دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې

که امریکا تړون مات کړ! څه به ترلاسه؟ او څه به له لاسه ورکړي؟

م: شمس الدین منصور

بسم الرحمن الرحیم
الحمد الله رب العالمین والصلوة والسلام علی خیر خلقه سیدنا و مولانا محمد وعلی اله وصحبه اجمعین و علی من تبعهم باحسان الی یوم الدین
وبعد!
د دې تاریخي، علمي او سیاسي تحلیلي مجلس درنو ګډونوالو ورونو!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
خوښ یم چې ما نه وړاندې څو تنو د علم،تحقیق،سیاست او فرهنګي میدان محترمو شاه سهورانو او مخکښانو ورونو پخپلو با محتوا عالمانه مقالوکې په یولړ مهمو موضوعاتوباندې ښه په بصیرت سره فاضلانه اوعالمانه رڼاواچوله او ډېرګټور علمي مفاهیم اوجامع معلومات یې وړاندې کړل چې هغوی ته د څښتن تعالی څخه مزید سیاسي بصیرت او دعلمي ترقۍ توفیق غواړم.
قدرمنو ورونو!څنګه چې تاسوته بهتره معلومه ده له نن څخه یوکال وړاندې یعنې د۲۰۲۰زکال دفروري په ۲۹مه نیټه چې دکب دلسمې نیټې سره سمون خوري زموږ د ګران هیواد (افغانستان) نه د اشغال دخاتمې په اړه د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي دفتر استازو او د امریکا متحده ایالاتو د حکومت استازو لخوا داسلامي اوعربي هیواد( قطر) په پلازمینه( دوحه) کې د نړیوالو په حضورکې یو تاریخي هوکړه لیک لاسلیک شو، دکوم په ترڅ کې چې تردې مهاله په زرګونو امریکایي عسکر وتلي اوهم د دواړو لوریو څخه د۶ زره نه زیات بندیان ازادشوي دي.
یقیناً افغان ولس لره یاده هوکړه له دې پلوه د ډاډ وړ وه؛ اوده؛ چې د زرګونو امریکایي عسکرو په وتو اود زرګونو بندیانو په ازادیدو سربیره له امله یې په هیواد کې شپیني عملیات ودریدل، د ډرون بریدونه بندشول او دافغانانو ترمنځ بین الافغاني مذاکرات هم پیل شول.
البته افغان ولس به هغه مهال پوره ډاډ ترلاسه کړي چې کله دیادې هوکړې دژمنې سره سم دروان ۲۰۲۱ زکال د می میاشتې ترپایه دامریکایي عسکرو په ګډون هیواد کې میشت ټول بهرني ځواکونه افغانستان تخلیه کړي او بیرته خپلو، خپلو هیوادونو ته ستانه شي.
هو! دتیر یوکال په دوران کې که څه هم دامریکایانو له لورې د یاد تړون دژمنوڅخه تخطۍ او سرغړونې هم ډیرې وې بیا هم افغان ولس له دې پلوه ورته خوشبین و اودی،چې د۱۴ میاشتو وروسته به که خدای کول افغانستان د بهرني اشغال له سلطې څخه په وتلوبیا دازادۍ ساه واخلي او افغان ملت به دنړۍ د سیالو ملتونو او ولسونو ترمنځ بیرته خپل بایللی برم او مقام ترلاسه کړي.

