دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې مرکې

د شمال لویدیځو ولایتونو له جهادي مسئول محترم مولوي عبدالکریم جهادیار سره د مورچل مجلې مرکه

مرکه کونکی: نوراني عزام

د مجلې درنو لوستونکو! د هیواد د نورو ولایتونو په څېر سږکال په شمال لوېديځو ولایتونو کې هم د پام وړ پر مختګونه شوي، دا چې د دې پرمختګونو او لاسته راوړنو جزئیات څه دي؟ په اړه یې موږ د یادو ولایتونو د نظامي کمېسیون د حلقې له مسؤل محترم مولوي عبدالکریم جهادیار سره لنډه مرکه کړې چې لوستلو ته یې ستاسي پام را اړوو.

پوښتنه:
محترم جهادیار صاحب لومړی ښه راغلاست درته وایو؛ که په پیل کې د شمال لوېديځو ولایتونو د نظامي وضعیت په هکله له درنو لوستونکو سره معلومات شریک کړئ؟

ځواب:
نحمده و نصلي علی رسوله الکریم اما بعد: له هر څه وړاندې تاسي او ټولو قدرمنو لوستونکو ته خپلې نیکې هیلې، سلامونه او احترامات وړاندې کوم، خدای جل جلاله دې وکړي چې له کامل صحت او عافیت څخه به برخمن یاست.
شمال لویدیځ ولایتونه چې له بادغیس، فاریاب ، جوزجان، سرپل او غور څخه عبارت دي لله الحمد د جهادي چارو په اعتبار سره د هیواد یوه مهمه سیمه او د جهادي معرکو تود ډګر دی، د لوي خدای جل جلاله په فضل او نصرت سره د دې ولایتونو مطلق اکثریت سیمې د دښمن له شتون څخه تصفیه شوي دي، ټولې اطرافي سیمې، مهمې لارې، عمومي سړکونه، ستراتېژیک موقعیتونه او لوی مراکز د اسلامي امارت د مجاهدینو په لاس کې دي.

همدا راز هغه سیمې چې په تېرو کلونو کې له دښمن څخه تصفیه شوي، سږ کال هم د دښمن د سترو پوځي عملیاتو سره سره په کامله توګه ساتل شوي او دښمن سږ کال له ټولې هڅې او زیار سره نه دی توانېدلی چې د اسلامي امارت تر واک لاندې سیمو کې کومه ساحه تر خپل واک لاندې راولي.

د دې ترڅنګ مجاهدینو د دښمن ټول هغه مراکز، پوستې او قرارګاوې له منځه وړې دي چې په لويو لارو او سیمو کې د ولسي خلکو د اذیت او ضرر سبب وو، چې په دې سره له یوې خوا ولس د دښمن له شر او ضرر څخه خوندي شوی، له بلې خوا په ټولو سیمو کې د اسلامي او شرعي احکامو په پلي کېدو سره سرتاسري امنیت او عدل را منځ ته شوی دی.

پوښتنه:
مولوي صاحب! په پوځي عملیاتو کې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې مخنیوي ته مو څومره پاملرنه کړې او د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره کوم تدابیرپه لاس کې لری؟

ځواب:
لکه څرنګه چې تاسې خبر یاست اسلامي امارت د ټول هیواد په کچه د ملکي تلفاتو د مخنیوي او سمع شکایاتو کمېسیون جوړ کړی چې هغه بیا په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې ځانګړي مسؤلین لري چې د هغوی لخوا د مجاهدینو ټول پوځي عملیات او بریدونه تر کلکې څارنې او نظارت لاندي وي او د مجاهدینو د عملیاتو هغه موارد چې د ملکي هیوادوالو د مرګ ژوبلې او یا د هغوی د اماکنو د زیان احتمال ولري مجاهدین په داسې ځایونو د بریدونو له تر سره کېدو څخه منعه کوي.

همدا راز مجاهدینو ته وخت په وخت لارښوونه کیږي چې مجاهدین دې د دښمن په هغه مراکزو ډله ییز تعرضي بریدونه او عملیات نه تر سره کوي چې د ولسي خلکو په ګڼ مېشته کلیو او کورونو کې واقع وي بلکي پوځي عملیات به د اړتیا په وخت کې د دښمن په هغو مراکزو له ځانګړي تاکتیک او پلان څخه په استفادې د ځانګړو لیزرو او دوربینونو په مټ په داسې حال کې تر سره کیږي چې ولسي خلک د عملیاتو په ځای او وخت کې موجود نه وي او تنها به په پوستو او قرارګاوو کې ناست اجیر دښمن هدف ګرځوي.

همدارنګه د اسلامي امارت د مشر تابه او د ملکي تلفاتو د مخنیوي او سمع شکایاتو د کمېسیون له لوري مجاهدین د دښمن په هغو مراکزو او پوستو د لویو اسلحو لکه هاوان، ډیسي توپ او داسي نورو هغو اسلحو له استعمال څخه هم په کلکه منعه کړي دي چې په استعمال سره یې د دښمن تر څنګ د ولسي خلکو د سر او مال د زیان احتمال هم پکې وي.

