دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې

هېواد کې پرولس ستر وحشت او د نړۍ دردونکې چوپتیا

حسن مومند

د محترمو ټولو لوستوالو په علم کې به وي چې د اشغالګرو ځواکونو په ملاتړ د کابل ګوډاګۍ ادارې له لورې په دا وروستیو کې د مظلومو هېوادوالو پر ضد په وحشت کې ډېر زیاتوالی راغلی دی.

 د معتمدو رسنیو له لورې د ورکړل شویو راپورونو په اساس په تېرو کابو څلورو اونیو کې د مسلسلو جنګي جنایاتو په دوام په ټول هېواد کې په ملکي خلکو ۱۰۷ لوی او واړه بریدونه او بمبارونه ترسره شوي دي چې له امله یې د ښځو، ماشومانو، سپين ږیرو او علماؤ په ګډون زموږ ۱۳۵ تنه هیوادوال شهیدان او ۱۲۷ تنه نور ټپيان شویدي.

د معلوماتو په اساس په دغو ۱۰۷  بریدونو کې چې په عامو خلکو شوي  له ۷۰ زیات ځوانان له خپلو کورونو را ایستل شوي او زندانونو ته اچول شوي دي.

همدا راز په دغو بمبارونو، توغندویزو بریدونو او انفجارونو کې د ملکي خلکو ۲۳۰  کورونه او دوکانونه ۴ جوماتونه او یو کلینیک، نړیدلي او د عامو خلکو ۲۱ عراده جات هم له منځه وړل شوي دي.

ورسره له ګڼو کورونو څخه د خلکو قمیتې توکي، د ژوند اسباب او لوازم لوټ شوي او ګڼ خلک وهل شوي او ډبول شوي دي.

او دا څه یوه ورځ نده بلکې هره دوهمه یا دریمه ورځ پس په چاپو او وحشي بمباریو کې په لسګونو بې ګناه خلک وژل کېږي.

د خواله رسنیو په شتون کې چې د ولسي وګړو ددې روان قتل عام زیاتره پېښې پټېدای نه شي نو په اړه یې مجبوراً کورنۍ او نړیوالې رسنۍ خبرونه او راپورونه خپروي چې له همدې لارې نړۍ ددې روان حالت نه خبرېږي خو متاسفانه چې د مظلوم ولس پرضد دې روان وحشت باندې ټوله مهذبه نړۍ چوپه خوله ده او پدې اړه نه د نړیوالې ټولنې او نه هم د نړیوالو مسئولو ادارو له لورې کوم مناسب عکس العمل رامخې ته کېږي حال دا چې د بهرنیو ځواکونو په مرسته د کابل ادارې له لورې د ولس پر ضد د وحشت رامنځته شوې ټولې پېښې مستندې دي ځکه چې د هرې پېښې نه پس پخپله د هماغه سیمې خلک مظاهرې کوي؛ د شهیدانو جسدونه لویو سرکونو او یا نېږدې بازارونو ته را وباسي؛ لاریون کونکي چې د رسنیو سره غږېږي یا یې په خواله رسنیو کې ویډیوګانې خپرېږي ښه په روښانه ټکو پکې د ګوډاګیو ځواکونو د حملو او وحشت قصې کوي او په جهر وایې چې نړۍ دې راشي ودې ګوري چې دا طالبان دي که کوچنیان، مېرمنې، بوډاګان، د مدرسې، مکتب او پوهنتون زده کونکي ؟

چې د سیمې ټول خلک ووایې چې ټول وژل شوي ملکي وګړي دي؛ جسدونه یې هم سرکونو او بازارونو ته راوباسي او کورنیو او بهرنیو رسنیو ته دعوت هم ورکړي چې راشئ پخپله یې مشاهده کړئ! نو ددې نه به مستنده خبره بله څه وي؟  

اوس خو د هېواد د داخلي چینلونو له لورې په جوړو شویو ګردو مېزونو کې ټول بې طرفه شنونکي تر بل هر وخت دولت ته زیات غصه دي ؛ پرې سخت انتقادونه کوي او ښه په جهر ټول وایې چې پدې عملیاتو او بمباریو کې ټول په ټوله ملکي خلک: بوډاګان ،کوچنیان، ښځې، د مدرسې ،پوهنتون ، او مکتب زده کونکي ځوانان  او استاذان وژل کېږي.

کورونه، جوماتونه، مکتبونه، بازارونه، مدرسې، کلینیکونه او حتی خیریه موسسات له بمبار کېږې سوځول کېږي او له منځه ځي .

