دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې

د اسلامي شریعت پيژندګلوي د اسماني شریعتونو متفقه اصول

رحیمي شمس
د هند د نیمې وچې او اسیا ”امیر المؤمنین فی الحدیث شاه ولی الله دهلوي“ پخپل مشهور کتاب (حجة الله البالغه) کې په تفصیل سره دا وضاحت کړی دی چې په ټولو اسماني کتابونو کې د دین اساسي اصول یو دي او ټولو انبیاوو علیهم السلام د هغو تعلیم ورکړی دی، حضرت شاه صیب هغه متفقه دیني اصول په لاندې ډول راوړي:
۱ـ په توحید باندې ایمان
۲ـ هغه امور چې د الله تعالی د ذات شان ندي هغو نه یې تقدیس او تنزیه کول.
۳ـ شرک نه کول.
۴ـ د الحاد او مذهبي انحرافاتو مخنیوی کول.
۵- په الهي تقدیر پوره ایمان لرل.
۶ـ د شعائر الله احترام کول.
۷- په ملایکو باندې ایمان…
۸ـ اسماني کتابونو باندې ایمان…
۹ـ قیامت باندې ایمان…
۱۰ـ په جنت، دوزخ او د اخرت په حساب باندې ایمان…
۱۱ــ صالحه اعمال او د هغو ډولونه
۱۲ـ بد اعمال او د هغو ډولونه
۱۳ـ د عدل وانصاف پلي کول.
۱۴ـ د ظلم او زیاتي د ټولو صورتونو مخنیوی .
۱۵ـ د الهي حدودو تفیذ و قیام
۱۶ـ د الله تعالی په لار کې جهاد کول
۱۷ـ د غوره او نیکو اخلاقو خورول.
۱۸ـ د بدو اخلاقو نه مخنیوی کول.

ټولو انبیاوو علیهم السلام د یادو متفقه اصولو تعلیم ورکړی دی، البته په عملي تفصیلاتو کې یې اختلاف راغلی دی، پخوانیو شریعتونو کې د دې امورو په باب عملي احکام یو مخ ساده او لومړني وو، هر څومره چې بشریت په ذهني توګه ترقي کوله هغومره ورسره د یادو احکامو په تفصیلاتو کې زیاتوالی راته، تردې پورې چې اخر هغه مرحله هم راغله چې بشریت د شریعت د تکمیل لپاره ذهناً تیار شو او زمکه د زرغونیدو هغه سطحې ته ورسیده چې پکې د وروستي ، مکمل او نړیوال شریعت تخم را زرغون شي.

د محمدي شریعت یا اسلامي شریعت نه مراد هغه تعلیمي مجموعه ده کومه چې د رسول الله ( په ذریعه انسانانو ته رسول شوې ده او دا تعلیمي مجموعه د وحي په ذریعه رسول الله ( ته او بیا د رسول الله ( په ذریعه انسانانو ته رسیدلې ده، او وحي په دوه ډوله ده، یوې ته «جلي وحي» ویل کېږي چې الفاظ و معاني دواړه یې د الله له لوري راغلي دي او د قرآن پاک په صورت کې خوندي ده او د وحي بل ډول «خفي » دی چې معاني او مفاهیم دواړه یې د الله تعالی له لوري لیږل شوي وې، لیکن هغه رسول الله پخپله مبارکه ژبه او پخپلو الفاظو کې او یا پخپل طرز العمل سره بیان کړې وې او د رسول الله د کړي عمل او لارښوونې لپاره د سنت اصطلاح کارول کېږي.

په عربي ژبه کې د سنت معنی طرزالعمل او طی کړای شوې کاري طریقې ته ویل کېږي دا لفظ د اسلام نه وړاندې هم په همدې مفهوم کې کارول کیده، د عربې ژبې مشهور شاعر لبید بن ربیعه(۸) ابن ربیعة العامري مشهور شعر دی:
من معشر سنت لهم آبا هم
ولکل قوم سنة و امامها

د عربې دا لفظ د خپل مفهوم د پراختیا او جامعیت په وجه دومره موزون دی، چې همدا د رسول الله د سنت عمل د طرز یعنې اسوه حسنه لپاره هم غوره کړای شوی دی.

