دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې

په ملکي تأسیساتو کې سنګرونه د چا دي…!؟

موسی فرهاد

دا شل کاله کیږي چې په وطن کې مو ملکي تلفات ادامه لري، خو کله چې هم داسې پېښه رامنځته شي، چې ملکي وګړي او عامه شتمنۍ پکې زیان وویني، د کابل د رسنیو پر مخ، د بشري حقونو پر کاغذ او د یوناما د دفتر په راپور کې ضرور دا ټکی لیکل کیږي، چې د ملکي تلفاتو ۹۹٪ سلنه د طالبانو لخوا، ٪۱ فیصد د کابل ادارې لخوا او ۰٪صِفر سلنه د ناټو لخوا رامنځته کیږي.

بیا چې پوښتنه وسي، چې دا خو د بمبار په نتیجه کې شوې، پر دې خو د لرې واټن هاوانونه توغول شوي، دا خو په چاپه کې شهیدان شوي، دا خو د سي آی ای د صِفر۴،۳،۲،۱ … قطعاتو په ځانګړو عملیاتو کې رامنځته شوي، دا کلینیک، دا مدرسه، دا مسجد، دا پُل او دا کور خو په عملیاتي بمونو الوځول شوي،،، او دا کار خو یو هم د طالبانو نشي کیدلای، نو بیا ولې د دې ټولو حوادثو پړه پر طالبانو اچول کیږي؟

دوی په جواب کې وایي، مسئول یې ځکه طالبان دي چې له دې ځایونو نه طالبانو پوځي سنګرونه جوړ کړي وي، حالانکه سنګرونه خو طالبان بیخي لري نه، هغوی خو چریکي بریدونه کوي او پر خپله مخه ځي، ثابت سنګرونه او بیسونه خو یوازې ناټو او د دوی کورني ملاتړي لري او د کابل چارواکي هم همیشه د طالبانو په وړاندي د خپل شکست توجیه په دې ډول کوي، وای طالبان خو ثابت او مالوم ځای نلري، وای له پاکستانه راځي بریدونه کوي او بېرته ځي. وای ځکه یې موږ نشو په نښه کولای.

نو ظاهره خبره ده چې د طالب له سنګرونو نه د چارواکو مطلب دا دی چې هغوی (طالبان) د خلکو په کورونو کې ډوډۍ خوري، په مسجد کې لمونځ کوي، په کلینیک کې تداوي کوي، په مدرسه کې زده کړې کوي، پر پله یوه او بله خوا اوړي را اوړي.

د دوی د دې استدلال په آساس، ناټو او کورني ملاتړي یې مجبور دي؛ چې پورتني هدفونه په نښه او پړه یې د یوناما او بشري ټولنو په راپورونو کې په طالبانو پسې ثبت کړي.

د کابل رسنۍ هم همدا پروپاګند په نامسئولانه شکل په شد و مد سره پبلېش کوي. وایي د طالبانو د جګړو له امله ملکي تلفات اوښتي او زیات شوي دي. زه دا نه ردوم چې د طالبانو په بریدونو کې به ملکي تلفات بیخي اوښتي نه وي، مګر دومره چې دښمن یې ورپسې تړي، هغه د پورتني فورمول له مخې پسې لیکي.

کنه اصل حقیقت موږ او تاسو له دې لاندینۍ بېلګې څخه ښه معلومولای شو، چې ملکي تأسیسات څوک د سنګر په ډول کاروي؟ د وړمې ورځې خبر دی، طلوع تلویزیون نشر کړی، وای (د بلخ ولایت د دولت آباد ولسوالۍ ملکي روغتون له یوې میاشتې راهیسې د طالبانو د ګواښ له امله تړل شوی دی).

ښه، هغه څنګه ؟!

داسې چې د یاد روغتون مشر غوث الدین انوري وایي، چون د دولت آباد ولسوالۍ په روغتیایي مرکز کې افغان ځواکونو پوسته جوړه کړې، له همدې امله طالبانو د دغه کلینک ډاکټرانو ته خبرداری ورکړی، ترڅو چې دولتي ځواکونو له روغتونه پوسته لرې کړې نه وي؛ تاسو هم روغتون ته د وظیفې او کار لپاره مه ځئ!

د انوري په وینا، د یاد روغتیايي مرکز ټول ډاکټران د لېندۍ له لومړۍ نیټې راهېسې خپل کار ته نه دي تللي.

