دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
شهامت

د شهامت ځانګړې (۸۶)ګڼه چاپ شوه!

د ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله د اتم تلين په مناسبت د شهامت ځانګړې ګڼه چاپ شوه!

له نیکه مرغه د شهامت مجلې نوې ګڼه چې پرلپسې ۸۶ مه ګڼه کيږي، په غوره مطالبو او اوډون سره له چاپه ووته.

شهامت ویاړي چې د افغانستان اسلامي امارت مؤسس ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د اتم تلين په مناسبت، د هيواد نومياليو پوهانو او ليکوالو تاريخي ليکنې او خاطرې په نوې گڼه کې احتوا کوي.

دغه راز نوې ګڼه د «ثالث عمر» کتاب پياوړي ليکوال قاري عبدالستار سعيد صاحب سره ځانګړې مرکه لري چې د کتاب د ليکلو، د خاطرو او معلوماتو د راجمع کولو په اړه مهم معلومات پکې روښانه شوي.

شهامت مجله د علمي او تحليلي ليکنو سربېره د افغانستان او نړۍ دحالاتو او وضعیت ته په کتو ګڼې سیاسي، تاریخي او اجتماعي مطالب په وزینو پاڼو کې لري.

د یادونې وړ ده چې شهامت د رسنیز ډګر هغه جهادي، علمي اومطبوعاتي شهکار دی چې پښتو او دري کې د ګران هيواد روان سياسي وضعيت څېړي او هیوادوالو ته د پردیو شومو اهدافو په وړاندې د اسلامي امارت پالیسي روښانه کوي، دځوان کهول ( نسل) د استعدادونو روښان فکر او اسلامي روزنې ته اهمیت ورکړي. (اداره)

شهامت مجله همدلته مطالعه او خپل کمپیوټر ته ډاونلوډ کولای شئ!

[dflip id=”2460″ type=”thumb” ][/dflip]
همداراز د دغه دوهم لینک له لارې هم مجله ډاونلوډ کولای شئ!

اړوند نور مطالب او مجلې

د شهامت ۸۱مه ګڼه له چاپه ووته!

admin

د شهامت مجلې۶۷مه ګڼه چاپ شوه!

admin

د شهامت مجلې ۴۹مه ګڼه له چاپ څخه راووته!

admin