د شریعت دا دواړه ماخذونو (یعنې د قرآن وسنت) په ذریعه چې کوم تعلیم یعنې شریعت تر موږ رسیدلی دی، هغه درې لویې او مهمې برخې لري:
۱ــ عقیده او ایمانیات ۲ــ تزکیه ، احسان او اخلاق، ۳ــ فقه، یعنې د ظاهري احکامو مجموعه.

دلته د همدې درې واړو اړخونو سپیناوی او تشریح غواړو، دوه لومړني اجزاء د شک او شبهې پرته اساسي اهمیت لري، خو که په لږ غور وکتل شي نو هغه په یو اعتبار د دې درېیم او وروستي جز لپاره د تمهید حیثیت لري، شریعت د ژوند نظام دی، د ژوند کولو یو طرز دی او په دنیا کې د استوګنې کولو ځانګړې سلیقه مراد ده او دا ټول اجزا عموماً د انسان په ظاهري ژوند پورې اړه لري، عقیده انسان د ذهني او فکري پلوه په دې خبره مطمئن کوي چې هغه په ژوندانه کې څه حیثیت یا مقام لري؟ د هغه پیل او انجام څه دی؟ هغه د کوم ځای نه راغلی دی؟ او کوم ځای ته درومي؟ د څلور طرفه غوړیدلې نړۍ سره هغه(انسان) څه تعلق لري؟ د دې ټولو سوالونو ابتدایي او اصولي ځوابونه په عقیده او ایمانیاتو تعبیریږي، عقیده او ایمانیات چې نه وي د انسان د ژوند هیڅ نظام هم مرتب کیدای نشي د زمکې په مخ د اوسیدو لپاره هیڅ سلیقه ترتیب کیدای نشي، د نورو سره په یوځای کیدو سره هیڅ قرینه طی کیدای نشي، په دې کې د هغه څیز لپاره اساسي پوښتنو لپاره یو نه یو ځواب طی کول ضروري دی د دینه معلومه شوه چې ایمانیات هغه اصل او اساس دی په کوم چې د ټولې ودانۍ اساس ولاړ دی.

همدا کیفیت د تزکیه و احسان او اخلاقو دی، د تزکیه و احسان نه مراد د انسان دننه تربیت او او اصلاح د هغو اخلاقي مکارمو ده چې اسلامي شریعت تعلیم ورکړی دی که هغه د انسان په رګونو کې سرایت هم ونکړي لیکن په ورځیني ژوند کې پر هغو د تکلف پرته عمل اسان نه وي، د تزکیې و احسان حیثیت د ودانۍ د بنسټیزو ستنو یا د یوالونو دی چې هغه نه وي ودانۍ نه تم کیدای شي او نه ودریدای شي، د دې دواړو اساسي اجزاوو نه وروسته دریم، او ترټولو اهم او پراخ میدان د ظاهري اعمالو او ظاهري ژوند د لارښوونو دی، پر هغو د عمل لپاره د انسان اماده کول کار په عقیده ایمانیاتو او د احسان وتزکیې د لارښوونو په زریعه راځي، چون د فقهې دایره د ټول بشریت تر ژوند محیط ده، نو په دې وجه پرځای ده چې هغه د شریعت تر ټولو اهمه برخه وګرځول شوې، دومره اهمه ده چې ځیني وخت فقهې ته «شریعت» هم ویل کېږي، دا اسلوب نه یواځي په عربي ژبه کې دی بلکې په څو نورو ژبو کې هم عام دی چې کله، کله د یو څېز په اهم جز د «کل» اطلاق هم کېږي لکه مصر کې د «قاهرې» لپاره هم مصر، او په شام کې د «دمشق» ته شام ویل عام دي او دا ټول د «تسمیة الجزء بِاسمِ الکل» مثالونه دي.

