دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې مرکې

دلوګر ولایت والي محترم مولوي احمد علي جان له څرک مجلې سره په مرکه کې

دلوګر ولایت والي محترم مولوي احمد علي جان له څرک مجلې سره په مرکه کې:

دلوګر ولایت ۹۰ فیصده ساحه د مجاهدینو په لاس کې ده، په مفتوحه برخو کې مو د بیارغوني لازمي اسانتیاوي برابري کړيدي

پوښتنه:  دا چې لوګر ولایت یو له مهمو ستراتیژیکو ولایتونو څخه دی او د پلازمېنې کابل دروازه بلل کیږي، او د دښمن په زړه کې موقعیت لري، امارت زیاته  ساحه تر ولکې لاندې لري، په نظامي، فکري، سیاسي اقتصادي او فرهنګي ډګر کې لاسته راوړنې لري؛ “(قاري نظامي) یې په اړه د یاد ولایت نظامي مسئول محترم مولوي صیب محمد علي جان احمد حفظه الله سره ځانګړې مرکه چمتو کړې چې د لوستونکو پام ورته را ګرځوو.

محترم والي صیب په لومړي کې د ( د څرک مجلې) لوستونکو ته د خپل ځان او مسئولیت پېژندنه وکړې.

والي: نوم مې مولوي محمد علي جان احمد دی او د لوګر ولایت نظامي مسئول په حیث دنده اجرا کوم.

څرک: محترم والي صیب د لوګر اوسنی جهادي وضعیت څرنګه ارزوئ؟ څومره پرمختګونه مو کړي او د اسلامي امارت د سلطې او واک ساحې په اړه که راته مالومات راکړئ چې څو سلنه حاکمیت په یاد ولایت کې لرئ؟

والي: په پیل کې د الامارة ویب او څرک مجلي چلونکو کار کونکو او  همکارانو ته سلامونه نیکې هیلې او احترامات وړاندې کوم او په خپلو هڅو او مبارزه کې ورته د لا بریا توفیق غواړم الله ج دې ستاسو  قلمونه او فکرونه د دین د دفاع او مسلمانانو د دین رسونه کې لا مستحکم وګرځوي او دغه روانه مبارزه مو په خپل دربار کې قبول کړي

دا چې زه له دغه تېر کال راهیسې په لوګر ولایت کې د والي په صفت  مسئولیت لرم، غواړم چې د دغې پوښتنې اړوند وضاحت درکړم:

د لوګر ولایت جهادي وضعیت یوازې دا نه چې زه یې درته ووایم بلکې د دښمن د رسنیو اعتراف او دغه ډول د ازادو رسنیو او نورو هیوادوالو له لوري به مو ډېر څه اورېدلي وي خو زه به درته دومره ووایم چې لله الحمد لوګر ولایت کې د نورو کلونو په نسبت جهادي وضعیت تر بل هر وخت ډېر ښه پر مخ تللی او هره ساحه کې مجاهدین  د دښمن تر دروازې  رسېدلي او دښمن په ټولو مراکزو او تم ځایونو کې د یو ساعت لپاره هم د ارام ساه نه شي اخیستلای او د مجاهدینو تر کلابندۍ او هدف لاندې دي، په ساحه یې ورباندې ډېره را تنګه ده، او وروستي پرمختګونه مو سږ کال دوه ولسوالۍ په بشپړه توګه تصفیه او د مجاهدینو لاسته ولویدي چې یوه د برکي برک او بله د څرخ ولسوالۍ ده، په مرکز کې په نورو فتوحاتو سربیره د پل متاڼیو بیز تصفیه شو، په محمداغې ولسوالۍ کې ۱۴ پوستي په پرلپسې توګه فتحه شوي، په ازره او خروار ولسوالیو کې هم ګڼ مراکز د مفسدي اداري د مجاهدینو لاسته ورغلل د ازرې ولسوالۍ کې پرمختګونه، نو ویلی شو چې لوګرکې  د اسلامي امارت د واک او حاکمیت ساحه  تقریبا تر نوي سلنه لوړه شوې، او لا تردې هم زیاته ده.

