دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې

د تړون نه تنفیذ به سیمه او نړۍ دواړه بې ثباته کړي

عابد
په ۱۹۷۹ کې چې شوروي لښکرې افغانستان ته راغلې او دغه مستقل اوخپلواک هیواد یې اشغال کړ، نږدې ټوله اروپا او امریکا په دې عقیده وه چې د شوروي له دې اشغال سره به سیمه اونړۍ ټوله په خطر کې شي له همدې نارو سورو سره یې چې د افغانستان جغرافیايي موقعیت د دې خطر د خپرېدو طبیعی لامل دی؛ د سیمې دهیوادو په ګډون یې ټول یو لاس په وړاندې ودرېدل او د دې خطر دمخنیوي لپاره د مجاهدینو ملاتړ ته په ټوله معنی را وړاندې شول آن چې په مټ یې په ډېره اسانۍ سره دسړې جګړې ډګر په توده جګړه وګاټه.

همدا سرې سترګې وې چې له مخې یې د اروپا نظامي اتحاد او امریکا دواړه پخپله هم همدې اشغال ته راوړاندې شول او نور یې چې د ځان په وړاندې خنډ او تربور نه ترسترګو کېده، نو دوی هم له هر ژور فکر او سنجش پرته پرې راپرېوتل ټول هغه طبیعي لاملونه یې هم له سترګو پنا شول چې په وجه یې د دې خاورې بې ثباتي د نړۍ بې ثباتي بلله.

خو له شلو کلونو ټولو سیاسي او نظامي تکتیکونو سره سره بېرته د هماغې نظریې خپلولو ته مجبور شول چې د شوروي اشغال په وخت به یې پرې ټول مطبوعات په سر اخیستي وو، همدا لامل و چې له طالبانو سره یې د دوحې تړون لاسلیک کړ او د دې تړون د ترسره کېدو او عملي کېدو لپاره یې اتلس میاشتې مذاکرات او همدومره موده په سیمه اونړۍ سیاسي منډې ترړې ترسره کړې.

اوس چې په امریکا کې د جوبایډن په مشرۍ نوې ادارې حکومت ترلاسه کړ او د دوحې دتړون د بیا ارزونې او په افغانستان کې د امریکايي عسکرو دپاته کېدو خبرې کیږي او یا ویل کیږي چې د دوحې دتړون دلغوه کېدو امکان هم شته، ایا سیمه اونړۍ یې له اغېزو پاته کېدلی شي ؟ ؛ همداد بحث وړ موضوع ده.

ولې ټول هغه لاملونه له منځه ولاړل اویا له پامه وغورځول شول چې له مخې یې پر نړۍ خپل عسکر خپرول او د دغو عسکرو خپرولو ته یې دنړیوالو پر سترګو همدا اسباب اوعلتونه ور موښل ؟ یابه دا وي چې دا هسې دخلکو غولونه او تېر ایستل دي او په اصل کې پر نړۍ د پراختیاغوښتنې هوسي تيري او حملې دي چې له مخې یې کمزوري هیوادونه لاندې کیږي اویا داچې امریکا اومتحدین یې اصلاً په سوله باوري نه دي او ټوله اتکا یې پرجنګ او تروریستي اعمالوده، که داسې وي، دلته په افغانستان کې شل کلنې اوږدې مودې ته په کتو خو موهم په جنګ او د وسلو په زور څه ونه کړل او بیا د دوحې تړون ترسره کولو ته ولې په دومره نړیواله او سیمه ایزه پیمانه سیاسي هڅې او منډې ترړې ترسره کېدلې؟

که امریکا یوځل بیا دجنګ لار نیسي او د دوحې تړون ته اعتبار ور نه کړي، دسیمې په سطحه ترکیې، امارات، پاکستان، قطر، سعودي، ترکمنستان، تاجکستان، هند، چین او نورو هیوادونو ته دخلیلزاد منډې ترړې او نړۍ ته دامریکا له لوري په سوله دباور ورکولو هڅې به څنګه تعبیریږي ، د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو خاص استازی خلیلزاد د امنیت دنړیوالې شورا یوې خبر پاڼې ته په مرکه کې وايي : ” چې نړۍ د سولې له خبرو پراخ ملاتړ کوي او د امنیت نړیواله شورا د سولې له روانو خبرو او هغه سیمه ایز تړون څخه هم ملاتړ کوي، چې د نړۍ او افغانستان سیاسي هوکړې په بر کې نیسي…” د ښاغلي خلیلزاد دې وعدو او سیاسي هلو ځلو اعتبار او انجام په څه وي؟