همداراز یاد کمېسیون د ولسي خلکو ټول هغه شکایتونه اوري چې له مجاهدینو څخه وي او که خدای تعالی مه کړه د مجاهدینو له لوري کوم ملکي هیوادوال ته تکلیف ورسیږي، شکایت کوونکی به یې د یاد کمېسیون نماینده ته شکایت کوي او هغه به تورن مجاهد د اسلامي امارت نظامي محکمې ته معرفي کوي چې تر څېړنې او تحقیق وروسته د نظامي محکمې له لوري مجازات کیږي.

نو په مجموع کې ویلی شو چې اوس د اسلامي امارت د مجاهدینو په بریدونو کې ملکي هیوادوالو ته هیڅ نوعه زیان نه رسیږي او نه هم مجاهدین د ولسي خلکو د اذیت او ضرر سبب کیدلای شي، بلکې همدا مجاهدین دي چې د خپل ولس د سر، مال او امنیت د خوندیتوت او حفاظت مسؤلیت او دنده په غاړه لري.

پوښتنه:
په شمال لوېديځو ولایتونو کې د معارف، صحت، دعوت ارشاد، بیارغونې او داسې نور فعالیتونه څرنګه او په کوم وضعیت کې دي؟

ځواب:
زموږ په مربوطه ولایتونو کې یادې ټولې څانګې ښه په قوت سره فعالیت لري، د اسلامي امارت د تعلیم او تربيې کمېسیون په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې ځانګړي مسؤلین لري چې د هغوی لخوا د خپل کاري طرزالعمل سره سم ټول مکاتب، مدارس، لیسې او ښوونځي راجستر شوي او د ټولو د ښه فعالیت او پر مختګ لپاره پوره هڅه او کوښښ کوي چې اوس په ټولو سیمو او ساحو کې د تعلیم او تربیې د هڅو له امله ټول مکاتب او مدارس ښه فعالیت لري.

د صحت د چارو لپاره اسلامي امارت ځانګړی کمېسیون لري چې ټوله صحي برخه په بر کې نیسي، په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې یې کلینکونه او صحي مراکز جوړ کړي او هغه صحي خدمات چې د نورو خیریه مؤسساتو او اداراتو لخوا په هیواد کې ممکن وي د هغوي سره په پوره همکارۍ او د هغوی د امنیت او خدماتو د ساتنې او ارزونې چارې ورسره مخته وړي، چې د همدې کمېسیون د هڅو له امله اوس زموږ د ولایتونو ټول صحي برخه ښه په قوت سره پر مخ روانه ده او د ولس ټول صحي مشکلات ورسره حل دي ان شآء الله.

د دعوت او ارشاد لپاره ځانګړی کمېسیون دی چې له مخالف صف څخه د تسلیمېدونکو کسانو لپاره د تسلیمۍ اسانتیاوې برابروي، دعوت ورکوي، کله چې کوم کسان تسلیم شي د امن ترڅنګ د راتلونکي ژوند لپاره اسانتیاوې ورته برابروي، د دښمن غولېدونکي کسان په تسلیمېدو سره له مرګه ژغوري او د هیواد دراتلونکي نسل د ښې روزنې او اصلاح لپاره هڅه کوي، چې اوس د همدې کمېسیون د هلو ځلو له امله زموږ په مربوطه ولایتونو کې د دعوت او ارشاد کمېسیون چارې خورا منظمې او په ښه ډول کې روانې دي او د همدې کمېسیون د هلو ځلو له امله سږکال زموږ په مربوطه ولایتونو کې سلګونه تنه د کابل ادارې د مختلفو ادارو عسکر او چارواکي تسلیم شوي دي.

همدا راز په ټوله کې د فرهنګي برخې لپاره د اسلامي امارت په تشکیلاتو کې د فرهنګي چارو کمېسیون دی چې د اسلامي امارت روان سیاسي او پوځي برخې ته انعکاس ورکوي، ورځني خبرونه تر کورنیو او نړیوالو رسنیو پورې د ویاندویانو له لارې رسوي، په خپلو رسنیو کې یې نشروي، روان جریانات د تاریخ حافظې ته سپاري، په ټولنیزو رسنیو کې منظم فعالیت لري.
دلته په دغه ساحه کې هم د فرهنګی کمیسیون مسؤلین خپل کار په ښه توګه ترسره کوي، وخت په وخت فرهنګي مواد خلکو ته رسوي او د فرهنګي کمېسیون د نشراتو او خپرونو موارد ور په ګوته کوي.

