دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې

ایا د بندونو جوړول به جنګي مجرمینو ته برائت ورکړي؟

د څرک مجلې سرمقاله:
له هیواد سره مینه طبعي ده، د هیواد زېربناوې، بندونه او عام المنفعة بنسټونه که د هرچا له لورې رغول کېږي د ستاینې وړ دي، هیڅ کوم وګړی به داسې نه وي، چې د وطن په ودانۍ او بیا رغونه به د زړه له تله خوښ او خوشاله نه وي.

خو ایا د یوه یا دوه بندونو جوړول به د کابل ادارې چارواکو په سلګونو جنایتونو، قتلونو، اختطافونو او چورچپاول پرده واچوي؟ ایا له افغانانو به د صفري قطعو وحشتونه هېر کړي؟ ایا د کندز مدرسه او په وینو لړلي د قرآن حافظان به د خلکو له سترګو ووځي؟

په روغتون بمبار، په مکتب بمبار، د بې دفاع افغانانو په کلیو او کورونو بمبار او چاپې ، د درغلۍ او فساد په پایله کې د ترلاسه شوي نامشروع واک لپاره خپل ۴۵۰۰۰ سرتیري قربانول او په مقابل کې په زرګونو نور افغانان په شهادت رسول به د افغانانو له یاده ووځي؟

نه، هیڅکله نه!
دوی که په ریښتیا د هیواد رغولو ته ژمن وي، د ټلیفون کریډټ کارت په ذریعه د غریبو او وږو افغانانو له جیبونو میلیونونه ترلاسه شوې پیسې ولې غلا شوې؟ د رولا غني په لاس د یوې پروژې څخه دوه سوه اتیا میلیونه اختلاس شوي ډالر، چې په لسګونه بندونه او زېربناوې پرې جوړېدلی شي، ولې پرې چوپه خوله دي؟ د ۵۰۰ میلیونه ډالرو ارزښت لرونکې چورلکې چا په کباړ کې وپلورلې او ولې یې پوښتنه نه کېږي؟میلیونونه ډالر نورو ملکونو ته څوک قاچاق کوي د اختطافونو او هدفي وژنو لړۍ ولې مخ په زیاتېدو ده، چې له هر پرمختیایي کار څخه ددې مخنیوي ته اړتیا ډېره ده، ولې یې مخه نه نیول کېږي؟ د ۵۰۰ افغانیو باج لپاره غریب مزدورکاره ډرېوران ولې په شهادت رسول کېږي؟

په دې سربېره، سوله، چې د افغانانو حیاتي غوښتنه او اړتیا ده، په وړاندې یې په پوره توان او طاقت سره خنډونه جوړېږي او د هیواد مخور دیني عالمان، پوهان او بې پرې اشخاص په هدفي وژنو سره له منځه وړل کېږي ترڅو د امریکا او افغانستان ترمنځ د سولې تړون پیکه او بې اثره وښیي.

دغه راز د علیپور، قیصاري او نور لنډه غرو مسلح کول، او بیا په پراخه کچه تبلیغات ورته کول، ترڅو د افغانانو ترمنځ اسلامي کوشیر مات او هیواد یوځل بیا د تجزیې او خانه جنګۍ په طرف روان کړي.

دا ټول هغه څه دي، چې ددې جنګي مجرمینو له هیواد سره د مینې او د ژمنتیا دعوې دروغ ثابتوي او نشي کولی، چې د یو څو پروژو په تطبیق سره خپلې منحوسې څېرې پټې او د افغانانو په زړونو کې ځای پیدا کړي.

اړوند نور مطالب او مجلې

شکر او اسلامي لارښوونې!

Habibullah Helal

هېواد کې پرولس ستر وحشت او د نړۍ دردونکې چوپتیا

Habibullah Helal

رژیم کابل و بُغرنج فساد اداری در افغانستان

Habibullah Helal