دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې

د دوحې تړون دی! چې روښانه راتلونکی تضمینولای شي

د مورچل مجلې سرمقاله

د امریکا په متحده ایالاتو کې دنوي حکومت په راتلو سره زمونږ دقضیې سیاسي حل ته ډېری شنونکو داسې اټکل کاوه چې شاید د دوحې تړون لغوه او یا چورلټ بدل شي لکه څنګه یې چې اټکل کېده هغسې ترسره نه شي، خو ولیدل شوه چې دامریکا نوي حکومت هم تر ډېره د دوحې تړون اساسات ومنل او له افغانستان څخه دامریکايي قواوو وتل یې (چې د دغه تړون تر ټولو عمده برخه ده) تأیید کړل.

که څه هم د تړون په تطبیق کې ډېرې نیمګړتیاوې موجودې دي او لکه څنګه چې دتړون غوښتنه ده ټول په ټوله نه دی عملي شوی، خو په ټوله کې له امریکایانو او نورو نړیوالو سره د نن او راتلونکي لپاره د ښو اړیکو او مثبتو نتیجو را منځ ته کېدو ته همدا تړون تر ټولو ښه اساس بلل شوی، یواځې د نن ورځې یو طرفه لنډ مهالې ګټې نه دي چې په پام کې ونیول شي او قضاوت پرې وشي، بلکې د سبا معامله، ښه راتلونکی، ښې اړیکې او متقابله کامیابه دیپلوماسي هم په نظر کې نیول په کار دي.

دا چې اسلامي امارت په قضیه کې اساسي لوری دی، نو د دغسې نتیجو تر لاسه کېدل یواځې د همدې تړون د پوره تطبیق په صورت کې تحقق موندلی شي، اسلامي امارت عملاً هم وښوده چې په کړې وعده څه ډول ژمنتیا ښودلی شي، امریکایان په رسمي ډول په خپله اعتراف کوي چې د تېر یوه کال په موده کې مو یو امریکایي عسکر هم نه دی وژل شوی، خو په مقابل کې یې دوی بیا په تړون کې کړې وعدې نه دي پوره کړې، اووه زره (۷۰۰۰) بندیان لاهم نه دي خوشي شوي، نه تور لست ختم شوی او نه یې هم تهاجمي بریدونه درولي، ولې مونږ بیا هم له زغم څخه کار اخیستی او دا چې تړون مو منلی او د هیواد د پاته کشالې لپاره ټولمنلی حل دی، ځکه مو تراوسه په متقابل غبرګون لاس نه دی پورې کړی او نه مو ورته تخطي کړې.

دمتحده ایالاتو نوي حکومت له لوري د دوحې تړون د اساساتو منل هسې د تصادف او اټکل له مخې نه دي، بلکې د قضیې ټولو ابعادو ته له ژور نظر وروسته په دغه تائید راضي شوي دي، ځکه نو په کار ده چې په نورو لارو له فکر مخکې د هغه په تکمیل او پوره تطبیق کار وشي او پرېنښودل شي چې د ډېرو اوږدو بحثونو په نتیجه کې را منځ ته شوي اتفاق په ځای په بل څه فکر وشي چې هغه به بیا د همدومره لوی تششت او پراګندۍ زېږنده وي، چې د ستونزې دحل په ځای به ستونزه لا پېچلې کړي، ځکه د اتلسو میاشتو په موده کې را منځ ته شوی طرز العمل په حقیقت کې په همدومره موده کې د قضیې تحقیق او څېړنه ده، نه عجولانه پرېکړه.

اسلامي امارت لکه څنګه چې په خپله په کړو وعدو ژمنتیا ښودلې په ورته ډول له مقابل لوري هم په کړي تعهد او ژمنه د وفا تمه لري، د دې لپاره چې نور زمونږ په هیواد او سیمه کې بې ثباتي رامنځته نه کړي او زمونږ د هیواد اشغال پای ته ورسوي په کار ده چې د امریکا متحده ایالات د دوحې دتړون د را منځ ته شوي فرصت څخه کار واخلي او د سولې د ټینګښت په غرض یې په پوره تطبیق لاس په کار شي.

اړوند نور مطالب او مجلې

پوځي ډګر کې د ستر قائد پېغمبر صلی الله علیه وسلم د بریاوو لاملونه (دویمه برخه)

Habibullah Helal

که جوبایډن! د جګړې د اوږدولو پرېکړه وکړه!!

Habibullah Helal

د فساد او وحشت ځالي په ټولیدو او ړنګیدو دي

Habibullah Helal