دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې

راځئ هېواد له قومي او ژبني تفرقو وژغورو!

ا.ح. عزام

د نړۍ په هر هېواد کې مختلف اقوام شتون لري د هر هېواد اقوام خپل واکمن حکومت ته معتقد وي دوي بايد په اتحاد اتفاق باور ولري يو قوم په بل قوم  بايد ځان لوړ او بهتر ونه بولي که چېرته  د کوم هېواد اقوامو له اتحاد څخه تيښته کوله او هر يوه نوي سلنه خپل حکومت او واکمني غوښته بيا نو هېواد له يوه داسې بحران سره مخ کيږي چې څوک هم ورته  د نجات فرښتې نه شي جوړېدای/ګرځېدای. د شمالي او جنوبي کوريا تر مينځ جګړې يې ښه مثال دی هغه يو هېواد و، خو د خپلو رقيبانو او د خپلو داخلي اختلافاتو له امله په دوه برخې شو چې اوس يې شمالي کوريا او جنوبي کوريا بولي خپل منځي جګړو کې يې زرګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ چې ورسره له اقتصادي بحران سره مخ شول که څه هم اوس له طريق يافته هېوادونو  څخه شمېرل کيږي خو چې کومې خلا سره د خپل مينځي جګړو له امله مواجې شوي وو شايد تر ډېر وخته پورې ياده خلا ډکه نشي کړای.

همدا ډول په شام او عراق کې د شیعه او سني تر مينځ جګړې هم د يادولو دي چې اوس له وروسته پاتې هېوادو څخه شمېرل کيږي يو وخت شام د امن زانګو بلل کېده، ويل کيږي کله به چې مسافر وړونکې الوتکه د شام په هوايي ډګر ښکته کېده نو په الوتکه کې به غږ کېده تاسو اوس د نړۍ امن لرونکي او ښکلي  ښار ته ښکته کېدو په حال کې ياست، مګر هغه شام څه خپل منځي او څه د ابر قدرتو  د ګټو خوندي کولو جګړو په کنډواله بدل کړ او همدا ډول يې عراق هم در واخله ياد هېوادونه له يوه داسې حالت سره مخ دي چې نه نور ورسره په اخلاص مرسته کوي او نه خپله د ياد بحران څخه را وتو لار موندلای شي

زمونږ په هېواد کې هم مختلف قومونه له کلونو مېشت دي ژوند کوي چې پښتون ، تاجک ازبک ، هزاره ، پشيي ايماق نورستاني …  بللی کيږي زمونږ هېواد کې هم څو ځل پرديو هڅې کړي چې قومي لساني او سمتي تعصبات پيدا او تفرېقې ايجاد کړي په ځينو مواردو کې بريالي شوي، ولې نسبت کوريايانو ، شام او عراق ته افغانستان له هغه ډول  بحرانو او تجزيو سره نه دي مواجې شوي خو بعضو مواردو کې قومي جګړو له ځان سره ډېر زيانونه درلودلي چې اوس هم هېواد وال هغه خپلې تيروتنې بولي په هېواد کې چې هر اشغالګر خپل اشغال ته د پاي ټکی ايښی ورسره قومي تفريقو ايجاد ته يې هم په پوره ډول کار کړی چې د روس له وتلو روسته نه يوازې دلته تنظيمو جګړو زور  واخيست بلکې قومي تفريقې او تعصباتو هم ورسره را وپکرېدل تر يو حده د پرديو له لوري دلته د شیعه او سني تر مينځ د اختلافاتو پيدا کېدو هڅې پيل شوې چې د دغو جګړو قربانيان هغه سيمې وې چې دواړه اقوامو پکې له کلونو درنګ تيراوه، مشخصې سيمې ميدان شار ځينې سيمې ، باميانو ،  هرات  او هغه  چې شیعه هېواد وال مېشت ول دا چې اهل تشيع هېواد وال د چا له لوري تمويل کېدل  هغه برملا دي خو دا چې خپل مينځي جګړو په کومه پيمانه وځپلو له قربانيانو يې بايد پوښتنه وشي.

