دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې

د عسکرو ایستل! د امریکا او افغانستان دواړو لپاره تاریخي او حیاتي ارزښت لري

ارمان
هر څومره چې د (۲۰۲۱ زکال د می میاشتې وروستۍ نېټه) رانیږدې کیږي، ورسره یوځای د سیمي په سیاسي وضعیت کې هم تېزي او ګرمي راځي چې په دې لړ کې د مارچ په ۱۸ مه نېټه د روسیې په پلازمېنه (مسکو) کې د افغاني جهتونو او شخصیتونو تر منځ یوبل سره د نظرونو شریکولو په غرض جوړ شوی کانفرانس دبېلګې په توګه یادولی شو.

هو! د مسکو په کانفرانس کې د افغانستان اسلامي امارت په استازیتوب د امارت د سیاسي مرستیال او د قطر د دفتر رئیس ملا عبد الغني بردار په مشرۍ لس کسیز وفد او کابل نه د ډاکټر عبد الله په مشرۍ د مختلفو احزابو او ډلو ټپلو نه جوړ وفد او همدا راز د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد، دچین هیواد استازي، دروسیې استازي په ضمیر کابلوپ سربیره د دوه اسلامي هیوادونو (قطر او ترکیې) استازو هم ګډون کړی وو.

دکتونکوپه اند: ښکاري داسې چې د نړۍ لوی ابرقدرت هیوادونه لکه چین، روسیه او نور په دې کوښښ لګیادي چې په افغانستان کې دښکېلو اړخونو ترمنځ د سولې یو داسې بهیر رامنځته کړای شي چې هغه معقول او دافغانانو لپاره قناعت بښونکی وي.

یاد کانفرانس نه وړاندې د امریکایانو له څرګندونو څخه داسې اندیښنې راټوکیدلې چې ګواکي امریکا نه غواړي چې ترټاکلې مودې پورې خپل ټول ځواکونه وباسي، چې په سبب یې د افغانستان اسلامي امارت دېته مجبور شو چې دامریکایانو په وړاندې کلک غبرګون وښيي او یوځل بیا خپله پخوانۍ غوښتنه تکرارکړي چې د روان ۲۰۲۱ زکال د می میاشتې ترپایه به امریکا حتماً خپل ټول ځواکونه وباسي او دا ځل یې د مسکو په کانفرانس کې هم په ښه جرئت او صراحت سره خپله یاده داعیه یوځل بیا دنړیوالې ټولنې په وړاندې کېښوده چې امریکا دي خامخا روان جنګ پای ته ورسوي او تر ټاکلي مودې پورې دي خپل ټول عسکر وباسي.

د مسکو کانفرانس په دوران کې دا هو جوته شوه چې د نړۍ او منطقې مخکښ هیوادونه په راتلونکي کې په افغانستان او سیمه کې له نورو جنګونو څخه د ملاتړ پر ځای د سولې له بهیرنه ملاتړ کوي زکه د جګړې له دوام سره په نړیواله او د سیمې په سطحه مخالفت شتون لري او هم هغوی په سملاسي توګه روان جنګ پای ته رسول غواړي.

د مسکو کانفرانس په پای کې د یوې ګډې اعلامیې د خپرولو په ترڅ کې ټولو ګډونوالو په افغانستان کې د سولې په راوستو ټینګاروکړاو د نورو هیوادونو پرضد یې د افغانستان خاورې د نه کارولو غوښتنه وکړه، دکتونکو په اند: د ماسکو اعلامیه په دې دلیل معنی خیزده،چې د سیمې هیوادونو په ګډه دا ژمنه کړې ده چې دوی نور په افغانستان کې د جګړې له غځولو څخه ملاتړ نکوي هغوی د جګړې د مخنیوي لپاره کوښښ کوي چې د افغانانو ترمنځ د خپلمنځي افهام وتفهیم لپاره زمینه برابره کړي، دکتونکو په نظر داکار د سولې پروسې ته زیات تقویت ورکوي، مسکو کانفراس پرمهال داهم جوته شوه چې د نړۍ او منطقي مؤثر هیوادونه نور اشرف غني ته اهمیت نه ورکوي، ولې که هغه ته یې اهمیت ورکولی نو غني خو هیڅکله دا نه غوښته چې د مسکو غونډه جوړه شي، هغه پخپل وس ټول د جوړیدو سره مخالفت وکړ، خو بریالی نشو، لیکن د امریکا په ګډون او د مسکو کانفرانس تدویرونکوو د هغه د مخالفتونو پروا و نه ساتله یعنې هغوی د اشرف غني د خوښې پرته مسکو کانفرانس جوړ کړ او هغه ټول خنډونه یې له منځه یوړل کوم چې د کانفرانس جوړیدو په وړاندې مانع کیدل، تردې پورې چې کله ظالم او جعلي مارشال دوستم غوښتل د مارشالۍ په دریشۍ کې مسکو ته سفر وکړي، خو د کانفرانس د یو شمیر ګډونوالو لخوا په دریشۍ کې د هغه د ګډون سره مخالفت وکړ، دکانفرانس کوربنو هیوادونو دهغوی غوښتنه ومنله او دوستم ته یې په دریشۍ کې مسکوته دننوتو اجازت ورنکړ، تردې چې هغه دریشي وویسته اوپه ډیرخجالت او د شرمنده ګۍ په حالت کې مسکو ته ننوت.

