دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
شعر او ادب

غزل (ستا مینه، چینۀ دعشق د نور بولي)

تا د راز حرأ او د راز طور بولي

عشقه! تا ټکور د هر ناسور بولي

سوله چې طالب سره جوړه راشي

دا نو بیا افغان ملت سرور بولي

دلته دعمر پۀ کار نامو ویاړي

دلته تاریخ ساز خلک منصور بولي

چاچې دامت برم ساتلی دی

هغه خلک ټول خلک باطور بولي

تۀ! نو مقابل دحق کې څۀ شی یې؟

دلته دې بادار هم ځان محصور بولي

ؤه محبوبه! ستا امت پۀ تا ویاړي

ستا مینه،  چینۀ دعشق دنور بولي

تا نه غیر، بل چا ته تندی نۀ ږدمه

ربه! ما پۀ دې خلک مغرور بولي

داچې نۀ ثروت او نۀ شهرت لرم

خلک مې  سراب غوندې انځور بولي

ما د دین دفاع ته سینه سپر کړله

ځکه مې منصور درمان غویور بولي

اړوند نور مطالب او مجلې

خدای مه کړه

Habibullah Helal

په دستار خوښ یم

Habibullah Helal

د شعر و شاعري اهمیت او ضرورت

Habibullah Helal