ایا د افغانستان اسلامي امارت دوحې ته ژمن دی؟
اوس دا چې د افغانستان اسلامي امارت د دوحې په تړون کې له خپل اړخ نه په کړو ژمنو او تعاهدونو په ماضي کې څومره ژمن پاته شوی دی؟ اوپه راتلونکي کې ورته څومره ژمنتیا لري؟او د رعایتولو یا تطبیقولو په لړکې یې تر کوم حده خپل دیني او اخلاقي مسؤلیت احساسوي؟ او درعایتولو په اړه یې نړیوالو او خپل ولس ته له خپل لوري نه څه ډول ډاډ اوباور ورکوي؟ بنأً ضروري بولم چې دلته د درنو دوستانو په وړاندې دافغانستان اسلامي امارت د مرستیال الحاج خلیفه صیب ( ملاسراج الدین حقاني حفظه الله) د وروستۍ وینا یو اقتباس کټ مټ ولولم:
الحاج خلیفه صیب حفظه الله وايي: د دوحې توافقنامې په جريان کې جناب شيخ صیب «اميرالمؤمنين حفظه الله» له خورا زيات دقت څخه کار اخيستی، په نظامي امورو کې مو هغه دومره مصروف نه دی ليدلی لکه په سياسي امورو کې.
که يوه معمولي جزيه او سطحي خبره هم وي، رهبري شوری ته یې راجع کوي او د رهبري شوری وروسته يې مشايخو کرامو ته راجع کوي له هغه وروسته چې کله په کامل اطمینان سره د شريعت له لابراتوار نه ووځي ؛ قطر دفتر ته يې ليږي.
او دا چې درګرده امريکايان له توافق نامې څخه سرغړونې کوي، مثلا: په يو ځای کې چاپه اچولې او په بل ځای کې بمبار کړی په دې اړه
شيخ صاحب حفظه الله وايي: موږ په شريعت منګولې لګولې دي، موږ ته د اسلام مقدس دين معتبر دی، د اسلام په ټول تاريخ کې چېرته هم مسلمانانو معاهدې ندې نقض او ماتې کړې ، بلکې کفارو لومړی معاهدې نقض کړې او ور څخه یې سرغړونې کړي دي، بيا هم که چېرې موږ دمجبوریت په وجه معاهده ماتوله نو په غدر او دوکه به یې نه ماتوو، څنګه چې ټوله دنيا مو د معاهدې لاس ليکلو پر مهال راجمع کړې وه، هغسې به بيا نړۍ راجمع کړو چې موږ په دغو ټکو( امریکا) له تا سره معاهده کړې وه، اوس چې تا ماته کړه زموږ لخوا هم د فلاني تاريخ څخه وروسته درسره ماته ده.
محترم خلیفه صیب وړاندې وايي:حاصل داچې فی الحال شيخ صاحب حفظه الله ټولو مسؤولينو او قوماندانانو ته دا هدايت او توصيه کوي چې د معاهدې کامل خيال او رعایت وساتئ.
خلیفه صیب دشیخ صیب حفظه الله له خولې دا هم وایي :که موږ لس ولايتونه په غدر یا دوکه فتحه کړو، دا زموږ لپاره کاميابي نه ده ، زکه چې الله تعالی پرې ناراضه کېږي او د اسلام او مسلمانانو تاريخ پرې داغدار کېږي.