دا چې اوس هم امريکا د وتلو په حال کې ده د پردې تر شا او غلامانو په ذريعې هڅه کيږي بيا خپل منځي جګړو زمينه سازي وشي چې څه موده د مخه د شیعه هېواد والو په يو مجلس بريد، همدا ډول جعفري فقې باندې  د ډلو ټپلو مذاکراتي ټيم له  لوري ترکيز تر څو د مسئلو د حل په توګه په راتلونکي اسلامي حکومت کې ومنلی شي، په داسې حال کې چې د هېواد لوي اکثريت سنيان او د امام اعظم صيب په مسلک دي نو څنګه جعفري فقه هم د يوه اصل په توګه ومنلی شي؟ حال دا چې په حنفي فقه کې  نه يوازې د افغانستان بلکې د ټول اُمت حقوق خوندي دي او ياده فقه کې  د هغو مسائلو حل هم شته چې لا تر اوسه نه دي پيښې شوي امکان دې ولري چې راتلونکې کې پېښې شي دا چې سياسيونو جعفري فقه هغه وخت غوښته بايد هېوادوال وپوهيږي چې ولې؟

ورسره په څنګ کې قومي جګړو غوښتونکو قومي ملېشې جوړولې چې دغه پروسه په ميدان وردګو کې په بريالۍ توګه سږکال د ژمي له سره روانه او دا ده پاي يې دا شو چې عليپور په نوم جنګسالار تمويل او تجهيز شو، تيرو ورځو کې د ادارې چورلکه يې وغورزوله په حقيقت کې دا د ادارې پر ضد نه بلکې د پردې تر شا د مزدورې ادارې له لوري په شا ټپول/تمويل کيږي او قومي جګړو پيدا کېدو ته هڅول کيږي، په خواله رسنيو کې په وار وار طالب فعالانو مبارزينو سږکال خبر ورکړ چې په ځينو سيمو کې قومي جګړو ته زمېنه سازي کيږي خو چا هم پرې غوږ ونه ګراوه که رښتيا هم د عليپور ملېشې د ادارې ته سرخوږی  وي ولې يې هر ځل په وړاندې د عملياتو ناکامېدو خبر ورکوي؟ او حال دا چې ادارې سره نه د وسلو کمی شته، نه د وګړو او نه د وسايلو خو په کندوز، فراه،  ننګرهار ميدان وردګو کې علمي  صحي او ولس مېشته ځايونه ښه په نښه او تر هدف لاندې نيوی شي او د عليپور کوچنۍ ډله ختمولی او نيولی نه شي، له دې څخه جوتيږي چې په لوي لاس يو ځل بيا د شیعه او سني تر منيځ اختلافاتو ته لمن وهلی کيږي .

په هېواد کې ټول اقوام بايد ځيرک ووسي او پرېنږدي چې څوک مو د قوم ژبې او سمت په نومونو سره وويشي بايد د هغو له ملاتړ او هڅونو لاس واخلو چې هېواد مو له تجزیې سره مخ کوي بايد د خپلو  تيرو اختلافاتو څخه عبرت/ درس واخلو پرېنږدو چې د شام،  عراق او د شمالي، جنوبي کوريا په برخليک اخته شو په دې بايد وپوهيږو چې زمونږ خپل منځي شخړو او تعصباتو ايجاد ته ډېر خلک په طمعه او په غونډۍ ناست دي که مونږ د اختلاف په رنځ اخته شو ډېر به زمونږ تر مېنځ د خلاصولو پر ځاي د خوښۍ چکچکې وکړي د ټولو اقوامو علماء،  اهل قلم او اهل نظر څښتنان مکلف دي چې خپل وګړي له قومي تعصب څخه وساتي او د قومي جګړو زيانونه ور په ګوته کړي ځکه په داسې يو حالت کې د خلکو سترګې يادو طبقو ته اوړي چې  خلک د اصلاح او فلاح لور ته متوجې کوي. په افغانستان کې ټول اقوام د يو تن اعضاء ياستو، له يو او بل مو ژوند نېمګړی او نيمه خوا ده، راځئ هېواد له قومي تفريقو او تعصباتو وژغورو هغوي چې دا ډول جګړو ته زمينه سازي کوي هغوي هم زمونږ هېواد وال دي شايد پردو له لوري تېروتي وي تر حده هڅه وکړو اصلاح يې کړو او که اصلاح يې ممکن نه وي بيا هغه د بدن د هغه عضوې په څېر ده، که له ځان څخه غوڅ نه کړای شي د ځان بايلود لامل جوړيږي/ګرزي .

اسلامي نظام زمونږ د هېواد د ټولو اقوامو په نفعه ده او د ټولو ستونزو د حل مرجع او هغه رسۍ ده چې په نيولو سره يې مونږ ټول لا متفق کولی او پياوړي کولی شي، په نفاذ کې د هېواد هر فرد که له هر قوم او سمت سره تعلق لري مکلف يو چې هڅې پيل او ځانونه د يو اسلامي نظام څښتنان کړو.

اړوند نور مطالب او مجلې

انٹر سیپٹ کی رپورٹ: C.I.A کے ڈیتھ سکواڈکے وحشتوں کی کہانی

Habibullah Helal

هو! مسلمانان! اسراییل ننګولی شي… خو…!!!

Habibullah Helal

اتم تلین یې له یوه مستند تاریخ سره!

Habibullah Helal