۲ ــ پوښتنه

لوګر ولایت کې مو خلکو ته د بیا رغونې او عام المنفعه برخو د جوړوني په رابطه کوم سهولتونه برابر کړي او راتلونکي کې په دې اړوند کوم پلانونه لرئ؟

ځواب  : د اسلامي امارت د بیا رغونې او عام المنفعة برخو کې مو مسلمان او مجاهد ولس ته تقریبا په ټولو ولسوالیو کې په سلګونو پروژې عملي کړي دي، لکه د سردخانو پروژې، استنادي دیوالونه، ویالې، سړکونه او پلونه جوړول او داسې نورې وړې پروژې چې شمېر یې نهایي زیات دی په هره ولسوالۍ کې عملي شوي دي چې ټول ولس په دې قانع دی، او دغه لړۍ ډېره په چټکۍ سره روانه ده البته د عام المنفعة برخو کې عمده کارونه چې اسلامي امارت تر سره کړي او نور هم په پام کې لري هغه د برکي او څرخ ولسوالۍ ټول عمومي او فرعي سړکونه دي چې د اسلامي امارت په لګښتونو او د متدین ولس په همکاریو سرته رسېدلي او ځینې لا جریان لري، دغه راز په خروار او محمداغې ولسوالیو کې هم ګڼ شمېر سړکونه رغول شوي دي چې ولس یې تر څنګ ولاړ و او دغه حقیقتونه یې ټول مشاهده کړي، او تر دې هم عمده سړکونه چې اسلامي امارت د ازادو مؤسساتو په توسط د  ولایت پل عالم د خضر له سیمې څخه بیا تر برکي اخیری سر سجاونډ پورې، له برکي نه تر څرخ او له څرخ نه بیا تر خروار امانیه بازاره او بیا له دغه ځای څخه تر خواجه انګور سیمې پورې د عمومي سړکونه د اسلامي امارت مسئولینو له لوری او د خیریه بنسټونه په همکارۍ په پلان کې نیول شوي او منظوري، سروې یې شوې چې په راتلونکې به یې ډېر ژر چارې بشپړې شي، په خروار کې د داود خان د وخت یو لوی بند دی چې د بیا رغونې او ترمیم له پاره یې بودیجه منظور شوې چې ان شاءالله په لنډو ورځو کې به کار ورباندې شروع شي او په دغه برخه لا ډېر پروګرامونه په نظر کې لرو چې دا به د کړېدلي او زورېدلي ولس د هوساینې سبب جوړ شي ان شاءالله .

۳ــ پوښتنه

له ولس سره د تماس او ناستي ولاړي په باب که وضاحت راکړې چي که د امارت کوم مسول او مجاهد له لوري خدای مکړه زیاتی وشي هغوی کولای شي تاسي ته ځان ورسوي؟

تاسي څومره اهمیت ورکوئ او ترکومه حده مو دا کار کړی؟

ځواب:  له ولس سره د ناستې ولاړې په باب به دومره درته ووایم لله الحمد په دغه تېر کال کې چې زه دلته مسئول وم هرې یوې ساحې ته تللی یم او هلته مې شپې ورځې تېرې کړي او هرڅه مې له نېږدې څارلي او زموږ په ملاقاتونو هیڅ ډول بندیزونه نه وو لګول شوي، بلکې په ازاده فضا کې یې موږ سره په مجلس کې ګډون کولای شو لکه څرنګه چې مجاهدین په اسانۍ سره کولی شي تر موږ راورسېږي  همدغه ډول ولس هم له موږ سره پرته له کوم خنډ او ځنډ رسېدګي کولای شي او خپلې ستونزې له موږ سره شریکولای شي هیڅ داسې نه دي پېښ شوي چې یو مجلس کې عام مسلمانان له موږ سره د ګډون کولو څخه محروم شوي وي الحمدلله چې په یاد ولایت کې د مجاهدینو حاکمیت فراخه و او د هر چا ستونزو ته په کامله معنا رسېدګې کولای شوه که د هر خاص او عام ملکي عرایض و یا یې کوم کارونه تعطیل سره مخ و په هره ساحه کې یې موږ ته په اسانۍ ځان رارسولای شو او هیڅ ډول شکایت نه دی تر لاسه شوی.

