دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې

امریکا دې، د دوحې تړون ژمنې پوره کړې!

د شهامت مجلې سرمقاله

هو! یو کال وړاندې د قطر هیواد په پلازمینه (دوحه) کې د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي دفتر او د امریکا  متحده ایالاتو د حکومت ترمنځ د اشغال پای ته رسولو  په باره کې یو تاریخي هوکړه لیک لاسلیک شو. په کوم کې  چې  د امریکا متحده ایالاتو حکومت د اشغالو پای ته رسولوپه برخه کې لاندې مهمې ژمنې وکړې  چې:

له افغانستانه به خپل ټول ځواکونه وباسي.

بندیان به ازادوي.

او تورلیست نه به د اسلامي امارت د غړو  نومونه  وباسي.

که څه هم تردې مهاله دیادو مسؤولیتونو په سرته رسولو کې امریکا ځیني مثبت ګامونه هم  پورته  کړي دي، لکه  خپل لوی شمیر عسکر ویستل،، ډرونه بریدونه او شپیني عملیات بندول او د دواړو غاړونه  شپږ زره بندیان ازادول او همدا راز د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره زمینه برابرول، دا هغه پرمختګونه اولاسته راوړنې یادیږي چې د یاد هوکړه لیک دلاسلیکولو محصول ګڼل کېږي خو پردې علاوه په هوکړه لیک کې د نورو یادو شو یو شمیر ژمنو په پوره کولو کې یې هغسې چې لازم وه  اوده  امریکا خپل  پوره مسؤولیت ندی اداء کړی.

د بندیانو  خوشي کولو په لړکې که څه هم  تردې مهاله د امریکا په مټو  د ولاړې کابل ادارې لخوا  پنځه زره طالبان او د افغانستان اسلامي امارت لخوا دکابل ادارې زر تنه بندیان خوشي شوکړای شوي دي، خو پردې علاوه لا تراوسه هغه اووه زره نور بندیان ندي خوشي کړای شوي، دکومو خوشي کولو په اړه چې امریکا د دوحې  په تړون کې ژمنه کړې وه حال داچې  د هغوی  کورنۍ او خپلوان په ډيره  ور خطایي سره د هغوی د خوشي کولو منتظر دي  .

 همدا  راز امریکا ژمنه کړېوه چې  د۲۰۲۰ زکال د می ۱۷ مې نیټې پورې  به تورلیست څخه د افغانستان اسلامي امارت دغړو نومونو  د ویستو کوښښ کوي، خو  تردې مهاله  نه  د تورلیست نه  دافغانستان اسلامي امارت  د غړو نومونه وویستل شول اونه پرهغوی باندې  لګیدلي  بندیزونه او قیوادت  لغوه شول کوم چې دپخوا په څیر  هغسې په تورلیست کې پاته دي او  دا  د دوحې تړون  د کړو  ژمنوڅخه د تخلف او ورباندې دنه عمل ښکاره  بېلګه  ده.

هر چې په ا فغانستان اسلامي امارت پورې  د ژمنو پوره  کول اړه لري ،تراوسه داسې شواهد او قراین شتون نلري چې وښيي امارت کومې د اسې ډلې یا فرد ته  په افغانستان کې دشتون  اجازه  ورکړې ده چې  هغه د امریکا متحده ایالاتو امنیت ته ګواښ دی! او نه  په راتلونکي کې  به چاته  اجازه  ورکړې چې هغه دې د امریکا او یا د هغې د متحدینو امنیت ته ګواښونه پیدا کړي.

نوغرض دا دی  چې  د افغانستان اسلامي امارت دکړو ژمنتیاوو څخه  یو ادنی تخلف هم ندی کړی،  تردې چې  دوحې تړون د ژمنو پوره پلي کولو په موخه یې د تیر یوکال راهیسې لوی  جنګي عملیات او  بریدونه متوقف ګرځولي دي څو مقابل جهت ته دتړون د تخریب او ماتولو بهانه په لاس ورنشي، چې دا کار  د سولې اوثبات  دټینګښت په برخه کې داسلامي امارت د صادقانه عزم او قوي ارادې ښکارندوي کوي.

نو ښه داده چې  امریکایان د دې پرځای چې  اسلامي امارت ته د پړې ګوته و نیسي، باید هغوی پخپله ذمه اخیستې مسؤلیتونه سرته ورسوي، دا چې په وروستیو کې امریکا کې د سیاسي بدلون راتلو  وروسته د رسنیو په قول: دامریکا نوی ولسمشر غواړي د دوحې په تړون باندې بیا کتنه وکړې او نوې ارزونه یې وکړې  د سیاسي چارو کتونکو په اند: دامریکا  دحکومت لخوا د بیاکتنې یا ارزونې دغه اراده ترډېره  مجهوله ده، ښکاره نده  چې امریکا دکومې اړتیا له مخې  غواړي په تړون  بیا کتنه وکړې؟ هو! که امریکا غواړي چې دا ځانته معلومه کړي چې په هوکړه لیک باندې  څومره عمل شوی دی او څومره نقض شوی دی ؟ نو دا بیا پرځای ګام دی، زکه هغه وجوهات اولاملونه پیژندل پکار دي دکومو له امله چې  د تړون په  ژمنو باندې عمل د ځڼد او خنډ سره ښکاردی.

اوکه ورباندې بیا کتنه د یاد  تړون د لغوه کولو مفهوم  و لري نو دا کار به نه یواځي په افغانستان او منطقه کې دامریکا اعتماد ته زیان ورسوي بلکې دا ګام به  په نړیوال ډګر کې هم  دامریکا لپاره  یو اخلاقي شکست  ثابت شي او له دې وروسته به  په نړۍ کې  دامریکا سیاسي اعتبار زیات  ټکان وخوري او هم به یې  د نړیوالو ترمنځ  په قول او عمل کې  شته تضادات نور هم  را بربنډ شي،ورته په کتو به بیا څوک دیته زړه  ښه نکړي چې  کیني دامریکا سره دي  د سیاسي ستونزمنو قضایاوو د حل و فصل په موخه دغه ډول هوکړې لاسلیک  بامعنی ګام وبولي، هرڅوک به دامریکا د قول، کردار او عمل ترمنځ د تضاد واټن په  لیدو امریکا باندې نورهم بې باوره شي او په راتلونکي کې به یې سیاسي رول  او کر دار ته نړیوال د لا  شک اوفریب  په  نظر سره وګوري.

اړوند نور مطالب او مجلې

د څلورو څلور تمې!

Habibullah Helal

د شمال لویدیځو ولایتونو له جهادي مسئول محترم مولوي عبدالکریم جهادیار سره د مورچل مجلې مرکه

Habibullah Helal

د دوحې تړون دی! چې روښانه راتلونکی تضمینولای شي

Habibullah Helal