د شریعت د هغو خصایصو پېژندل هم اړین دي د کومو پرته چې کما حقه د شریعت پېژندل مشکل دي، د شریعت بل اهم خصوصیت د هغه دننه شته «جامعیت او وسعت» دی، شریعت وروستۍ الهي وحیې او د ژوندانه نظام دی، کوم چې د «آخر الزمان» په ذریعه باندې نازل کړای شوی دی، مصدر او مأ خذ یې هغه وروستی الهي کتاب دی کوم چې د ټولو اسماني کتابونو وروسته نازل شوی دی، د قرآنِ پاک پخپلو الفاظو: هغه څنګه چې د پخوانیو کتابونو تصدیق کوي په ورته توګه په ټولو پخوانیو کتابونو باندې مهیمن هم دی، یعنې د هغو محافظ او د هغو په مضامینو باندې حاوي دی، مهیمن د هغه صفت دی، چېرته چې د عظیم الشان قرآن د جامعیت او کاملیت څرګندیږي هلته د عظیم الشان قرآن د ورکړي شریعت جامعیت هم ښکاره کېږي.

د عظیم الشان قرآن د جامعیت په څو اړخونو بحث کیدای شي، چې د هغو نه یو د هغه د جامعیت هغه مضامین او محتوا ده ، په کومه چې شریعت بحث کړی دی، هغه مضامین چې د بشري ژوند په مختلفو برخو راڅرخي او د هغو له محتوا څخه ښکاري چې اسلامي شریعت د ژوند د ټولو برخو په باره کې لارښوونې کړې دي بل د ژوند په هره څانګه کې ځیني داسې معاملات هم کیدای شي چې د انسان عقل هلته تیروتنې کولی شي او یا هلته یې د خطا کیدو زیات امکان وې او یا په کومې داسې معاملې پورې اړه لري چې ورته انساني عقل نشي رسیدلی، د دغسې ټولو معاملاتو په اړه شریعت اساسي لارښوونې کړې دي او د هغو په رڼا کې یې د انسان عقل ازاد کړی دی چې د بشري عقل د پاتې تفصیلاتو او د بقیه جزوي سوالونو ځوابونه د هغو عمومي او کلي ځوابونو په رڼا کې پخپله طی کړی شي.

هغه اساسي پوښتنې چې عظیم الشان قران ځواب کړي دي د هغو نور تفصیل په سنتِ رسول الله کې بیان شوی دی، کوم چې په عقایدو پورې اړه لري او هم د انساني رویې، طرزالعمل او جذباتو پورې همدا راز د انسان په احساساتو او داخلي رجحاناتو پورې هم، کوم چې د انسان له اخلاقو او کردار څخه هم بحث کوي، د دې ټولو نه زیات یې د انساني ژوند د لامتناهي ظاهري برخو په اړه رهنمايي او لارښوونې ور کړې دي.

د شریعت د جامعیت معنی دا نده چې شریعت د انساني عقل په سوچ باندې بندیز لګولی دی، یا یې انساني عقل محدود کړی دی او نه یې د انساني عقل کارکردګې یومخ د شریعت په رڼاکې د نه ډاډ او نه باور وړ ګرځولې نده، د شریعت د جامعیت معنی یواځي داده چې د انساني عقل ذمه وارې د شریعت کړو لارښوونو تکمیل او د هغو په اړه د هغو تفصیلاتو تعینول دي، چې بیان یې قرآن مجید یا د رسول الله سنت په انساني سلیم عقل او فهم صحیح باندې په اعتماد کولو سره ضروري ندی ګڼلی.
بل لور ته د شریعت د جامعیت یوه اهمه برخه د هغه«وسعت او تکمیلیت» هم دی، وسعت نه مراد دا دی چې د نورو اسماني کتابونو، د نړۍ قوانینو، تهذیبي اصولو، تمدنې لارو چارو او د کلتوري ارزښتونو برعکس چې د یو نه، یو نه اعتباره په محدودو برخو بحث کوي د شریعت دلچسپۍ دایره ډیره پراخه ده، بېځایه به نه وي که وویل شي چې د هغو ټولو نظامونو، اندونو، په مقابل کې د شریعت علاقمندي ډیره پراخه ده، د دې وسعت یو مثال د شریعت د تکمیلیت شان هم دی د کوم په لور چې په ځینو احادیثو کې اشاره شوې ده د مثال په توګه:رسول الله (اِنما بُعِثتُ لِاُتَمِم مَکارِم الاخلاق. کنزالعمال:۵۲۱۸) زه یوازې د دې هدف لپاره لیږل شوی یم چې د اخلاقي مکارمو تکمیل وکړم.