۴ ــ پوښتنه

وخت ناوخت داسی راپورونه ورکول کیږی چې لوګر کې د معارف په برخه کي ستونزي ایجادیږي مکتبونه بندیږي یا هم تعلیمي مراکز سوزیږي  دا خبرونه حقیقت لري؟ که حقیقت نه لري ولس ته څومره ډاډ ورکولای شی؟

ځواب:  ددغې پوښتنې په ځواب کې به زه دا ووایم چې دښمن همیش د خپلو شومو اهدافو ته د رسېدو لپاره په مجاهدینو ډول ډول سپک او کاذب تبلیغات کړي او غواړي چې په دغه ډول ناوړه تبلیغاتو د ولس او مجاهدینو تر منځ واټن پیداکړي البته په تېرو دوه لسیزو کې به داسې څوک ثابت نه کړي چې مجاهدینو تعلیمي مرکز په نښه کړی وي او یادې هم دینی او عصري تعلیم لپاره خنډونه را منځته کړي وي یا یې یو تعلیمي مرکز سوځولی وي او هیڅ امکان نه لري چې د مجاهدینو له لوري دې دغه ډول کړنې ترسره شي ځکه هر ډول تعلیم د ولس اشد ضرورت ده بلکې ساتنه یې خپله فریضه بولو څومره چې مجاهدین تعلیمي ادارو ته ژمن او احترام لري؛ نړۍ کې یې بېلګه  نه موندل کیږي، البته بر عکس دښمن همیشه لپاره زموږ دیني مدارس بمبار کړي، تنکي حافظان یې شهیدان کړي په شپنیو چاپو کې یې جوماتونه، مدرسې په بمونو الوزولي مکتبونه یې سوځولي، خو په ظالمانه او مغرضانه توګه یې په مجاهدینو ورحمل کړي، خو لله الحمد ولس بیداره دی او د هرې صحنې عیني شاهد دی او د دښمن دغه پارونکی عمل یې غندلی او په خلاف یې تظاهرات کړي.

۵ــ پوښتنه

په تعلیمي بهیر کې مو څومره پرمختګونه کړي او راتلونکي کې کوم پلانونه ورته لرئ؟

ځواب  : په تعلیمي بهیر کې مو دومره پرمختګ کړی چې په تېرو دوه لسیزو کې یې ساری نه موندل کیږي دادی په ډېرو مدارسو او مکاتبو کې د تعلیم او تربیې د لوایحو او اصولو په چوکاټ کې سه ماهي، شش ماهي او سالانه ازموینې په ډېر شفاف ډول سر ته ورسېدې او په زیاترو ولسوالیو کې مکتبونه او مدارس جوړ شول د بېلګې په ډول خروار ولسوالۍ کې چې یوه لویه مدرسه کلونه کلونه ویجاړه وه سږ کال یاده مدرسه ورغول شوه استاذان پکې وګمارل شول او راتلونکي هم ډېر ښه ښه پلانونه لرو چې زموږ د ملت د بچیانو د ښې روزنې لپاره له هر ډول امکاناتو او فرصتونه څخه کار واخلو تر څو ددغه ملت بچیان په راتلونکی کې تعلیمي سویه لوړه  شي ځکه چې د مفسدینو ظالمانه  اشغال په دغه موده زموږ د ملت بچیانو تعلیمي کچه نهایت زیاته کمه شوې ده، راتلونکي کې کوشش کوو چې په ډېره کمه موده د ولس بچیانو دغه نیمګړتیاوې پوره کړو او په تعلیمي میدان کې یې د نړۍ سره سیال کړو.