د کابل رژیم اوس په کلي ډول اړخ ته شوی او له مرګاني انزوا او تجرید سره مخ دی.

اوس د ټولې نړۍ توجه اسلامي امارت ته ده او د امریکایانو په شمول هېڅ یو هېواد د کابل رژیم طرحو او خبرو ته غوږ نه نیسي، او غوږ نیول ورته د وخت ضیاع بولي .

نه کابل ته د بهرنیانو ګرم ګرم سفرونه شته ، نه په خارج کې د افغانستان د روانې جګړې د تودوالي او پراخېدو لپاره هغه بېلابېل کنفرانسونه شته چې اشرف غني او ډاکټر عبدالله به ورتلل او څو څو میاشتې به یې د هغو ناستو په لاسته راوړنو شخوندونه وهل او نه هم د امریکا او ناټو د غړيو هیوادونو د نورو تازه دمو عسکرو د لېږلو وعدې شته بلکې امریکا خپلو ټولو ځواکونو د ویستلو لپاره نېټې ټاکي او د ناټو نور غړي هېوادونه هم اعلانونه کوي چې څنګه افغانستان ته یوځای تللي وو داسې به ترې یوځای راووځو!

 غلامې ادارې ته چې د اسلامي امارت د سیاسي او عسکري پرمختګونه د زغم وړ ندي او ترڅنګ یې د طالبانو د تندریزو بریدونو په مقابله کې د دفاع توان هم په کلي ډول له لاسه ورکړی نو د خپل شکست غچ له افغان ولس نه اخلي او د شپو په چاپو او بمباریو کې یې د کوچني ،لوی ،نر ښځې ، ځوان او بوډا د امتیاز پرته په ډېرې بې دردۍ وژني او بیا اعلان کوي چې دومره طالبان مو ووژل حال دا چې ددوئ د هرې شپې ترسره شویو عملیاتو نه پس خلک په سبا ددوئ پر ضد مظاهرې کوي او د مړو جنازې هم سرکونو او بازارونو ته راوباسي خو دوئ پرې هیڅ غوږ نه ګروي او په ځینو مواردو کې ایله همدومره ووایې چې څېړنې به وکړي.

بهرني ځواکونه او د کابل اداره به زموږ ولس ځکه وژني چې ورنه سخته کرکه لري؛ پرې شپه او ورځ بد وایې او په مقابل کې یې د اسلامي امارت نه کلک حمایت کوي.

خو عجیبه دا ده چې د غربي نړۍ هغه ولسونه چې ځان د بشر د حقوقو د دفاع اتلان بولي او په خپلو هېوادونو کې د ولس پرضد د دولت د یو کوچني اقدام په رامنځته کېدو نړۍ په سر راخلي دلته پدې ستر وحشت نه یواځې دا چې چپه خوله دي بلکې د مالي او سیاسي تائید له امله پدې روان وحشت کې من وجهٍ شریک هم دي . 

د لویدیځ د شرم نه ډکې چوپتیا نه زیاته د تأسف وړ د ملګرو ملتونو چوپتیا ده.

 د ملګرو ملتونو ادارې د امنیت شورا په ۲۰۰۲م کال کې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي او نورو بشري سرغړونو د څارنې په غرض د (یوناما) دفتر پرانیست، که څه هم  دغه دفتر وخت په وخت د ملکي تلفاتو په اړه یو نیم غږ پورته کوي ؛راپورونه یې هم خپرېږي خو متأسفانه چې د ملګرو ملتونو دغه راپورونو کې بې طرفي په پام کې نه نیول کېږي، نو ځکه دا راپورونه تش راپورونه وي هیڅ نتیجه پرې نه مرتبه کېږي؛  نه د ملکي تلفاتو مخنیوي ته پاملرنه شوې او نه هم پدې اړه کوم عملي قدم پورته شوی چې دا د افغان مظلوم ولس سره د نړۍ ډېره ستره جفا ده .

د نړۍ ټول ویښ فکري مسلمانان پدې نظر دي چې امریکا او نور لویدیځ مسلمانانو ته د انسانانو په نظر نه ګوري .

د انساني حقوقو د ساتنې او بشردوستۍ خبرې او قوانین د مسلمانانو لپاره ندي او نه یې هم په اسلامي نړۍ کې تطبیق مطلوب دی بلکې دا د غرب لپاره دي او په غرب کې تطبیقېږي.