له دې سره په څنګ کې به امریکا دخپلو شل کلنو ماتو اوناکامیو جبران په څه کوي چې په افغانستان کې ورسره مخ ده او بار بار یې په خپله خوله په دغو ماتواو ناکامیو اعتراف هم کړی؟
که چېرته امریکا او متحدین یې په هغو وعدو او سیاسي باورونو وفا ونه کړي چې د سیمې هیوادونو ته یې په بار بار ورکړي دي، نو څه فکر کیږي چې دسیمې هیوادونه به بیا په افغانستان کې له مداخلو او لاسوهنو په شا شي ؟ هیڅکله نه ! بلکې تر پخوا به لازیات شي او هغه هیوادونه به هم زړه ورته ښه کړي چې تر دې دمه یې په افغانستان کې مخامخ لاس نه درلود، په تېره بیا دسیمې هغه هیوادونه چې دسیمې او نړۍ په سطحه مقتدر قوتونه بلل کیږي، نه تنها داچې دلته به دخپلو ګټو د خوندیتوب په غرض لاسونه راوږده کړي، بلکې د نورو قوتونو د هرډول وجود او اغېز دمخنیوي او د خپل اثر د شیندلو لپاره به له هیڅ ډول وسیلې لاس په سر نه شي.

دا خو به د سیمې په کچه دا حال شي، په خپله طالبان چې بیا په افغانستان کې څه کول وغواړي امریکا او متحدینو ته دخطر لپاره به هم ډېر څه وکړي، او دا قوت یې ځکه له پامه نه شي غورځول کېدای چې تر دې دمه ورسره امریکا اونړۍ د جنګ او خبرو په مېز څه کړي؛ د دوی په همدغه صلاحیت اوقدرت اعتراف دی.
په افغانستان کې د نورو هغو ډلو دمخنیوي تضمین بیا څوک ورکولای شي چې د دوحې په تړون کې یې د ځان دخوندیتوب لپاره لاسته راوړنه بولي اوله طالبانو یې غوښتي چې که له افغانستان څخه مونږ ته د نورو بهرنیو مجاهدینو څخه د نه خوږېدو ضمانت راکړای شي نو مونږ له افغانستان څخه خپلې لښکرې باسو . د دوحې دتړون دنه تنفیذ په صورت کې به له دې چارې دخلاصون لاره څه وي او امریکايي پالیسي جوړوونکي څه فکر کوي چې بیا به څه وشي او څه به کیږي ؟؟
د دوحې د تړون نه عملي کېدل له دې سره سره چې په نړۍ کې به امریکا له سیاسي لحاظه ډېره بې اعتباره کړي، دا پورته ټولې ناخوالې به هم له ځان سره راوړي او هیڅ داسې تضمین بیا هم نه شته چې ددغه پېښو دنه رامنځته کېدو ته ټټر ووهي، په دې ډول به د دوحې تړون نه تنفیذ له شک پرته چې سیمې اونړۍ ته رنګارنګ بې ثباتۍ خپره کړي.

نو که رښتیا هم سولې ته ژمنتیا موجوده وي او رښتیا هم په سیمه او نړۍ کې د امن برقراري غوښتل کیږي نو نه باید چې په لوی لاس د سولې او امن ستر چانس له لاسه ورکړل شي، په کار ده چې د دوحې تړون ټول په ټوله عملي شي او ناقضین یې وغندل شي .

اړوند نور مطالب او مجلې

دلوګر ولایت والي محترم مولوي احمد علي جان له څرک مجلې سره په مرکه کې

Habibullah Helal

د اسلامي ارزښتونو او ملي منافعو ساتونکي ځواک ته اړتيا

Habibullah Helal

هغه رژیم چې یوه لیک پرې لړزه راوسته

Habibullah Helal