۶ـ پوښتنه

ځینې وخت د لوګر ولایت د امارت ساحه کې مرموز قتلونه کیږي چې هیڅوک یې هم مسولیت په غاړه نه اخلي، تاسي من حیث دلوګر مسئول په دې اړه کوم اقدامات کړي چې دا قتلونه څوک کوي،

ځواب:  که فرضا مجاهدین په دغسی مواردو کې دخیل وبلل شي دولایت مقام یې په وړاندې کوم عکس العمل ښودلی او مشکوک خلک یې موندلي؟

د مرموزو قتلونو په اړه دا ووایم چې دلته تقریبا شل کاله یو داسې فاسد او منحوس نظام تېر شوی چې فساد یې نړیوال شهرت پیدا کړی او دغه فاسد نظام کې ددې ملک هغو اشخاصو ګډون کړی چې ټول د تمامو صفات رزیله څخه مالامال و، دلته یې ډول ډول وحشتونه تر سره کړي، قتلونه یې کړي، چې یو نیک بنده به یې لیده په یو او بل یا هم د طالب په نوم په شهادت رسول او په دغه نامه هرډول ناخوالې رامنځ ته شوي، دښمنۍ پیدا شوي چې همدا د دغه ناروا اشغال ثمره وه

البته دغه قتلونه زیاته برخه د دښمن په ساحو کې د دښمن له لوري شوي او که ځینې وخت داسې پیښې شوي وي یا هم د حکومت د ظلمونو او وحشتونو دغو ناخوالو کې چې کوم شخص سره زیاتی شوی وي، د خپل انتقام اخیستلو لپاره وي خو لله الحمد دغه بې ځایه او مرموز قتلونه مجاهدینو پورې هیڅ تړاو نه لري هیڅکله یو مجاهد پرته له محکمې څوک نه وژني الحمدلله د مجاهدینو ساحو کې دغه ډول کړنې په مکمل ډول له منځه تللي څومره ساحې چې د دښمن له وجود څخه تصفیه شوي هلته د مرموزو وژنو مخنیوی تر ډېره حده شوی ده البته که کومې کړنې تر سره کیږي د حکومت ساحه کې کیږي که احیانا د مجاهدینو ساحو کې ځینې مغرضې کړۍ د مجاهد نوم څخه په استفادې دغه ډول کړنې ترسره کړي په اړه مو لازم اقدامات کړي پلټنې مو پیل کړي عاملین مو یا نیولي یا هم تښتېدلي او محکمو ته مو سپارلي او محاکمو کې ورباندې کار روان ده او که بالفرض مجاهدین یا د مجاهدینو له نوم څخه په استفادې په دغه کړنو کې دخیل وبلل شي نو په اړه مو جدي چلند کړی هیڅوک مو نه دي معاف کړي او قضایي ارګانونو ته مو سپارلي ځینې محکمه شوي او د ځینو محکمې لا جریان لري .

۷ــ پوښتنه

ځینې وخت د عامو خلکو له لوري د نورو ولایتونو په شمول لوګر کې هم د اسلامي امارت په محاکمو نیوکې کیږي چې یادو محاکمو کې مو خبره نه اورېدل کیږي او قضایي ارګانونه راسره تو پیري چلند کوي، ددوی دغه خبره څومره پر ځای ده او که فرضا دغه ډول پېښې رامنځ ته شي نو په اړه مو لازم اقدامات څه دي؟

