دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې

که جوبایډن! د جګړې د اوږدولو پرېکړه وکړه!!

ارمان

په امریکا کې د ټرمپ د شکست وروسته د دیموکرات ګوند «جوبایډن» د نوي ولسمشر په حیث لوړه وکړه، د بایډن په ولسمشر کیدو سره د نورو ترڅنګ د کابل اوسني لاسپوڅي حکومت سره دا هیله پیدا شوې ده، چې ګواکې هغه (بایډن) به د افغانستان اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د خارجي ځواکونو د وتلو او د اشغال د پای ته رسیدو په اړه د دوحې هوکړه لیک لغوه اعلان کړي، په بل تعبیر یعنې د کابل رژیم هیلمن دی چې د امریکا نوی ولسمشربه د افغانستان روان اشغال ته د نور طول ورکولو لپاره په افغانستان کې یرغلګر ځواکونه پاتې کړې او په دې توګه به د لاسپوڅي رژیم پردېپالو چارواکو ته د افغانانو د رګونو څخه د وینو زبېښلو نور فرصت او چانس په لاسو ورشي.

بیشکه! د امریکا نوی ولسمشر به دا واک ولري چې هغه د خپل وړاندیني حکومت په کړو وړو باندې بیا کتنه وکړي او په اړه یې نوې سپارښتنې او واړندیزونه را مخته کړي، خو دا هم حقیقت دی او ضرور به یې د امریکا نوي ولسمشر او کابینې ته ادراک وي چې په افغانستان کې د دوی لخوا د ځواک کارولو ټولې حربې او وسلې ناکامه شوې دي او د هغه وروسته پخپله د دیموکرات ګوند لخوا د پخواني ولسمشر بارک اوباما په دوره کې امریکا د طالبانو سره د مذاکراتو لړۍ شروع کړه چې هغه د ټرمپ په دوره کې د اوږدو چنو وهلو وروسته د افغانستان اسلامي امارت او متحده ایالاتو ترمنځ د اشغال پای ته رسولو د هوکړه لیک په لاسلیکولو منتج شوه.

بله دا چې د سیاسي کتونکو په اند: د امریکا ځواکونه به هسې هم یوه ورځ نه، یوه ورځ ضرور له افغانستانه وځي او امریکا به د اشغال نه لاس په سر کېږي،  ځکه چې هیڅ  یو جنګ د نامعلومې زمانې او لامحدودې مودې پورې غځول کیدای نشي او نه کوم  هیواد کولی شي چې هغه یو بل هیواد تر لامحدودې مودې د خپلو  پوځي هډو د مرکز په توګه استعمال کړای شي.

او بیا د افغانستان پشان یو هیواد چې هلته د نړۍ ډیرو یرغلګرو او جارح ځواکونو په دې ارمان باندې خپلې ککرۍ خاورې کړې، چې هغوی افغانان د خپلو ځانو لپاره غلامان ګرځول او تر اوږدې مودې یې پرې د حکومت کولو خوبونه لیدل، او همدغه تراخه غوړپونه امریکایي یرغلګرو ځواکونو له تیرو شل کلو راهیسې  وڅکل او دلته یې د لوی شمیر ځواکونو ککرۍ په دې ارمان خاورې شوې چې څو افغانان د ځان غلامان وګرځوي، لیکن افغانانو هغوی ته د خپلو سرونو په کوپړیو کې اوبه ورکړې، ورته داسې د عبرتونو څخه ډک سبقونه یې ورکړل چې د امریکا راتلونکي نسلونه به یې تل یاد ساتي او بیا هر کله چې په افغانستان او افغانانو باندې د یرغل نوم اخلي نو ورباندې سل ځله به سوچ کوي.

نو په دې وجه د امریکا نوی حکومت او ولسمشر دې هم په ښه زور او زیر سره  د افغانستان او افغانانو د میړانې او قهرمانۍ پخوانی او اوسنی تاریخ ولولي او په خاصه توګه د تیرشل کلن تاریخ پاڼې او یاداښتونه خو دې په ښه غور سره ولولي، چې دلته دوی په دومره اوږده موده کې څه ترلاسه کړل؟ او څه یې وبایلل؟ ښکاره ده چې دلته د امریکا لاسته راوړنې په نشت حساب دي او کوم څه چې یې وبایلل، هغه ټولې نړۍ ته معلوم او ښکاره دي او تر ټولو لوی یې دا دی چې نن ورځ امریکا هغه د ۲۰۰۱ زکال امریکا نده پاتې، د ځواک او غرور ټول زور یې اوبه شوی دی، اقتصاد یې د رکود سره مخ شوی دی، په نړۍ کې یې اعتبار او موقف ته زیان رسیدلی دی، نو که بیا د امریکا نوی حکومت د سرتمبګۍ نه په کار اخیستو سره دلته د جګړې طولاني کولو فیصله وکړي، دا به  د امریکایانو د تیروتنو او اشتباهاتو یو بل کرکرجن تسلسل وي او په دې سره به نړۍ کې د امریکا دوه مخي نوره هم ښکاره شي او هم به د امریکایانو اعتبار او باور ته په نړۍ کې دروند زیان ورسي، پریمانه پیسې او وسلې به یې د جګړې د لمبو خوراک شي او په زرګونو نور عسکر به یې په جګړه کې مړه او ټپیان شي چې له امله به یې بیا خامخا امریکا له افغانستانه د وتلو پریکړه کوي او په خجالت اوشرمندګۍ سره به تیښتې کولو ته اړ کېږي. نو معقوله داده چې کله سبا امریکا لکه د ویتنام په ډیره شرمندګۍ او خجالت سره په تیښته د ځان ویستلو هڅه کوي، ښه داده چې نن د دوحې  هوکړه لیک نه په استفاده او ورته په احترام لرلو سره پرته د کوم ډار و بیم نه خپل پاتې عسکر وباسي او په اړه یې د ټرمپ تګلاره تعقیب کړي او هیڅکله دې د کومې نوې پریکړې یا سیاست غوره کولو جسارت نکوي.

اړوند نور مطالب او مجلې

اتم تلین یې له یوه مستند تاریخ سره!

Habibullah Helal

د اقصى دفاع او ساتنه به یوازې دغزې مسلمانان کوي؟

Habibullah Helal

تور لیست

Habibullah Helal