دپورتني اقتباس الفاظ د دې ښکارندوی دي چې دافغانستان اسلامي امارت د دوحې په تړون کې له خپل اړخ نه د ټولو کړوژمنو د لحاظولو او تطبیقولو په اړه ښه روښانه مسیر او معقول سیاسي دریځ لري اوپه دې لړکې داسلامي شریعت مزاج (چې دعهد نقض نه زغمي) نه یواځي په کلکه توګه رعایتوي بلکې ساتنه یې خپله دیني فریضه اواخلاقي وجیبه هم بولي.
هرچې د بل جهت یعنې دامریکا د متحده ایالاتو دحکومت دریځ دی، تردې مهاله که څه هم رسماً سپینې ماڼۍ د یاد تړون د راتلونکي په باره کې واضح موقف یا دریځ ندی ښکاره کړی، البته یوشمیر نړیوالې رسنیو د بایډن ادارې چارواکو له خولې داسې راپورونه خپاره کړي دي چې ګواګې د امریکا د متحده ایالاتونو نوی ولسمشر او د هغه حکومت غواړي د دوحې د تړون له سره بیا ارزونه او کتنه وکړي لیکن ښکاره ده چې د افغان ولس مطلق اکثریت د دوحې په تړون کې هرډول ترمیم و تغیر کول افغانستان کې دجګړې او اشغال د غځولو په معنی تعبیروي او په ټوله منطقه اوسیمه کې د نورو نا امنیو اوبې ثباتیو د خورولو مردود جسارت اوبد پیغام ګڼي.
ولې پوهېږو! چې ځیني مغرضې کړۍ او ګوډاګیان په هیواد کې دامنیت وثبات ټینګښت خپلو شومو اغراضو لره دخطرزنګ بولي هغوی له وړاندې څخه دیته تیار په کمین کې وو او دي چې څو د جعلي دلایلو اوپلمو په تراشلو سره د دوحې تړون لغوه کړې او په افغانستان کې دامریکایي ځواکونو د اشغال موده نوره هم و غځوي .
هو! داشغال مودې غځولو په اړه د افغانستان اسلامي امارت موقف واضح اوجوت دی چې له افغانستانه دامریکا په ګډون دټولو خارجي اشغالګرو ځواکونو وتل د دوحې د هو کړه لیک اصلي روح او مهمه غوښتنه ده .
ورونو! موږ وینو چې یوشمیر رسنۍ د دروغو په خپرولو سره قصداً غواړي چې د دوحې تړون څخه د سرغړونو تورونه په اسلامي امارت پورې کړې حال داچې هغوی داسې شواهد اوقراین په لاس کې نلري چې وښيي چیرې اوکله دافغانستان اسلامي امارت د تړون څخه د تخلف مرتکب شوی دی تاسو وړاندې واریدل چې دتړون رعایتولو په اړه د امیر المؤمنین شیخ صیب حفظه الله دریځ قاطع دی چې د اسلام په ټول تاريخ کې چېرته هم مسلمانانو د معاهداتوپه ماتولو کې لومړیتوب ندی کړی،همیشه کفارو معاهدات نقض کړې دي او که کله ضرور ت پېښ هم شو نو هیڅکله به یې په غدر او دوکه کولو سره نه ماتوو.