ځواب:  دا شل کاله مو مبارزه د همدغه هدف لاسته راوړلو په خاطر وکړه چې دلته یو اسلامي نظام حاکم شي او د اسلامي نظام بنیاد همدغه محاکم دي خو دلته هیڅ داسې نښه نه ده لیدل شوې چې د چا خبره دې نه وي اورېدل شوي او یا دې هم چا سره توپیري چلند شوی وي هغه ځکه چې د هر محکمې او ادارې تر شا بله اداره او عالي محاکم دي چې د لاندې اداروکړنې څارل کیږي او په محاکمو کې داسې لوی لوی شخصیتونه باتجربه او با استعداده علمي څېرې ګومارل شوي چې هیڅکله به هغوی په داسې یوه خبره سترګې پټې نکړي چې د شریعت خلاف وي اصلا داسې کړنو ځای نه شته البته دومره باید ووایم چې دلته یو ډېر فاسد نظام شتون درلود او د خلکو عرائض یې له ستونزو سره مخ کړي اوس چې کله زموږ دغه قضایي ارګانونه په شفاف ډول منظم شول د خلکو هجوم ورباندې زیات شو مسائل نهایت زیات دي کار ډېر غواړي او د محاکمو مراحل هم ډېر دي نو په دغه مورد د خلکو عرائض یو څه ځنډول کیدای شي او د خلکو نیوکه هم په همدغه ځای ده نه دا چې خدای مه کړه په اداره کې فساد دی.

۸ ــ پوښتنه

دا چې لوګر ولایت کې د نورو ولایتونو په نسبت د خلکو تر منځ کلونه کلونه د ځمکو د غصب او نورو ملکیتونو په باب پیچلي موضوعات او شخړې نهایي زیات لیدل کیږي چې د خلکو د دښمنۍ او قتلونو، رقابتونو، اساس بلل کیږي دغه موضوعات او ستونزې  مو تر کومه هوارې کړي او په کومه سترګه ورته ګورئ؟

ځواب  : دې کې شک نشته دغه ډول ناخوالې په لوګر ولایت کې ډېرې زیاتې دي په دې بابت دلته ډېر قتلونه شوي، قومونه له بل سره اوښتي کلونه کلونه دښمنۍ په دغه اساس رامنځته شوي خو البته د دغو ټولو ناخوالو اصلي عاملین همدغه ګوډاګی رژیم ده چې یو بل به یې په شا ډبول او یو بل به یې په پردیو ځمکو ورتېزول او دا یې ددې لپاره کول چې اوبه خړې کړي او دوی خپل ماهیان په کې ونیسي او د رشوتونو دروازې په دوی راخلاصې شي، نو د دغو پیچلو موضوعاتو  د هوارۍ په لړ کې مو مهم ګامونه اوچت کړي دي او دغه مسائل او رقابتونه مو تر ډېره حده راکم کړي د نهو، لسو کلونه جنجالونه رقابتونه په زرګونو زرګونه جریبه ځمکه چې په لسګونو اشخاص په کې وژل شوي وو د قومونو تر منځ ناندرۍ وې په درې میاشتو د مسؤلیت کې مو دغه ډول ډېر زیات موضوعات حل کړل په هغې کې یوه مشهوره شخړه چې د خاکي په دشته باندې وه  ډېر قتلونه ورباندې شوي و چې لله الحمد اوس هیڅ هم نشته.

دغه ډول په مرکز کې د بابوس مربوط دې ته ورته پیچلې موضوع وه او زیاته اندازه ځمکه مو د غاصبینو له منګولو ازاده کړه په مجموع کې به دومره ووایو چې د نوي سلنې ناندریو او جنجالونه څخه تر لس سلنې هم ټیټې کچې ته رسېدلې او د قتلونو موضوع په ټپه درېدلې او راتلونکي کې ددغه ډول شخړو مخه ډب شوې هیڅوک نه شي کولای چې څوک د چا ځمکه باندې قبضه وکړي او یا هم په دغه مورد قتلونو او نورو جنجالونو ته مخه کړي

۹ــ پوښتنه

د مجاهدینو فکري روزنې ته مو کومې لازمې چارې ترسره کړي او د دعوت ارشاد په اړه کوم پروګرامونه لرئ؟

