دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
شهامت

د شهامت ۸۴ یمه ګڼه له چاپه ووته!

شهامت د افغانستان او نورې نړۍ دحالاتو او وضعیت ته په کتو ګڼې سیاسي، تاریخي، علمي او اجتماعي مطالب په وزینو پاڼو کې لري.
له نیکه مرغه د شهامت مجله په خپل چاپي بهیر کې پرلپسې ۸۴ یمه ګڼه ، په تازه مطالبو ، ګرمو موضوعاتو او محتوی او عالي چاپ او سکښت سره له چاپه باسي.
په نوې ګڼې کې د افغانستان اسلامي امارت د مرستیال الحاج خلیفه صاحب ملا سراج الدین حقاني لخوا زندانیانو ته هغه ارزښتناکه وینا هم راوړل شوې چې د دوحې د تړون په اساس راخلاص شویو زندانیانو ته القاء شوې وه.
همدا راز د پتمنې خور ښاغلې حنیفه زاهد سره مرکه شوې، کومې چې له ډېره وخته په خپلو زرینو اشعارو سره د متدینو خویندو او جهاد پال ولس احساسات تل ويښ او بیداره ساتلي او لا هم د ټولنې د اصلاح لپاره غواړي چې څه ولیکي…!!
د نوې ګڼه مهم عناوین په لاندې توګه دي:
 د مرموزو وژنو او د كابل ښار دننه د غلاوو او چور طراح څوک دی؟
 د یونیسیف او طالبانو د معاهدې اهمیت او څرنګوالی !
 هنوز فرصت تغییر است
 د کابل رژیم عسکر؛ ولې وسلې او مهمات پلوري !!
 په کابل کې موډلینګ پر افغاني کلچر ناروا تېری
 جهـاد عشقی، بهـانه‌ای دیگری برای شکنجه‌ی مسلمانان هنـد
 د مشورې شرعي اهمیت اوحیثیت!

د یادونې وړ ده چې شهامت د رسنیز ډګر هغه جهادي، علمي اومطبوعاتي شهکار دی چې پښتو او دري کې د ګران هيواد روان سياسي وضعيت څېړي او هیوادوالو ته د پردیو شومو اهدافو په وړاندې د اسلامي امارت پالیسي روښانه کوي، دځوان کهول ( نسل) د استعدادونو روښان فکر او اسلامي روزنې ته اهمیت ورکړي. (اداره)

د شهامت تازه ګڼه له دغه ځای څخه ښکه کړئ

اړوند نور مطالب او مجلې

د شهامت ۸۱مه ګڼه له چاپه ووته!

admin

د شهامت ۷۸ یمه ګڼه له چاپه ووته!

admin

د شهامت ځانګړې (۸۶)ګڼه چاپ شوه!

Habibullah Helal