که امریکا عسکر ونه باسي؟
پاتې شوه دا، که د امریکا نوی حکومت رښتیا هم د روان ۲۰۲۱ زکال د می میاشتې ترپایه خپل ځواکونه ونه باسي، نوپه پایله کې به امریکا څه ترلاسه کړي ؟ ایا خپل شکست به په بري باندې بدل کړای شي ؟ په دې اړه اړتیا ده چې ماضي ته په سر ورښکاره کولو سره معلومه کړو چې هرکله امریکا دغه ډول اشتبهات یا تیروتنې تکرار کړي دي په پایله یې کې څه ترلاسه کړي؟ اوڅه یې له لاسه ورکړي دي؟
کله چې په ۱۹۶۹ زکې امریکا د شمالي ویت نام پخلاف پراخه جګړه پیل کړه اوپه مقابل کې یې د شمالي ویت نام د مقاومت جبهې دامریکا په وړاندې خپل مقاومت پراخ اوشدید کړ، له زیاتې غوسې نه دامریکا د هغه مهال ولسمشر جانسن داکتوبر په ۳۱مه نیټه د قوي بمبارد حکم وکړ، د هغه مهال په تاریخ کې یې ترټولو زیات وحشتناک بمبارد شروع کړ، د کوم په ځواب کې چې د ویتنام جنګیالیو هم په ځوابي تندریزو بریدونو لاسونه پورې کړل،اوپه امریکایې پوځیانو یې دومره دقیق اوپرېکنده بریدونه ترسره کړل چې له ډاره یې دامریکایي پوځیانو مورالونه دومره پرېوتل چې هغوی به د جګړې د نوم اوریدو څخه هم ډاریدل، دیته په کتو د امریکا دننه د جګړې په مخالفت کې د خلکو یویو سیلاب راپورته شو،یواځي د نیویارک ښار په یوه لاریون کې پنځوس لکه خلکو د ولسمشر جانسن د پرېکړې پر ضد لاریون وکړ،تردې چې جانسن پخپل ولس کې دومره منفور اونامنلی شو چې په همدې کال د ولسمشرۍ په ټاکنوکې یې دګډون څخه ډډه وکړه ، د هغه وروسته ( رچرډ نکسن) دامریکا نوی ولسمشرشو، هغه چې کله واک ترلاسه کړ نوپه وړاندې یې لکه د بایډن پشان دوه لارې وې، یوه لار داوه چې دویتنام څخه خپل ټول پوځیان وباسي او دوهمه داوه: که دی هم دجانسن په پیروۍ کې دجګړې لارغوره کړي؟ دلومړۍ لارې یعنې دپوځیانو ویستو په پریکړه کولو کې یې اندیښنه درلوده چې څنګه لومړی امریکایي پوځي له ویتنام څخه ووځي ورسره به دامریکا د نړیوال (سپرپاورتوب) غرور مات شي او په نړۍ باندې به دامریکایانو دواکمنۍ کولو خوبونه وتښتي او د دوهمې لارې په غوره کولو کې ورسره د نورو تلفاتو اوزیانونو دزغملو اندیښنه وه چې هسې نه امریکایان به نور تلفات ورکول و نشي زغملی، بالاخر داوږده سوچ او غور وروسته یې دوهمه لاریعنې د جګړې د دوام پریکړه وکړه، ویتنام ته یې نورتازه دمي ځواکونه واستول دبماردونو سلسله یې نوره هم زیاته اوچټکه کړه، تردې پورې چې یواځي دویتنام په دوه مهموښارونو( هنویي، اوهایي فونګ)یې په یوولس ورځوکې دیولک نه زیات بمونه استعمال کړل، دکومو مجموعه وزن چې په هیروشیما باندې دتوغول شویو اتومي بمونو څخه پنځه واره زیات وو، دیته په کتو سره ولسمشر نکسن ویل: دومره زیاتو بمونو داستعمال وروسته د کوم قوم ژوندي پاته کیدل ناشونې دي او پاته لاداچې هغه دې ازادي ترلاسه کړې! لیکن څومره چې امریکا پخپل وحشت اوظلم کې زیاتوالی کاوه هغومره یې په وړاندې ویتنام کې مقاومت پیاوړی اوغښتلی کیده، تردې چې په ۱۹۷۳ زکې دجنوري میاشتې په ۲۷مه نیټه امریکا خپله ماتې اومنله او دخپلو پوځونو دویستلو اعلان یې وکړ په نړۍ کې تردې مهاله دا ویاړ هم دامریکا په برخه دی چې هغه دمقبوضه هیواد نه په زیاته چټکۍ سره دخپلو پوځیانو ویستو کې ساری نلري نوهغه مهال هم ایله دوه میاشتې تیرې وې چې د۱۹۷۳ زکال دمارچ په ۲۹مه نیټه دامریکا وروستی پوځي کنډک په ډیره بدرنګۍ سره له ویت نام نه ووت.
د ویتنام او افغانستان پرتلنه!
څنګه چې امریکا دویت نام په جنوب کې د خپل یو لاسپوڅي اوګوډاګي رژیم د شتون څخه دفاع کوله یا په بل تعبیر څنګه چې امریکا دویتنام په جنوبي برخه باندې خپل یولاسپوڅي رژیم تحمیل کړی و، په ورته شکل یې نن په افغانستان باندې هم جبراً یوه ګوډاګۍ اداره تحمیل کړې ده، څنګه چې دجنوبي ویتنام تپل شوی رژیم دویتنام دخلکو استازی او دهغوی د ملاتړڅخه برخمن نه و، په ورته توګه افغانستان باندې تپل شوې اداره هم دافغان ولس استازې او د ملاتړڅخه برخمنه اداره نده، څنګه چې په ویتنام کې داشغال پرمهال دویت نام دجغرافیې زیاته سلنه دازادي غوښتونکو په لاس کې وه، هغسې افغانستان کې دامریکایي اشغال په موجودیت کې دهیواد دجغرافیې زیاته برخه دافغانستان داسلامي امارت ترحاکمیت اونفوذ لاندې ده، څنګه چې دامریکا دننه دویتنام جګړې پخلاف خلکولاریونونه کول او دویت نام څخه یې دپوځونو دویستو غوښتنه کوله نن هم دامریکا دننه دامریکایانو زیاته سلنه دجګړې د دوام مخالفت کوي او ژرترژره دخپلو پوځیانو دبیرته ورستنیدو غوښتنه کوي.