ځواب

د مجاهدینو د فکري روزنې په باب که درته ووایم چې الحمدلله له ابتداء څخه زموږ مجاهدین په فکري وسله سمبال او ټول هغه اشخاص دي چې د عمر زیاته برخه یې په دیني مدرسو کې تېره کړې ټول علماء، حا فظان او نیکان مسلمانان دي همدغه لامل و چې زموږ دغه مبارزه یې د کامیابۍ درشل ته راورسوله خو ددې سربېره لله الحمد چې د مجاهدینو فکري روزنې لپاره مو په هر مرکز هره ټولۍ کې د دعوت ارشاد له لارې علماء کرام ګومارلي او وخت ناوخت دوی ته فکري روزنه ورکوي پروګرامونه ورته لري او دا چې پخوا مجاهدینو ته دومره وخت نه و چې فکری روزنې لپاره له جګړو راخلاص شي خو اوس دښمن له هر څه لوېدلی یوازې د خپلو قرارګاو ساتنه کوي نو مجاهدین هم دومره ډېر شوي چې اکثره د جنګ ساحو ته ضرورت نه لري نو له دې امله مو ددوی دغه وخت د اسلامی امارت د پاليسي سره فکري روزنې ته ورکړی او د دوی لپاره مشخص درسي پروګرامونه لرو شرعي دورې لرو او دغه ټول کارونه د دعوت ارشاد تر نګرانۍ لاندې ترسره کیږي او د دعوت ارشاد کمیسون چې د ولس د ذهن سازي لپاره رامنځ ته شوی، داچې ولس مو دا دوه لسیزې د امریکایي اشغال په نتیجه کې ذهنونه ددوی د تبلیغاتو ښکار شوي او ډېر کار ورباندې شوی نو دوی لپاره د دعوت ارشاد په لویه کچه پروګرامونه لرو د دښمن په لیکو کې د دعوت ارشاد هڅې د ستایلو دي دا دی د کال په اږدو کې تر زرو پورې د دښمن له لیکو څخه خلک را جلا شوي او راتلونکي په دې اړه په پراخه پیمانه کار روان دی الحمدلله

۱۰ ــ پوښتنه

دا چې عموما نړیوال د ملکي تلفاتو زیاتره پړه په طالبانو ور اچوي

نو په دغه مورد د ملکي تلفاتو د مخنیوي په اړه مو څومره هڅې کړي؟ ولس او نړۍ ته څومره ډاډ ورکولای شئ؟

ځواب  : د ملکي تلفاتو په اړه به دا درته ووایم چې د دښمن رسنۍ خو د دوی د لاس آلې دي او د ملکي تلفاتو پړه اکثره په طالبانو ور اچوي خو ولس او نړۍ ته بهتره مالومه ده چې ملکي تلفات څوک رامنځ ته کوي او وخت په وخت یوناما هم په دې اړوند راپورونه ورکوي چې د پخوا په پرتله د ملکي تلفاتو په اړه د پام وړ کموالی ښیي او کوم تلفات چې را منځته شوي اکثره د دښمن په ساحو کې رامنځته شوي او د مجاهدینو ساحو کې هم د دښمن له لوري په عامو خلکو، کورونو، جوماتونو مدرسو ړندې بمبارۍ شوي، په بې ګناه وکړو چاپې اچول شوي او په شهادت رسول شوي او کوم چې پټ جنایتونه دي د طالب د بدنامۍ لپاره د دښمن په ساحو کې ترسره شوي چې دا ددوی ښکاره دلیل او ثبوت دی چې د ملکي تلفاتو اصلي عاملین همدغه حکومتي جنایتکاران دي او ټول ولس په دې شاهد دی  او مجاهدینو یې د مخنیوي په اړه له هرډول ممکنې لارې ګټه اخیستې تر دې پورې اکثره وخت موږ کولای شو د دښمن مهم اشخاص له منځه یوسو خو د ملکي تلفاتو خطر هلته موجود وي عملیات نه دي ترسره شوي لله الحمد د ټولو مجاهدینو نظر په دې جوړ دی چې هلته که یو ملکي شخص متضرره کیږي هم عملیات نه کوي

۱۱ ــ پوښتنه:

د فرهنګي چارو کمیسون مبارزې تعقیبوئ؟ او څنګه یې ارزوئ؟ او څه پیغام ورته لرئ؟

ځواب:  لله الحمد د فرهنګي چارو کمیسون مبارزې تر خپل وس او توان پورې د خپلو کارونو او معمولاتو تر څنګ تعقیبوو، څارو یې، ددوی لیکنې، مقالې، تبصرې، څرګندونې لولو او د ستاینې داسې الفاظ نه لرم چې ددوی دغه مبارزه په کومو الفاظو یادې کړم خو لله الحمد د امریکا له نظامي او فکري یرغل سره هم مهاله د اسلامي امارت د فکر خاوندانو فکري مبارزه هم د ستاینې وړ ده او د فرهنګي چارو کمیسون کړنو باندې د دښمن اعتراف زموږ د پاره د افتخار ځای دی او زیات ورڅخه منندوی یو چې د امریکا او د هغوی د متحدینو مظالم او د هغوی وحشتونه یې دنیا ته څرګند کړل او د دوی منحوسې څېرې یې نړۍ ته بنډې کړې او ددوی شوم اهداف یې نړۍ ته وښودل،

پیغام مو ورته دا دی چې خپلې مبارزې د پخوا په نسبت لاګړندۍ کړي او پر مخ ګامونه واخلي او هغه حقائق نړۍ ته لا روښانه کړي چې په حقیقتونو بنا وي او په خپله مبارزه هلې ځلې لا چټکې کړي ځکه چې دښمن دا مهال په نظامي ډګر کې پوره ماته خوړلې اوس یې یوازې تبلیغاتي میدان ګرم ساتلی او ټول توان او طاقت یې په دغه لاره کې په کار اچولی تر څو د ولس او طالبانو تر منځ واټن پیدا کړي او دا چې لوګر ولایت تقریبا نوي سلنه د طالبانو حاکمیت ده په کار ده چې د نورو ولایتونو تر څنګ لوګر کې هم فرهنګي کمیسون خپلې هڅې زیاتې کړي او دلته همکاران پیداکړي د عام ولس او طالبانو تر منځ اړیکې لا پیاوړي کړي ترڅو حقائق لا روښانه شي او هغه خلک چې د دغه فاسد رژیم تر چتر لاندې يې ژوند تېر کړی اذهان یې مغشوش شوي له حقائقو لرې او ناخبره دي چې دوی ته د اسلامي امارت د مشرانو قرباني، ددوی کارنامې، او د اسلامي امارت پالیسي څخه خبر کړل شي او ددوی د اذهانو جوړښت لپاره هرې ممکنې لارې کار واخلي او ډول ډول پرګرامونه ورته جوړ شي او دا مهال ډېره زیاته اړتیا ورته لیدل کیږي

پوښتنه: محترم والي صیب په پای که راته  ووایاست چې تاسو د تیرکال له خدمتونو او لاسته راوړنو څخه راضي یاست که په مختصر ډول یې راته ووایئ چې ددغو لاسته راوړنو او بریا راز مو په څه کې و؟

ځواب

لله الحمد موږ چې دا اتلس کاله د یرغلګروپه مقابل کې جهاد وکړ قرباني مو ورکړه د الله ج د رضا تر لاسه کولو لپاره مو په دغه لار کې څو ځلې وینه ورکړه او لا تر اوسه د قربانۍ په میدان کې ولاړ یو په دې دې سره یوازې د الله ج رضا غواړو او د اسلامي نظام نفاظ یې ثمره ده او په معنوي لحاظ سره زموږ د کامیابۍ راز په نیت کې ده او تر ډېره حده په ظاهري لحاظ سره چې موږ دلته کامیابي لیدلې مجاهدین منظم او منسجم شول، پرمختګونه وشول،  فتحې وشوې دا ټوله ثمره د کامل اطاعت نتیجه وه چې موږ الحمدلله د خپل انساني توان مطابق د خپلو مشرانو او دهغوی د لوائحو، د هغوی د طرزالعملونو، د هغوی د پرامینو او د اسلامي امارت تمامو اصولو، قوانینو او د شریعت مقدسه احکماتو مو پوره اطاعت کړی او په ځان مو عملي کړی او هر ډول مشقت او تکلیف ته مو ځان چمتو کړی،

