دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې

سولې او شرعي نظام ته د طالبانو ژمنتيا او لېوالتيا !!

سعد كټوازی

اسلامي سياست په لنډ ډول پر ديني بنسټونو ولاړې، د وخت پر غوښتنو پوره او ښې حكومتولۍ نوم دی، دغه سياست/حكومتولي او د اسلام دين نه سره بېلېږي، هو ! په غربي فكر ولاړ جمهموري سياست چې دروغ، فريب، جعل او تزوير، بې دينۍ او…يې جوړوي؛ له دين او ديني بنسوټونو سره بشپړ په ټكر كې دی، عام ډول هم غرب/جمهوريت او اسلام دوه مضاد او يو له بل سره ټكر مفاهيم دي چې د هر يوه له يادولو سره دوهم د هغه د مضاد مفهوم په حيث زموږ ذهن ته راځي او د هغو پر بنسټ ولاړ سياستونه هم د مفهوم او تطبيق دواړو له اړخه يو د بل ضد دي، نو هغه چې د سياست پر نوم پېژندل شوی غربي سياست دی او رښتيا هم د اسلام له دين څخه بېل دی.

د اسلام او جمهموريت او د هغو پر بنسټونو ولاړو دوو جلا سياستونو ترمنځ د ياد ټكر او له دې امله چې په نږدې ماضي كې زموږ د ټولنې ځيني خلكو له غربي/جمهوري سياست پرته د سياست پرنوم څه نه پېژندل؛ ديني عالم/ملا او ديني طبقه يې له سياسي بصيرت څخه بې برخي تلقي كوله او داسي يې انگېرل چې سياست د ديني طبقې كا رنه دی، په دې مانا چې ترڅو ديني طبقې خپل رسالت پرېښودلی او دين ته يې شا كړې نه وي تر هغه وخته سياست نشي كولای، غافل له دې چې دغه طبقه خو په خپل رسالت كې او د شرعي نظام را وستلو خپل اسلامي سياست لري چې د بشپړتيا او غوره والي له مخې يې پر وړاندې جمهوري سياست هيڅ دی، په ټوله كې اسلام، اسلامي سياست او ديني طبقه لكه څرنگه چې د غرب، جمهوري سياست او سياستوالو ضد مفهوم تشكيلوي، همداسي د بشپړتيا له مخې غرب/جمهوريت په هغه توپير شاته هم پرېږ دي څومره چې يې سياست د اسلامي سياست په پرتله نيمگړی دی.

په داسي حال كې چې پر نړيواله كچه مسلمانان، ديني طبقه او متمدن اسلامي سياست يې په يوه او بله پلمه وروسته او له صحنې ايستل شوي او لا يې هڅې روانې دي، په ځانگړې چې سيكولرۍ ځپلي خلك سياست له دين څخه بېل او ديني طبقه د هغه له وړتيا بې برخي گڼي او په دې سره بشپړ سياست له دين او د ديني طبقې له لاسه باسي؛ طالبانو د خپل سفارت وژمه سياسي دفتر له ادرسه د ټولي نړۍ د جمهوري سياستونو پر وړاندې د خپل اسلامي سياست عملي خاكه وړاندې كړه او هرڅه يې د عمل پر ژبه ثابت او د نړۍ تر غوږونو ورسول.

طالبان چې په خپل جوړښت كې خورا فعال او له گڼو وړتياوو برخمن اشخاص لري، د دې په ضمن كې يې بشپړ غربي سياست هم ننگولی او پر هېواد د هغه د تپل شوي غربي استعماري دولت چمچې چې اوس د جمهوريت او د هغه د لاسته راوړنو نارې وهي له هغو ټولو سره چې اسلام او سياست يې سره بېلول او يايې ديني طبقه له سياسته بې برخي انگېرله؛ د غربي سياست د خس او خاشاك په توگه شاته پرېښودلي او اوس پر سياست باندې پوهه خو څه چې د شرعي نظام د تعريف توان نلري او د پېژندنې لپاره يې روزنيزه كمېټه جوړوي ترڅو له طالبانو سره د بحث پر مهال يې اسره شي.

سولې او هر ډول تعهداتو ته ژمنتيا چې د اسلامي سياست مهمه برخه جوړوي طالبانو په عمل كې ثابته كړې، طالبانو د قطر دفتر او روسيه كې د غونډو، د ځيني هيوادونو په رسمي بلنه هلته د ډيپلوماټيكو سفرونو او د ځيني هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له استازو سره په دوحه كې د ليدنو كتنو له لارې د نړۍ گوټ گوټ ته د خپلې داعيې رسولو، د هغې په اړه يې پوښتنو او اندېښنو ځوابولو، تر ډېره يې په اړه هغوی ته قناعت وركولو او پر نړيوال سټېج ځان د يو سياسي ځواك په توگه مطرح كولو  (چې د سياست په ميدان كې خورا مهم گامونه دي) وروسته خپلې ټولي سياسي او ډيپلوماټيكي هڅې پر سوله او كړيو تعهداتو ته پر ژمنتيا متمركزې كړې دي.