یوه بله نکته !
درنو ملګرو !دلته یوه بله نکته هم دپام وړده، هغه دا چې امریکا اونړیوال باید دا وفهموي چې دافغانستان معروضي حالات د نورې نړۍ سره څه چې داسلامي هیوادونو د سیاسي حالاتو او د هغوی د ژوندانه د اسلوب سره هم توپیرلري، زکه دلته څلویښت کلنې جګړې افغانستان او افغانان د بېلابېلو ستونزو او مشکلاتو له زغملو سره روږ دي کړي دي که امریکا په دې تمه وې چې دفشارونو اویا جګړې په غځولو سره به افغانان نور د مقاومت زغم اویا حوصله ونلري او په مقابل کې به یې دوی بری ترلاسه کړای شي دا دافغانستان او افغانانو دمیړانې تاریخ نه د دوی ناخبرې ښيي نو زموږ مشوره دا ده چې د افغانانو تاریخ دې له سره بیا ولولي.

که امریکا امن غواړي!
بله داچې که واقعاً نړیوال په افغانستان اوسیمه کې امنیت غواړي، یا په بل تعبیر که امریکا اونړیوالوته په افغانستان او ټوله منطقه کې امنیت ارزښت ولري اویا دثبات او ټیکاوه سره علاقمندي و لري نو بیا دې دکوم ځنډ پرته امریکا د دوحې تړون دژمنو سره سم د روان ۲۰۲۱ زکال د می میاشتې ترپایه خپل ټول پوځیان وباسي او دافغان ولس دناپېیلې ازادۍ، خپلواکې ارادې او استقلال ترلاسه کولو احترام وکړي.

د افغانستان کنترولولو صلاحیت کوم جهت لري؟
داچې افغانان د اشغال د پای وروسته د نورو ناخوالو او نادودو په کوم بل ګرادب کې کینوزي افغانستان کې یو داسې کامیاب اوپیاوړي حکومت ته اړتیا ده چې هغه دافغان ولس د دین، فکر اوعقیدې نه د دفاع کولو ترڅنګ دافغانستان ملي خپلواکۍ او استقلال ساتلو ته هم ژمنتیا ولري هغه د افغاني پرګنو دعنعناتو اوملي ارزښتونو ته په احترام دافغانستان دننه د ملي وحدت د رامنځته کولو او دافغانستان دارضي تمامیت ساتلو ا هلیت، صلاحیت او قابلیت ولري اوس پوښتنه داده چې دومره اهلیت، صلاحیت او قابلیت څوک لري؟ښکاره ده چې هم هغه جهت یا لوری به د دې وړتیا، اهلیت، صلاحیت او قابلیت ولري کوم لوري چې په دوحه کې له امریکا سره دسولې هوکړه لاسلیک کړه، کوم چې پخپلو پرېکړو کولو کې پوره خپلواک، ازاد او دافغان ولس د قاطع اکثریت د ملاتړ څخه برخمن دی، کوم لوری چې دوحې هوکړه لیک کې دکړو ژمنو د پوره پلې کولو صلاحیت لري. نو اړتیاده چې نړیوال او امریکا دا واقعیتونه په پام کې ونیسي اود دوحې تړون دژمنو په عملي کولو کې د لیت ولعل څخه کار وانخلي او په دې دي ژور غور اوسوچ وکړي چې د دغه ډول علني ژمنو څخه تیښته، یا په اړه یې نړۍ ته دوکه ورکول به نړۍ ته کوم ډول پیغام ولیږدوي؟ د دې لپاره چې د نړۍ په هره برخه کې دامن او سولې لپاره کیدونکي کوښښونه رنګ راوړي اوپه نړۍ کې د خلکو د باور او اعتبار وړ و ګرځي دامریکا نوی حکومت دې د می میاشتې ترپایه افغانستان څخه د پوځونو ویستلو په لړکې د امریکاد پخواني دولت کړې ژمنې عملي کړي او هغو ټولو تعاهداتو اوژمنوته دې وفادار پاته شي په کومو باندې چې دکب د لسمې نیټې په ورځ د امضاشوي هوکړه لیک په متن کې دافغانستان اسلامي امارت او دامریکا د متحده ایالاتو ترمنځ توافق راغلی دی، زکه چې د پوځونو ویستل دشل کلنې بدمرغه جګړې په بل اورباندې داوبو شیندلو مترادف عمل دی او نه ویستل یې دشل کلنې جګړې په اورباندې دتیلو اچولو مترادف عمل دی موږ وایو امریکا دې په پوره هوښیارۍ سره د سولې او د جګړې دپای ته رسولو لپاره معقوله لاره غوره کړي، په پای کې که امریکایان د دوحې تړون لغوه کړې او د جګړې د دوام لاره کړې نو ورته د هیواد د لوی شاعر په ژبه وایم:
شکونه هیڅ ندي پکار په دریابي خاموشۍ
سمندر تل کې توپانونه تل ژوندي ساتي
دا زادۍ په شیرینۍ شیندې د وینو برسات
ناګار چې هرڅه کوي مینه فرهادي ساتي
له توجه څخه مو نړۍ مننه.

اړوند نور مطالب او مجلې

دټټنګ مدرسه کې کوچنیان حافظان په کوم جرم ووژل شول؟

Habibullah Helal

د دوحې تړون ماتول ځانته د قبر کیندل دي ؟!

Habibullah Helal

هغه رژیم چې یوه لیک پرې لړزه راوسته

Habibullah Helal