجلې (۱۳۳)مه ګڼه چاپ شوه!

admin

د مورچل  مجلې (۱۱۳)مه ګڼه چاپ شوه

admin

د مورچل مجلې (۱۳۲) مه ګڼه چاپ شوه!

admin