په دې برخه كې له اشغالگرې امريكا سره ۱۸مياشتې پرلپسې۱۱ناستې ترسره كړې چې تېر كال كب مياشتې د ۱۰ مې د دوحې پر وياړمن او تاريخي تړون منتج شوې، ورپسې د هغه له مخې خو له اوږد ځنډ وروسته د (د طالبانو لخوا څو اضافي او د رژيم لخوا د حزب گوند۱۲۰تنه بنديانو په گډون) څه باندې۶۰۰۰دوه لوريزو بنديانو خوشي كېدو لړۍ بشپړېدل هم د سولې پر لور مهم گام و او په تعقيب يې له امريكا سره  د مذاكراتو پر دوام د دوحې د تړون پر اساس بين الأفغاني مذاكرات پيل شول چې د دوو مياشتو ځنډنۍ موده كې د مذاكرې د دوه لوريزې ايجنډا مېكانيزم او طرزالعمل چمتو كېدو وروسته دواړو اړخونو د ايجنډا ټكي يو له بل سره شريك كړل او پرې ژر او لنډ وخت كې بحث ته ټول افغانان سترگي پرلاره دي.

سولې او تعهداتو ته ژمنتيا چې د اسلامي سياست ځانگړنه ده؛ طالبان ترې په لوړه بيه ساتنه كوي، له هغه راسي چې دوی د سياست ميدان ته كوز شوي د سولې لپاره يې خورا زياتې او بريالۍ هڅې او هاند كړي، هر خوا يې منډې وهلې، له بې ساري زغم او حوصلې څخه يې پكې كار اخيستی، پرلپسې لوړې ځاني او مالي قربانۍ ور كوي او د دوحې د تړون توافقاتو ته په بشپړه توگه ژمن پاتې شوي چې پرې د لس مياشتې اوړېدو سره بيا هم يې ترې د مخالف لوري په اعتراف هيڅ تخطی نه ده كړې.

خو په مقابل كې يې غربي سياست بشپړ سرچپه او هڅې يې معكوسې دي، په دې مانا چې سولې او تعهداتو ته ژمنتيا پكې يواځي د شعار تر كچې ځای لري، د تېر څه باندې دوه كاله مودې مذاكراتي بهير په اوږدو كې اشغالگرو او د هغوی د لاس آله د كابل رژيم چارواكو د خپل غربي او جگړه ايز سياست له امله د سولې پر وړاندې د خنډونو ايجادولو خورا زياتې هڅې وكړې، پر ولس يې بوږنونكي جنايتونه او وحشتونه ترسره كړل او لا دوام ور كوي، كه له اشغالگرو سره د مذاكراتو پر مهال، كه له هغه را وروسته د دوحې تړون د توافقاتو په عملي كولو كې او كه اوس له بين الأفغاني مذاكرې سره هممهاله كوم سوله ضد هڅې شوې، خنډونه ايجاد شوي او ځنډ واقع شوی ټول د غربي سياست انځورگري كوي او د هغه له مخې شوي او روان دي.

په دې سربېره كړې ژمنې ماتوي او په ځلونو يې ماتې كړې هم دي چې د دوحې له تړون را وروسته له هغه د اشغالگرو تر۹۰۰زياتو مواردو كې سرغړونې، له پورته ياد شويو بنديانو وروسته زرگونه نور طالب بنديانو تر اوسه لا نه خوشي كول او له نړيوال تور ليست څخه د طالب مشرانو د نومونو ليري كولو موضوع د يادونې وړ دي، په ټوله كې اشغالگر او پرديپال فكري ملگري يې د سياست پر نوم د خپلو گټو په لاره كې له هيڅ څخه مخ نه گرځوي چې بيه يې هم ولسونه پرې كوي، افغان ولس چې د اشغالگرو او د هغوی د مزدورانو د سولې شعار كومې لوړې بيې پرېكړې له هيچاپټې نه دي او دا د غربي سياست واقعي انځور دی.