د مکارم اخلاق د تکمیل یا اتمام نه مراد دا دی چې انسانانو کې له وړاندې څخه موجود اخلاقي مکارم نه یواځي پرځای پاتې کړای شي بلکې د اخلاقو ټول منتشر او جزیي تصورات ترتیب او یو ځای کړای شي، د اخلاقو یو جامع او مکمل تصور انسانانو ته ورکړي دا خبره ښکاره ده چې مکارم اخلاق په ټولو انساني تهذیبونو کې له وړاندې نه شتون لري، د مکارم اخلاق په اړه لومړني تصورات له وړاندې نه انسانانو ته ورکول شوي وو او په ګڼو برخو یې انسانانو له وړاندې نه عمل لاره، لیکن قومونو ته په جلا، جلا ډول ورکړل شوي وو هر قوم ته چې د څومره اخلاقي لارښوونو ضرورت وو همغومره یې ورکړي وو، د هغو اخلاقي لارښوونو په اساس انبیاء علیهم السلام تاکید کړی دی او په خاصه توګه د هغو اخلاقي کمزوریو د لرې کولو یې زیات کوښښ کړی دی، کوم چې د مخصوصو قومونو دننه یا په مخصوصو سیمو کې موندل کېدل لیکن اوس د داسې یو اخلاقي نظام او لارښوونو مرحله راغلې وه چې هغه د ټولو انسانانو لپاره، د ټولو سیمو لپاره او د ټولو زمانو لپاره وې، له دې وجې اوس د دې خبرې ضرورت محسوس شو چې هغه ټول اخلاقي تصورات، اخلاقي رجحانات او په ماضي کې ورکړل شوې ټولې اخلاقي فلسفې په یو (کل) کې ورکړای شي او په یو تار کې وپېیل شي او یوه ښکلې ګل غونچه تیاره شي، هغه مختلف ګلونه چې په مختلفو قومونو او سیموکې خواره واره وو، هغه مختلفې ملغلرې چې په مختلفو وختونو او مختلفو ځایونو کې خلکو خورې ورې موندلې وې او مختلفو ګوهریانو لخوا خپلو قومونو ته راوړل شوې وې نور ضرورت و چې هغه ټولې راجمع کړای شي او ورڅخه یو په زړه پورې ګل غونچه تیاره شي او پکې هغه ټولې ملغلرې را یوځای او صفا کړای شي، د زمانې له ګردونو او دوړو یې ووینځي او په هغو باندې د زمانې په تیروتنه کښل شوي داغونه لري کړای شی او بیا ټولې په یو امېل کې په پېیلو سره ترې د یوې ښکلې ګاڼې بڼه جوړه شي دا معنی ده د مکارم اخلاق.

بله د پام وړ دا ده چې په اسلامي تصور، او اسلامي فکر کې جزوې مشابهتونه په مختلفو قومونو کې موندل کېږي ځینې ظاهربین خلک د اسلامي فکر د اصالت نه انکار کوي او دا فهموي چې اسلامي متکلمینو یا اسلامي فقهاوو چې کوم څه ترتیب کړي دي هغه ټول د نورو څخه ماخوذ شوي دي، حال دا چې د نورو نه د حکمت ملغلرې را اخیستل او هغه په یو جامع امېیل کې پيېل د اسلام د اساسي مقاصدوڅخه یو دی،د رسول الله ( د تشریف راوړو مقصد د مکارم اخلاق تکمیل دی، د مکارم اخلاق ایجاد ندی، رسول الله صلی الله علیه وسلم (داسې ندي فرمایلي: چې زه کوم نوی اخلاقي نظام راوړم) بلکې فرمایلي یې دي: ماکُنتُ بِدعاً مِنَ الرُسُلِ زه کوم نوی رسول نه یم، نوی پیغام مې ندی راوړی بلکې د پخوانیو پیغامونو «تکمیل، تجدید او تذکیر» کوم یعنې د یادولو لپاره راغلی یم.
نور بیا

اړوند نور مطالب او مجلې

د امریکا زوال، هیلې او حقایق

Habibullah Helal

راځئ هېواد له قومي او ژبني تفرقو وژغورو!

Habibullah Helal

هو! مسلمانان! اسراییل ننګولی شي… خو…!!!

Habibullah Helal