همدا راز اسلامي امارت د هیواد د بیارغونې او ابادۍ لپاره هم ځانګړي مسؤلین لري چې د مؤسساتو د کنټرول او تنظیم چارې مخ ته وړي او د اسلامي امارت له لوري د بیا رغونې تر څنګ د مؤسساتو سره په هماهنګۍ په خورا شفاف ډول د بیا رغونې چارې، توزیع او د تاسیساتو رغونه کوي، چې لله الحمد زموږ په مربوطه ولایتونو کې د همدې کمېسیون او مسؤلینو د هلو ځلو له امله د بیا رغونې او د مؤسساتو کاري خدمات هم ډېر ښه روان دي.

د دې کمېسیونونو تر څنګ اسلامي امارت د زراعت او مالدارۍ کمېسیون جوړ کړی دی، چې یاد کمېسیون بیا د زراعت او مالدارۍ د بهبود او پرمختګ لپاره کار کوي، ولس ته د زراعت او مالدارۍ په اړه زمینه سازي کوي او همداراز د یاد کمېسیون د مسؤلینو له لوري د زراعت او مالدارۍ په اړه ولس ته وخت په وخت لازمې سپارښتنې او مشوري هم ورکول کیږي، چې لله الحمد د یاد کمېسیون د هڅو له امله یاده برخه زموږ په ولایتونو کې خورا ښه فعاله روانه ده.

دغه راز په نورو برخو کې هم کارونه ښه روان دي زموږ په ولایتونو کې لله الحمد له هیڅ نوعه ستونزو سره نه دي مخامخ شوي او د بهبود او پرمختګ لپاره یې نورې هلې ځلې هم روانې دي.

پوښتنه:
لکه څنګه چې مونږ ته معلومه شوې تاسې په خپلو مربوطه ولایتونو راګرځېدلی، ولایاتو او ولسوالیو ته مو سفرونه درلودل که د دې سفرونو په هکله معلومات راسره شریک کړئ؟

ځواب:
هو سږکال موږ او د نظامي کمېسیون د حلقې مشترک هیئت زموږ مربوط ولایتونو ته سفرونه وکړل، هلته مو له علماء کرامو، قومي مخورو، دانشمندانو، او عامو ولسي خلکو سره تفصیلي مجالس ترسره کړل او د هغوی نظرونه، غوښتني او مشکلات مو واورېدل، همداراز له خپلو مسؤلینو سره مو هم مجالس ترسره کړل لله الحمد سفر ښه بریا سره ترسره شو.

پوښتنه:
مولوي صاحب لکه څرنګه چې تاسي خبر یاست؛ د قطر هیواد پلازمېنه دوحه کې د اسلامي امارت او امریکا تر منځ د اشغال د خاتمې تړون لاسلیک شو او دا دی بین الافغاني مذاکرات هم پیل شوي ، د اسلامي امارت د یو پوځي مشر په توګه له امریکا سره تړون او د بین الافغاني مذاکراتو روان بهیر څرنګه ارزوی؟

ځواب:
د اسلامي امارت مشران، ټول مجاهدین او مسؤلین یو دریځ او نظر لري، په قطر کې له امریکا سره روان مذاکرات او وروسته توافق او بیا بین الافغاني مذاکرات د ټول امارت د مشرانو، مسؤلینو او مجاهدینو په نظر مثبت ګام او ښه لاسته راوړنه ده، له امریکا سره د اشغال د خاتمې د تړون ټولو مادو ته د اسلامي امارت ټول مشران، مسؤلین او مجاهدین ژمن دي، او اوس کومې خبرې او مذاکرات چې روان دي او یا که مذاکرات کومه نتیجه ورکړي او بلاخره یو توافق رامنځته شي، نو دا به د ټول اسلامي امارت لپاره توافق وي، بناءً کوم دریځ او پالیسي چې د اسلامي امارت ده هغه زموږ او زموږد ټولو مجاهدینو دريځ او پالیسي ده.

پوښتنه:
که د مرکې په پای کې د افغانستان مجاهد ولس ته کوم پیغام او توصیه لری مهرباني وکړئ؟

ځواب:
ولس ته مو دا پیغام دی چې تاسې د روان جهاد په اوږدو کې د اشغالګرو او د هغوی د اجیرانو په وړاندي کلکه او نه ستړې کېدونکې راسخه مبارزه وکړه چې همدا ستاسې د همکارۍ، مرستې او ملاتړ نتیجه ده چې هیواد مو نږدې دی چې له اشغال څخه خلاص او د سوچه افغان شموله اسلامي نظام څښتن شي، هیله مو داده چې لکه څرنګه چې تر دې دمه مو زموږ مرسته او ملاتړ کړی که مو اوس هم په نیکو دعاګانو کې تل یاد وساتئ او هیڅکله مو له ملاتړ څخه بي برخي نه کړئ مننه به مو وي.

اړوند نور مطالب او مجلې

سولې او شرعي نظام ته د طالبانو ژمنتيا او لېوالتيا !!

Habibullah Helal

د امام حسین (رض) لمسی همداسې وي؟

Habibullah Helal

از فراز سنگرها؛ جالب کتاب چاپ شو

Habibullah Helal