دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې

راتلونکی افغانستان او زموږ مسؤليت

عبيدالله دقيق- کابل

افغانستان د نړۍ يو له هغو هېوادونو څخه دی چې‌ د تاريخ په اوږدو کې يې روغې ورځې کمې ليدلي دي او وخت په وخت يې په خپله سينه د يرغلګرو تاړاکونه او ګوزارونه زغملي دي خو بيا هم ورڅخه د‌ يو اتل په توګه پورته شوی دی او د يرغلګرو له جغ نه يې ځان خلاص کړی دی.

دا د ژوند او حالاتو تسلسل دی چې اوړي او را اوړي، کله يو حالت او کله بل؛ خو افغانستان د خپلو غيرتي او رښتينو بچيو د فداکارۍ، سرښندنو او د الله تعالی په نصرت ژغورل شوی دی مګر د خپلو خاینانو او پرديپالو بچيانو له وجې يې ډېر کړاونه ليدلي دي.خو بيا هم د شکر او وياړ ځای دی‌ چې افغانستان د تل لپاره محکوم او مستعمره نه دی پاتې شوی او له ډېرو سختيو څخه د الله په مرسته  د وخت د هر ظالم دښمن له منګولو قهرمان  وتلی دی.

په اوسني وخت کې هم ان شاء الله افغانستان د نړيوالو له اشغال څخه د خلاصېدو شېبې لنډوي او که الله کول افغانان به يو ځل بیا د سوکالۍ، ارامۍ او ښه ژوند ساه واخلي، خو لا هم ځينې اندیښنې شته دي چې ځينې مضرې او پردي پالې کړۍ به په هیواد کې د خپلو شخصي ګټو لپاره د افغان ولس او ملي ګټو په وړاندې په بېخاره توګه او بې پروايۍ د خپل هيواد او ولس دښمنۍ ته کار ووايي او ځينې به يې بيا په افغانستان کې د سيمې او نړۍ د هيوادونو مذهبي، سياسي، اقتصادي او کلتوري اهدافو د ترلاسه کولو لپاره کار وکړي چې دا به په افغانستان کې خدای مه کړه د جنجالونو، اختلافاتو، کرکې او تعصباتو پراخېدو ته لاره هواره کړي، خو ددې مشکلاتو او ستونزو مخه هغه وخت نيول کېدلی شي چې افغانان له تېرو تاريخونو څخه زده کړه وکړي او د راتلونکې لپاره د افغانستان د خدمت او د ټولو افغانانو د يو والي لپاره داسې فکر او عمل ولري چې بيا دلته د اغيارو پوچې مفکورې او شوم پلانونه سرايت ونکړي.

افغانستان يو ثابت او په خپل حالت پاتې شوی هیواد نه دی، د اړي ګړي او خيز وترپ هېواد دی، اوس هم چې افغانستان له امريکايي جګړې څخه د راوتو په حالت کې دی لازمه ده چې د تېرو ترخو تجربو څخه به هر چا زده کړه کړې وي نو تېر حالت ته په کتو بايد چې د هېواد د امن او ټيکاو لپاره هر با احساسه او مسؤل افغان خپل مسؤليت اداء کړي. که د چا پاو، چارک او من ګټه د خپل هيواد او ولس لپاره کيږي بايد ويې نه سپموي، هڅه بايد وشي چې د افغانانو ترمنځ د کرکې، نفرت او بدبينۍ ترخه ختم کړل شي او افغانان يووالي، اتحاد او اتفاق ته راوبلل شي او دا مسؤليت د هر هغه افغان دی چې محض د دې هيواد تابعيت ولري او د هيواد له حالاتو څخه باخبره وي، خو تر ټولو زيات مسؤليت د علماو، پوهانو، بانفوذه او مطرحو شخصيتونو، استادانو او لوستو ځوانانو دی چې تر خپل وسه په رسمي او غير رسمي توګه د افغانان ترمنځ د سولې، ټيکاو، اسلامي او ملي ارزښتونو ته د ژمنتيا فکر په خلکو کې عام کړل.

د ټولنې د هرې برخې مسلکي خلک چې په پوره جذبه او احساس سره د هيواد د بيارغونې او ټولنيز سمون لپاره کار وکړي نو هيواد به مو د سيمې او نړۍ له هيوادونو سره د سيالۍ په کتار کې سيال ووينو چې په دې توګه به افغانستان بېرته خپل پخواني برم او عظمت ته وروګرځي.

افغانستان کې چې هرکله د افغانانو ترمنځ اختلافات رامنځته شوي دي او يو افغان يې د بل دښمن کړی دی هغه  افغانستان ته له بهر څخه د اغيارو د افکار او عقيدو واردېدل دي.  افغانستان چې خلک يې ټول مسلمانان دي او يوازې دلته د الله تعالی قانون او احکامات پلې کېدلی شي، نو په مقابل کې یې چې کله هم بهرنيو او کورنيو دلته د نورو مفکورو د پلې کولو هڅې کړي دي نو له غبرګون او ټکر سره مخ شوي دي چې په پايله کې دا فکري ټکرونه په فزيکي جنګ بدل شوي دي او په وړاندې افغانانو قرباني شوي دي.

موږ د هيواد روښانه راتلونکې؛ د تېرې تورې تيارې څخه د عبرت اخيستلو په نتيجه کې جوړولی شو او که خدای مه کړه لا هم د افغانانو ترمنځ يو بل ته په زړونو کې د انتقام او کسات اورونه بل وي، بيا به نو بهرنيان له افغانستان څخه وتلي وي او په خپل کور کې به افغانان له يو بل سره په کورنۍ جګړې اخته وي چې ګټونکی به يې هيڅوک نه وي، مګر هر لوری به بيلات او نقصان سره مخ وي او افغانستان به هم د تباهۍ او بربادۍ لور ته ټيل وهل شي او د نيکمرغۍ ورځې به ونه ويني.

نو دا ضروري ده چې ويښ او فعال افغانان کور په کور، کلي په کلي او کوڅه په کوڅه د امن، يووالي، سولې او د افغانانو ترمنځ د وحدت او پيغام ولېږدوي.  ان شاء الله

اړوند نور مطالب او مجلې

د بايډن او د هغه د ادارې د ماتې لومړی څرك !

Habibullah Helal

په قربانيو او جهادي تخنيک ميناتوري شوی د دوحې تړون د برم څلی !!

Habibullah Helal

دټټنګ مدرسه کې کوچنیان حافظان په کوم جرم ووژل شول؟

Habibullah Helal