موږ چې په افغانستان کې د غاصبو غربي ځواکونو او د دوئ د ګوډاګیو ملېشو په لاس په تېرو ۲۰ کلونو کې د بې ګناه مظلومو مسلمانانو قتل عام او پر دې ټول قتل عام او وحشت د غربي دولتونو او ادارو چوپتیا ته وګورو نو دا فکر سل په سلو کې سم دی چې مسلمانانو ته دوئ د انسانانو په نظر نه ګوري.

ټول افغان ولس وایي چې  ملکي تلفات د بمباریو، شپنیو عملیاتو او د توپونو د ړندو انداختونو په اثر رامنځته کېږي چې شپني عملیات، ړانده بمبارونه او د توپونو انداختونه ټول ګډو ځواکونو یانې بهرنو او ګوډاګیو عسکرو کړي یا د امریکایانو په مرسته د کابل ادارې عسکرو کړي، خو د ( یوناما) د هرې ربعې، دوو ربعو او پوره کال راپورونو کې نه بهرني ځواکونه او نه هم د کابل ادارې عسکر په ګوته کېږي؛ یوناما د خپل هر راپور په جوړولو کې اشغالګرې قواوې او د کابل اداره له پامه غورځوي ؛په ډېرې کمې فیصدۍ  کې یې راولي  او داسې ښکاره کوي لکه چې ډېر ملکي تلفات د طالبانو په بریدونو کې رامنځته کېږي حال دا چې طالبان نه په کلو بمبار کوي ، نه شپنۍ چاپې وهي او نه هم په کلو توپونه وروي.

لرې به نه ځو اسلامي امارت چې د کله نه  د الفتح عملیات اعلان کړي څوک دې وښایې چې ددوئ له لورې یو ملکي وګړی وژل شوی وي او یا ددوئ په اړه د ولس له لورې د افغانستان په کوم ګوټ کې شکایت شوی وي حال دا چې  د اشغالګرو او ګوډاګۍ ادارې پرضد هره ورځ د ولسي وګړو له لورې مظاهرې کېږي.

د کابل ادارې په پلوۍ کې د تبلیغاتو لپاره روزل شوي وجدان پلورونکي وي او که د دواخان مینه پال په څېر سپین سترګي ویاندان وي یو خو دې یو کوچنی داسې ثبوت وړاندې کړي چې د کومې سیمې خلک پر مجاهدینو د ولسي وګړو د وژلو ادعا لري او پر ضد یې اواز پورته کړی وي!

امریکا چې هیڅ یوې نړیوالې ادارې ته اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د جنګي جرمونو په اړه څېړنې وکړي نو ویلی شو چې د ملکي تلفاتو په مخنیوي کې د ( یوناما) راپورونه هم د همداسې یوه فشار په نتیجه کې تیاريږي چې دا ډېر د افسوس مقام دی . رښتیا دا ده چې امریکا د خپلې زورواکۍ د تسلط له لارې د ملګرو ملتونو او په ځانګړي ډول د امنیت شوری حیثیت او د بې طرفۍ دعوې د جدي پوښتنې لاندې راوستې دي.

 د ملګرو ملتونو اداره که رښتیا هم ازادي لري نو باید نور د امریکا له فشارونو نه ځان راوباسي.

د امینت د شورا پرېکړې که رښتیا هم د امریکا په حکم نه وي نو په افغانستان کې دې د ولسي وګړو د قتل مسئله جدي ونیسي؛ د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره دې جدي ګامونه پورته کړي؛ خپل مسؤلیت دې په مسؤلانه ډول ترسره کړي او په افغانستان کې دې یې عاملین په ګوته او مجازات کړي.

 د افغانستان مظلوم ولس له ټولې مهذبې نړۍ نه غواړي چې ددې وحشت پر ضد راپورته او په خپلو دولتونو فشار راولي ترڅو د افغانستان نه بې له قیدو شرط نه خپل ځواکونه وباسي؛ د ګوډاګۍ ادارې د تائید نه لاس واخلي او افغانان پرېږدي چې خپلې پرېکړې پخپله وکړي .

اړوند نور مطالب او مجلې

امریکا دې، د دوحې تړون ژمنې پوره کړې!

Habibullah Helal

د پاته ځواکونو د وتلو پیل! مثبت ګام دی

Habibullah Helal

ایا د بندونو جوړول به جنګي مجرمینو ته برائت ورکړي؟

Habibullah Helal