د مسکو په کانفرانس کې داهم جوته شوه چې د نړۍ او هم د منطقې مهم هیوادونه دافغانستان اسلامي امارت د سیاسي دریځ پلوي کوي او هغوی دا هم تسلیموي چې دافغانستان د جغرافییې په شپیته یا او یا سلنه دافغانستان داسلامي امارت ترواک لاندې قرار لري چې په کتلو سره هغوی دې نتیجې ته رسیدلي دي چې امارت دومره وړتیا لري چې پاته څلویښت یا دیرش سلنه خاوره هم کنترول کړای شي او هرچې د کابل رژیم ترواک لاندې جغرافیې خبره ده هغه ډیره د بېلابېلو جنګي قومندانانو اوځایي چارواکو ترلانفوذ لاندې ده، کوم چې د کابل رژیم سره ټکر لري، نوهمدا وجه ده چې امریکا اود منطقي هیوادونه چې هرکله هم د سولې په اړه کوم ګام اخلي اوپه اړه یې دامارت د مقابل جهت سره تماس ټینګوي نو یواځي د کابل رژیم سره په خبرو بسیا نکوي بلکې د ګڼو محلي قومندانانو او چارواکو سره ویني اوس که هغه محلي قومندانان یا چارواکي د کابل ګوډاګي رژیم ترلاس لاندې وای نوبیا ولې زلمی خلیل زاد یا د بل هیواد استازی چې په سفر منطقې او افغانستان ته رازي نو د کابل رژیم دمشر غني ترڅنګ له یو درجن نه زیاتو نورو محلي زورواکانو سره هم ګوري اوهغوی د خپلو پلانونو څخه خبروي او هرچې د افغانستان اسلامي امارت سره ویني نو هلته ورسره له یو ادرس او یوه ستیج نه خبرې کېږي چې دیته په کتو نړیوال فهموي چې دامارت د مخالف لوریو سره په کتلوکې سرګردان او لالهاند وي، د مسکو کانفرانس پر مهال هم هغوی دغه روحیه حس کړه،چې مختلف اشخاص پکې دمختلفو برنامو سره شریک وو،هر چې داسلامي امارت وفد و، هغوی ټولو یو دریځ اویو نظروایه او بل جهت وفد بېلابېلې ببولالې ویلي، یو دریځ او نظریې نه لاره، نو افغانستان کې هغه مهال سوله راتلی شي چې کله یو مسلط زعامت رامنځته شي نه داچې دافغانستان واک د مختلفو حاکمانو ترمنځ وویشل شي اوبیا هغه بېلابېل واکمن چې دخپلو شخصي ګټو وټو نه علاوه هیڅ کومه واحده ملي او دیني برنامه نلري.

لنډه داچې د کابل ګوداګي رژیم خپل اهمیت له لاسه ورکړی دی او د هغه لخوا د سولې لپاره روان کوښښونه سبوتاژ کول نړیوالو هم درک کړي دي،چې هغه دزړه نه سوله نه غواړي،د دې لپاره دهغه رژیم هیواد کې دسولې دتخریب لپاره د ولس په ټولوژنه لاس پورې کړی دی، څو هرځای د جګړې اورونه بل وساتي او نړیوالوته دا ذهنیت ورکول غواړي چې افغانستان کې هنوز لا د بهرنیو عسکرو شتون ضروري دی او امریکا ته په سوالونو لګیادی چې پخپله پریکړه دې بیا کتنه وکړې، خو هرسړی چې ادنی درجه شعور او عقل هم ولري هغه پوهیږي چې امریکا لپاره په افغانستان کې نورتم کیدل ګټه نلري بلکې دامریکا لپاره د ځواکونو ویستل حیاتي او تاریخي ارزښت لري، او هر اصیل افغان هم دا غواړي چې امریکا دې خامخا د دوحي هوکړه لیک ژمنې پوره کړې او د روان ۲۰۲۱ زکال د می میاشتې ترپایه د ژمنې سره سم ټول ځواکونه وباسي او داشرف خیلو روانو انګولاوو او زاریوته دي غوږ نه باسي.

اړوند نور مطالب او مجلې

د افغانستان روان حالات د ځمکني حقیقت او تشویش ترمنځ!

Habibullah Helal

تخریب بیش از ۱۳۰۰ قطعه از تجهیزات نظامیان امریکا در افغانستان

Habibullah Helal

تمرکز بر روند حل بحران داخلی

Habibullah Helal