دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې مرکې

نومیالی لیکوال او د خواله رسنیو فعال قاري سعید خوستی له څرک سره په مرکه کې:

د اسلامي امارت سیاسي پرمختاوو ثابته کړه چې اسلامي امارت یواځې پوځي ځواک نه بلکې کامیابه ديپلوماسي هم کارولای شي!

مرکه کوونکی: عبید- تنویر

پوښتنه ـ داسلامي امارت منل شوی څیړونکۍ، محقق عالم قدرمن قاري مولوي سعید خوستی صاحب څرک مجله ویاړي چې تاسې سره دهیواد په روانو سیاسي او ټولنیز وضعیت مرکه او دزړه خواله لري دړومبئ پوښتنې په توګه که ماسکو کې دافغانستان دسولي او امن په موخه دجوړي شوي ناستې په باب چې د روانې زیږدیږي میاشتي فبروی په ۱۸ نیټه ترسره شوه رڼا واچوۍ چې نوموړي ناسته څومره مهمه او کامیابه وه په خاص ډول یې دافغانانو ترمنځ دسولي دبین الافغاني خبرو ولاړ جریان په تحرک کې څومره رول پرې ایست؟

ځواب: الحمدالله وصلوة والسلام علی رسول الله وعلی اله وصبحه اجمعين اما بعد: ستاسې د لومړی پوښتنې په ځواب کې به ووایم چې دا یوه ګټوره غونډه وه چې پکې د اسلامي امارت مرستیال الحاج ملا برادر اخند او ورسره د مذاکراتي ټیم مشر شیخ الحدیث مولانا عبدالحکیم صیب او بیا د مذاکراتي ټیم نایب الحاج شیرمحمد عباس ستانکزی صیب خبرې ډیرې سپینې وې.

د داسې غونډو يوه عامه ګټه دا ده چې د اسلامي امارت دريځ او د اسلامي امارت پيغام د نړيوالو غوږونو ته رسيږي او دا هغه څه دي چې امريکايانو او د دوي ملګرو په تېر وخت کې نه غوښتل او هر وخت یې کوشش کاوه چې د اسلامي امارت غږ تر نړۍ او خلګو ونه رسيږي او هغه تبليغات او پروپاګند چې د اسلامي امارت پر خلاف شوي وه هغه پاته شي، خو لله الحمد نن داسې وخت رارسېدلي دی چې اسلامي امارت خپل دريځ نړيوالو ته ډېر په واضح ټکو روښانه او څرګندوي.

له بله پلوه د مسکو په کنفرانس کې د اسلامي امارت استازو د افغاني جهتونو غوږونه هم په مهمو ټکو خلاص کړل ځکه زموږ په منځ کې داسې شيان وه چې هغه مبهم وه خو که تاسو د ملابرادر آخند، شيخ صاحب او خاص د ستانکزي صاحب خبري اورېدلي وي نو د هغه څخه ډېر هغه شيان او ټکي واضح شول چې هغه مبهم وو بايد دوي ته واضح شوي وای او دوي ته همدارنګه سپیني ويل شوي وای نو د مسکو کانفرانس په عموم کې يو ګټور کانفرانس ؤ.

پوښتنه: ستاسې له برداشته د ماسکو غونډي ته د اسلامي امارت د استازو او هم له کابل څخه د راغلي افغاني جهت د نمایندګانو وینا وو څه پیغام درلود یعني کوم صراحتونه پکي تاسي ته معلوم شول؟

ما يادونه وکړه چې د اسلامي امارت لپاره دا ډول غونډي او مجلسونه په مجموع کې ډېره زياته ګټه لري، د افغانستان اسلامي امارت د دې لارې څخه نړيوالو ته خپل پيغام رسوي.

د رسنيو هغه پروپاګند درواغ ثابتوي چې دا شل کاله دوي په موږ پسې تبليغات کول او نړۍ ته یې زموږ بد تصوير وړاندې کړ چې دا داسې خلک دي چې د مذاکراتو د تفاهم په ژبه خبري نشي کولای او نه پوهيږي.