خو له ښه مرغه طالبانو د خپل سياست په لومړي سر كې لكه څرنگه چې لازم و ځان يې پر نړيواله كچه د يو منلي سياسي ځواك په توگه مطرح كړ ترڅو كه بيا پرې له هره اړخه فشار راته او يا ولس له ستونزو سره مخ كېده؛ له همدغه سياسي ځواك څخه په گټې اخيستنې يې ښه او په نره ځواب ووايي، همدا لامل به و چې طالبانو د دوحې تړون تر رامنځته كېدو له مذاكرې سره هممهاله اشغالگر ځواكونه ښه په خرپ كې ووژل، په كابل كې پر گرين ويلج پوځي اډه، پروان، كابل، وردگو، لوگر، غزني، پكتيا او… كې پر بهرنيو ځواكونو سرتېري بريدونه او بيا د ياد تړون پر اساس پر بهرنيو ځواكونو د بريدونو له درولو وروسته پر كورني دښمن د پخوا په څېر تندريز گوزارونه د يادونې وړ دي چې د سولې پروسې سره پر يو مهال له اسلامي سياست سره سم د ولس د انتقام ترڅنگ د سولې ډيپلوماټيكو هڅو په چټكتيا او برياليتوب كې هم د پام وړ نقش او رول لري.

خو په دې وروستيو كې د اشغالگرو او د هغوی روزل شويو پرديپالو استخباراتي كړيو يوې بلې حربې ته لاس اچولي،په كابل، بلخ او د هېواد گڼو نورو سيمو كې مرموزو وژنو، ترورونو او ترهې خپرولو زور اخيستی او له امله يې گڼ خبريالان، سياسي فعالان او د رژيم پخواني او برحاله غړي وژل شوي او د شمال ټلوالي، جمعيت او وحدت گوندونو دغړو په گډون ډېرو سياسي او مدني فعالانو او د رژيم چارواكو اندېښنې يې را پارولې او لاهم په داسي حال كې مخ پر زياتېدو دي چې له څو مياشتو راسي پټ او په دې وروستيو كې په ښكاره گڼ دولتي منسوبين او نور له هېواده وتلي او ياهم خوندي ځايونو ته يې پنا وړې او لا دوام لري.

په دې سره د پرديو استخباراتو روزل شوي پرديپال كه له يوې خوا د سولې پروسه مختل او له بندوبست سره مخ كول غواړي، له بل لوري ښايي د محدودو ټاكلو اهدافو په له منځه وړلو دا د ترهې گډولو هڅه هم وي ترڅو د راتلونكي او نوي افغانستان، ولس او نظام له ليدو يې بې برخې او مخكي له مخكې يې له هېواده وتلو ته اړ كړي او د اوبو په خړولو سره ځان ته هم د تېښتي پلمه او د اېرو پوزه جوړه كړي.

دا چې مرموزې وژنې، هدفي بريدونه، وروستۍ خونړۍ چاودنې او د نا امنيو او امنيتي گواښونو پر استدلال د هېواد پرېښودو لړۍ د همدې غربي او جگړه ايز سياست د پاليسيو زېږنده دي او د نوي اسلامي نظام، افغانستان او د افغانانو د خوښې واكمنۍ د راتلو په درشل لوړ كدرونه او د كار خلك د هېواد پرېښودو او د هغه له سيوري بې برخې كېدو ته اړ ايستل شوي؛ د اسلامي سياست له لارې د روانو وضعيتونو د مهارولو او مثبت بدلون تر بل هر وخت زياته اړتيا ليدله كېږي، همدا لامل به وي چې د هغو وگړو، كدرونو او اشخاصو پر وړاندې د طالبانو سياسي پاليسي نرمه او له ښو زېرو سره مله ده چې يادو گواښونو اندېښمن كړي او له هېواده د وتلو په اړه غور كولو ته اړ شوي.

طالبان چې د خپل ژور علمي او سياسي بصيرت پر مټ يې د هر وخت نزاكتونه، شرائط او غوښتنې پر خپل وخت درك كړې، د امكاناتو په تناسب يې ورته رسېدگي كړې او ځواب يې ورته ويلی، د بيا بيا عمومي عفوې له اعلانولو (چې له مخې يې په مياشتيني ډول د۱۲۰۰شاوخوا دولتي منسوبين ور سره يو ځای كېږي) وروسته يې تازه نويو تحولاتو او شرائطو ته پر كتو د عفوې او تسليمۍ اړوند جلب او جذب كمېسيون مشري هم د خپلې رهبرۍ كليدي غړي او مخكښ طالب مشر ملا امير خان متقي ته سپارلې چې ښايي دولتي منسوبينو ته د وژل كېدو ياهم له هېواده د وتلو د ښه او بې زيانه بديل په توگه د طالبانو غېږي ته د ورتلو پراخ چانس را منځته كړي.