دویم مو په ظاهري اسبابو کې کامیابي راز په دې کې ولس سره مو هماهنګي ډېره زیاته وه او ولس موږ ته لاس رسی په اسانۍ سره کولای شو او هر وخت به د خپل ولس په منځ کې وو چې الحمدلله خپل ولس راڅخه رضائیت ښودلی و او تر شا مو ولاړ و

دریم مو د ولایت تشکیل کې ټول اهل کار متدین خلک و چې هر مسئول خپل مسئولیت په پوره دیانت او امانتدارۍ او یو بل سره په هماهنګۍ سره سرته رسولی و.

پوښتنه: په پای کې مجاهدینو، دلوګر  مسلمان ولس او عسکرو ته په لنډو ټکو څه پیغام لرئ؟

ځواب

په پای کې مجاهدینو وروڼو ته دغه پیغام لرم چې دا څومره وخت مو له الله تعالی سره کومه معامله روانه کړې وه کوم اخلاص او صفا نیت باندې مو جهاد وکړ قرباني مو ورکړه عام ولس سره مو خواخوږي څرګنده کړې وه او د خپل ولس په دفاع کې ولاړ وئ، دغه صفاتو کې لا زیادت پیدا کړئ عام ولس باندې د شفقت لاس راتېر کړئ، دوی ونازوئ د دوی آبرو وساتئ، دا چې دا شل کاله یې چې درسره کومه معامله وکړه کومې سختۍ یې وګاللې، اوږه په اوږه درسره ودرېد د دغو قربانیو قدرداني یې وکړه په دغو دوه لسیزو کې چې دښمن خپل ټول توان استعمال کړ او ولس یې له تا څخه جلا نکړ او ستا هر ډول همکاري یې وکړه پام کوه چې د ولس دغه قربانۍ هېرې نه کړې او دغه دردېدلی په دین مئین ولس را څخه پردی نه شي.

خپل مسلمان متدین ولس ته دا پیغام لرم چې دا شل کاله مو له مجاهدینو سره هر ډول قرباني ورکړه مجاهدین مو د بریا تر سرحده ور ورسول دښمن ته مو ماته ورکړه پام چې تر دې وړاندې هم د خپلو مجاهدینو وروڼو او د علماء کرامو لمن پرېنږدئ او په کلک عزم سره د خپل مجاهد ورور سره اوږه اوږه ودرېږئ.

عسکرو او نورو حکومت پلوه منسوبینو ته دا پیغام لرم چې نور د دغه فاسد ګوډاګي رژیم له صف څخه راجلا شئ او په خپلو ځانونو، اولادونو رحم وکړئ او د الله ج له سخت عذابه وډار شئ د کفر له غلامي څخه لاس په سر شئ نور د خپل دین او اسلام دښمنانو وحشي کفارو په اشاره د خپل کلي عالم او حافظ مه وژنئ او فکر وکړئ چې د چا لپاره قرباني ورکوئ؟ د کوم هدف لپاره وژل کیږئ؟ نور له دغه فرصت څخه ګټه واخلئ او د خپلو ټوپکونو شپیلۍ د دین په دوښمنانو راواړوئ او ځانونه تر مجاهدینو راورسوئ.

اړوند نور مطالب او مجلې

رژیم کابل و بُغرنج فساد اداری در افغانستان

Habibullah Helal

پوځي ډګر کې د ستر قائد پېغمبر صلی الله علیه وسلم د بریاوو لاملونه (دویمه برخه)

Habibullah Helal

د اسلامي ارزښتونو او ملي منافعو ساتونکي ځواک ته اړتيا

Habibullah Helal