لله الحمد د دې مذاکراتو څخه نړۍ ته دا ثابته شول چې اسلامي امارت يواځي جنګي قوت نه دی چې يواځي د توپک په ژبه خبري کولای شي بلکې دا ثابته شوه چې اسلامي امارت يوه غوره او پرمختللې ديپلوماسي هم کارولای شي، په ديپلوماسي باور لري، د مسائلو د حل لپاره په مذاکراتو، تفاهم باور لري.

بله خبره دا چې تاسو به د مذاکراتو جريان څارلی وي چې د اسلامي امارت د پلاوو له لورې داسې خبري وشوي چې هغه پخوا نه وې شوي ابهامونه لري کړل شول تر ټوله غوره خبري د شيخ عبدالحکيم صاحب وې.

چې هلته د مسکو په ناسته کې یې د امريکايانو ملګرو ته وويل څومره سرمايه چې تاسو جمع کړه هغه یې ستاسو بس ده نور دا ملت پرېږدئ.

همداسې ستانکزی صیب ډیر سپین وغږیدو. نوموړي امریکایانو او نړیوالو ته په خطاب کې وویل چې که تاسې په ۲۰۰۱م کال کې زموږ سره د تفاهم لار غوره کړې وه دا ملت او تاسې به د دومره کړاوونوسره نه مخ کیدی ځکه اسلامي امارت په هغه وخت کې له امریکا سره د مذاکراتو غوښتنه کوله.

ستانکزي صیب د امریکایي اشغال ملګرو ته هم په خطاب کې وویل چې کاش چې تاسې ۱۹ کاله پخوا د سولې غږ پورته کړی وی خو متاسفانه چې هغه وخت تاسې له امریکایانو څخه د غټو غټو بمونو د غورځولو غوښتنه کوله.

نوموړي همدا راز وویل چې دا مذاکرات له دې امله دی چې مقابل لوری په جکړه کې مات شوی او په دې باور لري چې دا جنګ دوی نه شی ګټلی.

پوښتنه: امریکا او دنړۍ مهم قووتونه دماسکو او انقری له غونډو له اهداف لري اوولي ددوحي تړون په رڼاکې دپیل شوي بین الافغاني مذاکراتو ولاړ جریان په دوحه کې نه پیلوي؟

ځواب: لومړی خو د مسکو غونډه او یا په ترکیه کې غونډه د دوحې د بهیر بدیل نه شی کیدای افغانانو ته اګر چې د دا ډول غونډو پایلې مهمې چې په اسلامي نظام دی خو موږ د وروستي توافق امتیاز له قطر پرته بل هیواد ته باید چې ورنکړو ځکه قطر زموږ سره په سختو شرایطو کې ملګرتیا کړې او زموږ ښه میلمه پالنه یې کړې.

نړیوال، په خصوص د بایډن اداره فکر کوي چې د دوحې بهیر ناکام دی او دوی عجله لري چې باید یو توافق رامنځ ته شي او دوی خپل قوتونه وباسي خولکه څنګه چې د اسلامي امارت استازو په مسکو غونډه کې واضحه کړه چې داسلامي امارت دریځ ډیر واضح دی چې باید د دوحې تړون بشپړ عملي شي او د دوحې د تړون تطبیق د سولې یواځینی لار ده.

پوښتنه: دماسکو دغونډي په پای کې دامریکا، روس، چین او پاکستان په ګډه اعلامیه کې راغلي وو چې دوئ په افغانستان کې داسلامي امارت دبیا احیا پلوي نکوي؛ دغه ډول غږ اسلامي امارت ته څومره حساس او ارزونکی ده؟

ځواب: زه یې د انديښنې وړ نه بولم. لله الحمد موږ دا دي اوس د ازادۍ په درشل کې يو، امريکا د دې خاوري څخه وځي، موږ دا په سوال سره نه دي تر لاسه کړي او نه پر موږ د امريکايانو او لوېديځي نړۍ کومه لورينه ده، الحمدالله دا هر څه موږ د قربانۍ او د ملت په ملاتړ تر لاسه کړي دي.