د دولت آباد ولسوالۍ اوسېدونکي اوس خپل ناروغان د مزارشریف حوزوي روغتون ته په ډېر لوړ قیمت او ډېرو مشکلاتو سره رارسوي، دوی وایي چې د ولسوالۍ د روغتون په تړل کېدو سره له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د طلوع د خبریال په وینا، ۴۵ کلن غلام سخي چې د دولت آباد اوسیدونکی دی؛ لوی پټو یې پرځان را تاو کړی او د یخنۍ له کبله رېږدي؛ هغه وایي: « موږ ډېر په تکلیف یو، یو موټر په درې تر څلور زرو کرایه نیسو».

په دې لړ کې د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند، عادل ‌شاه وايي: « د روغتون سره جوخت د دفاعي ځواکونو یوه پوسته شته، البته د عملیاتو لپاره جوړه شوې، چې عملیات ختم شي، پوسته به له هغه ځایه نقل شي.

د راپورونو له مخې، شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې طالبانو د مزار ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو یو مرکز د موټربم په وسیله له منځه یووړ او ګڼ شمېر پکښې ووژل شول؛ له هغه وروسته ځانګړي ځواکونه دغلته نژدې د څارویو کلینیک په یوه تعمیر کې چې د ملکي روغتون سره جوخت و؛ ورنقل او هلته ځای پرځای شول.

د طالبانو عکس العمل:

سره له دې چې یادو ځواکونو دا پوسته د طالبانو پرضد د عملیاتو لپاره جوړه کړې، خو طالبانو دا پنځه میاشتې له دې امله برید نه دی ورباندي کړی چې دوی په ملکي روغتون کې مېشت دي، په برید سره به ملکي خلکو ته زیان ورسیږي.

له همدې امله طالبانو تر دې حده زیار ایستلی، چې ډاکټرانو ته یې خبرداری ورکړی چې که عسکر له روغتونه نه وځي؛ نو تاسو تر یو وخته پورې کار بند کړئ.

اوس که په دې کلینیک کې طالبان میشت وای، نو د کابل ګوډاګي رژیم به وختي لا هغه بمبار کړی وای او پړه به یې هم پر طالبانو اچولې وه، د رژیم اړوند خواخوږو رسنیو به لویه ډرامه ترې جوړه کړې وه؛ چې ګویا کلینیک د طالبانو له وجې بمبار شوی، ځکه چې په وینا یې طالبانو پکې پوسته جوړه کړې وه.

لکه همدا اوس چې د عسکرو د پوستې له وجې روغتون بند دی، بیا هم طلوع رسنۍ لیکلي: یاد روغتون د طالبانو له لاسه تړل شوی.

سره له دې چې طالبانو د ملکي خلکو د حفاظت په خاطر تر اوسه برید نه دی باندې کړی، بیا هم د کابل رسنۍ پرته له دې چې د ملامتۍ ګوته، ملامت اړخ ته ونیسي؛ په ړندو سترګو پړه پر طالبانو اچوي.

د بلخ د روغتون پېښه یوه نمونه ده، بلکې په سلګونو داسې مثالونه شته، چې دولتي عسکر له ملکي تأسیساتو د سنګرونو کار اخلي. د کندهار په ژړۍ کې، د روزګان په دهراود کې، د زابل شاه جوی په بازرګان کې، د لوګر په برکي برک کې، د غزني په دهیک کې، د بلخ په دولت آباد  او یو شمېر نورو ځایونو کې په ښکاره ډول دولتي عسکرو په ښوونځیو او یا کلینیکونو کې پوځي سنګرونه نیولي دي.

خو د دې باوجود، تور پر مجاهدینو تړل کیږي؛ چې هغوی له ملکي تأسیساتو جنګي استفاده کوي. په همدې نامه یې هر ځای بمباروي. د کابل رسنۍ، یوناما او د بشري حقونو دفترونه د ګوډاګي رژیم دغه ناروا کړنې او ناروا پروپاګند باندې هېڅ اعتراض نه کوي، بلکې د ملامتي ګوته یې همېشه مجاهدینو ته نیولې وي.

آیا دا کوم عدلي، اخلاقي او بشري انصاف بلل کیدای شي ؟؟!!

پای ………!!

اړوند نور مطالب او مجلې

د تړون نه تنفیذ به سیمه او نړۍ دواړه بې ثباته کړي

Habibullah Helal

راتلونکی افغانستان او زموږ مسؤليت

Habibullah Helal

هو! مسلمانان! اسراییل ننګولی شي… خو…!!!

Habibullah Helal