په روانو وضعتونو او نزاكتونو كې چې افغان مظلوم ولس د څه باندې څلورو لسيزو بلا لرغونو هيلو او دردونو سره او لا هم د مرگ او ژوند ترمنځ په ډېره تلوسه د نوي افغانستان، شرعي نظام او خوښ راتلونكي د انتظار شېبې لنډوي، د جلب او جذب د مشر په توگه د ملامتقي ټاكنه سولې او شرعي نظام ته د طالبانو ژمنتيا او لېوالتيا ښيي، نوموړی چې هم خپله د كريزماتيك، جذاب او كشش وركونكي شخصيت څښتن دی او هم د نورو شخصيت پېژندنې او تر خپل منځ يې سره نږدې كولو ملكه لري؛ د پايلې په توگه يې د افغاني ټولني په هر اړخيز سياسي ليدلوري كې د غښتلي انسجام او همپالنې د ايجاد بنسټ رامنځته كولو او د روانو وضعيتونو د مديريت او كنترول په برخه كې د ډېر څه تمه ترې كېدای شي، په ټوله كې د ملا متقي جلب او جذب د ښې سياستولۍ، سوله ييز او روښانه راتلونكي يو ډاډ بښونكی پيغام له ځان سره لري.

اوس چې طالبانو په سياست كې د ديني طبقې عملي نقش ثابت كړی او د الله تعالی پر نصرت اشغالگر پر وتو دي، هغه سيكولرۍ او غرب فكرۍ ځپلي چې دين يې له سياسته بېل يايې سياست د ديني طبقې وړتيا نه گاڼه؛ اوس دا پوښتنې او اندېښنې را ولاړوي چې گنې ديني طبقه او طالبان د خپل سياست او حكومتولۍ په جوړښت كې د اقتصاد برخه نلري يا يې نشي غښتلې كولای، غافل له دې چې اسلامي سياست د حكومت او غوره حكومتولۍ پر يوه جامع تگلاره تعريف شوی او د بشري ژوند هيڅ اړخ او لوړه ژوره ترې نه ده پاتې، بلكې ټول را نغاړي او له مخې يې طالبانو تر اوسه هم اقتصادي ودې ته تر وسې پوره پاملرنه كړې، له نړيوالو هېوادونو سره يې د هغه په اړه اړيكې جوړې كړې، د بشپړ شرعي نظام له راتلو مخكي مخكي يې لا ورته كار كړی او د  هغه له را تلو وروسته به نور هم يادې اړيكې چټكې او ورسره هېواد د اقتصادي ودې پر لور گام پورته كړي ان شاءالله.

غرب فكره او سيكولران دا هم له ياده باسي او هم د نورو پام ترې اړوي چې د طالبانو د پخوانۍ واكمنۍ پر مهال افغان ولس د خپل برحاله اقتصاد په اړه كومه داسي جدي اندېښنه نلرله چې له امله يې د اولاد پلورنې، پر شرعي حرامو چارو، انسان تښتونو، قتلونو، غلاو، نشو او نشيي توكو، نامشروعو اړېكو او… لاس پوري كړي، البته د همغه اقتصاد د لا ښه كېدو لپاره يې شته امكانات پر كار اچولي وه او د نورو له مرستې مستغني او بې نيازه هم نه و او نه له هغه را وروسته تر اوسه پوري دی، خو د هېواد د اشغال په لومړيو كې د اشغالگرو له لوري دلته د اقتصادي ودې پر نغارو ځيني تېروتل او په حرص او لالچ كې يې كېوتل.دوی سادگي وكړه چې ښايي رښتيا هم د طالبانو د واكمنۍ تر سوله ييز افغانستان دلته د اشغال او جگړې په سيوري كې اقتصاد ښه شي؟؟ خو بيا  چې د اشغالگرو د دغه خيالي اقتصادي ودې او موږ خوړلي لالچ كومې بيې موږ پرېكړې نكل يې اوږد او بيا هر چاته مالوم هم دی چې تر اوسه لا يواځي د همغو څو پرديپالو هوسونه نه دې ماړه چې خپلي گټې په جگړه كې خوندي گڼي، د همدې لپاره يې سوله ييز افغانستان او شرعي نظام ونړول، لا نور هم د همدې هوس په پار د جگړې د دوام او سولې د مخنيوي هڅې كوي، نو اوس ولس بيا ځل هماغسي لكه چې اقتصادي وده يې د جگړې په سيورې كې اټكل كړې وه؛ د غرب ځپلو په پارونه ونه غولېږي او د بشري ژوند ټولو برخو ته د اسلامي سياست رسېدنه او له هره اړخه يې پوره والی او بشپړتيا نا لېدلې ونه نيسي

اړوند نور مطالب او مجلې

از فراز سنگرها؛ جالب کتاب چاپ شو

Habibullah Helal

نومیالی لیکوال او د خواله رسنیو فعال قاري سعید خوستی له څرک سره په مرکه کې:

Habibullah Helal

د دوحې تړون ماتول ځانته د قبر کیندل دي ؟!

Habibullah Helal