نو په دغه ډول اعلاميو پسې سر ګرځول په کار نه دي او نه د انديښنې وړ خبري دي، موږ او تاسو که چيري د امريکايانو او لوېديځي نړۍ د تېرو شلو کلونو دريځونو وارز وو راته جوتیږي چې اشغالګرو څومره زموږ په وړاندې تنازل کړی، امريکايانو موږ او تاسو ته په دې نړۍ کې د ژوند حق نه راکاوه، بيا د هغه څخه وروسته تاسو دغه مسلسل بهير وڅارئ يو وخت امريکايان مذاکراتو ته را وړاندې شول او امريکايانو ځان منځګړۍ باله او پر دې یې ټينګار درلود چې تاسو د کابل ادارې سره خبري وکړئ او دوي به دا ویل چې بايد افغانان په خپل منځ کې ستونزه حل کړي او امريکا افغانستان ته د امنيت لپاره راغلي دي او واقعیت دا وو چې امريکايان د قضیې اصلي اړخ وو ځکه امريکايانو زموږ پر خاوره تېری کړي وو.

تاسې وليدل چې اسلامي امارت کلک دريځ او د دې ملت قربانۍ او د الله تعالی په نصـرت دوي دې ته اړ کړل چې د اسلامي امارت سره مخامخ مذاکراتو ته کښېني او کابل اداره بای پاس کړي او دا مو هم وليدل چې د مذاکراتو په جريان کې دوي څه ډول غوښتني درلودې، تردې چې الحمدالله اسلامي امارت د دوي سره يو توافق ته ورسېدل خو دا هر څه د امريکايانو لورينه او احسان نه دي پر موږ او نه د دوي د احسان پوروړي يو نه مو دا هر څه د دوي څخه په سوال اخيستي دي نو که دوی دلته اسلامي امارت نه غواړي یو وخت داسې هم وو چې دوی به ویل چې د یوه تروریستي ډلې سره مذاکرات کول زموږ نړیوال حیثیت ته صدمه ده.

همداسې د دوي د اعلاميې د خپرولو وروسته اسلامي امارت هم اعلاميه خپره کړه تاسو به په جريان کې واست چې اسلامي امارت د دوي دا کړنه زموږ په داخلي چارو کې لاسوهنه وبلله او په کلکو ټکو یې رد کړل.

موږ د يو ازاد ملت په توګه دوي ته دا حق چاته نه ورکوو چې دوي زموږ لپاره د نظام په ډول خبري وکړي چې دا نظام موږ ستاسو لپاره غواړو او دا نظام نه غواړو، لکه څنګه چې موږ ځان ته دا حق نه ورکوو چې موږ دې د روسانو لپاره يا چين يا پاکستان او يا د امريکا لپاره نظام غوره کړو او دوي ته ووايو موږ ستاسو لپاره دغه ډول نظام غواړو دغه ډول نه غواړو، اوس که چيري موږ ووايو د امريکا لپاره موږ د يموکراسي نه غواړو ايا دا به دوي په خپلو چارو کې لاسوهنه ونه بولي؟ همداسې موږ هم د خپلواک او ازاد ملت په توګه دداسې يو ملت په توګه چې د خپلي همدې خپلواکۍ لپاره ددغه ازادۍ لپاره يعني چې افغانان بايد ازاد او په خاوره خپلواک وي چې د ځان لپاره څه ډول نظام غواړي او څه رنګه ژوند غواړي بايد ویې کړي تر چا تر فشار لاندې نه وي نو ددې لپاره افغانانو په لکونو شهيدان ورکړي او قربانۍ یې ورکړي دي همدا ددې هدف لپاره

پوښتنه: ځیني شننونکي وایی چې دماسکو غونډي ته دښاغلي ملا عباس ستانیزي صاحب وینا ډیره صریحه او جدي وه تاسي به ستانیزي صاحب خبري اوریدلي وي یعني کوم هغه ټکي یې درلودل چې هغه بائید هلته نه وای ویل شوي؟

ځواب: د ستانکزي صاحب خبري سپيني وې او شخصاً زه د ستانکزي صاحب د ټولو خبرو سره موافق يم او باید دا خبري ورته ويل شوي وای.

لکه څنګه چې د اسلامي امارت وياند ښاغلی ذبيح الله مجاهد څو ځلې په تلويزيونو او په مرکو کې دا خبري واضح کړي چې د سولې د مذاکراتو معنا دا نه ده چې موږ د دوي سره په ميز ناست يو دوي سپین چرګان دي او په تېر کې یې هيڅ هم نه دي کړي، خو داسې نه ده بلکې اسلامي امارت انعطاف وښود اسلامي امارت نه غواړي چې نور افغان ولس ووژل شي او دا جنګ دوام ومومي نو په دې خاطر اسلامي امارت انعطاف وښود او هغه خلګ چې د دار وړ دي بايد په دار وځړول شي د هغوي سره موږ د مذاکراتو په ميز کښېنو خو دا په دې معنا نه ده چې دوي مبراء دي او هغه څه چې دوي کړي د دوي څخه بايد د تيرو کړنو پوښتنه ونشي او هيڅ د ملامتي ګوته ورته ونه نيول شي. نه قطعاً دا په دې معنی نه ده بلکې دې خلکو جنایتونه کړي دي، دې خلکو د ملت، خاوري، د خپل هېواد او دين سره خيانت کړی دی نو بايد دوي ته وخت پر وخت دغه هر څه ور په ياد کړل شي چې تاسو مجرمين او خاينان یاست.

پوښتنه: کابل اداره له هر حل او موافقي وړاندې داوربند په کیدا زیات اصرار کوي خو امارت موقف لري چې دوئ دجنګ کچه ددوحي تړون لاسلیک ورسته ډیره کمه کړي که اسلامي امارت اوربند ومني ایا بنیادي حل سره به مناسبه مرسته ونکړي؟

ځواب: اسلامي امارت د قضيې په اساسي حل باور لري خو د کابل اداره وخت کشي کوي غواړي چې وخت ووژني مخکې پـسرلی را روان دی او په پسـرلي کې د اسلامي امارت عمليات شدت مومي او دوي په دې وېره کې دي چې د دوي د لاس څخه به ډيري سيمي ووځي نو ځکه دوي غواړي وخت ووژني، د دوي اول ټینګار په اوربند باندې ده ځکه دوي د قضيې اساسي حل ته نه راځې هغه ټکي چې د قصــيې اســـاس دی پر هغه بحث کـول نه غواړي.

اساسي ستونزه امریکایي سیټاپ دی چې د سولې په وړاندې خنډونه ایجادوي ځکه دوی کله وایي چې واک به د انتخاباتو له لارې لیږدیږي او کله اساسی قانون سره کرښه بولي خو واقعیت دا دی چې باید دا اداره له منځه لاړه شي افغانانو په تاریخ کې د پردیو له لورې جوړ شوی نظامونه په رسمیت نه دي پیژندلي، د شاشجاع اداره د ترکي او کارمل او نجیب ادارې افغانانو په رسمیت نه دی پیژندلي د کرزي او اشرف غني ادارې هم له هغوي څخه کومه ځانګړنه نه لري.

که دوی واقعا سوله غواړي او د وینه تویدنې مخنیوی غواړي واک دی پریږدي همدا یواځینی لار ده. که چيري د قضيې په دې اساسي حل خبري وشي په دې سره موږ په لنډ وخت کې توافق ته هم رسېدلای سو اوربند ته رسېدلای شو.

که چيري په امريکايانو او کابل اداره د جهاد فشار نه وي نو دوي يو شي ته هم نه دي اماده. امریکایان چې دې حالت ته راغلل دا د جهـــــاد او قربانیو برکـت ؤ دا په سوال او زاریو نه دی شوي.

ترڅو چې قضیه له اساسه حل نه شي اوربند ممکن نه دی ځکه که موږ توافق ته ونه رسیږو بیا به اړتیا وي چې له قوې څخه کار واخلو نو باید چې داسې اوربند ته لار هواره شي چې بیا وروسته ترې جګړې ته اړتیا پیښه نه شي.

اړوند نور مطالب او مجلې

د امام حسین (رض) لمسی همداسې وي؟

Habibullah Helal

که جوبایډن! د جګړې د اوږدولو پرېکړه وکړه!!

Habibullah Helal

د تړون نه تنفیذ به سیمه او نړۍ دواړه بې ثباته کړي

Habibullah Helal