دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې

د اسلامي ارزښتونو او ملي منافعو ساتونکي ځواک ته اړتيا

عبد الله بن عمر بن العاص رضي الله عنه ستر عبقري سياست پوه و، د روميانو په غدرونو، چالاکيو او شطارتونو ډير ښه پوهېد، ځکه يې يو ځل اسلامي لښکر ته په خپله وينا کې داسې وويل: ((آسونه مو ښه ماړه او خړوب ساتئ، څاربه يې کړئ، ساتنه يې وکړئ او قدر يې وکړئ ځکه دا له دښمن څخه ستاسې ډال دی او د همدې په برکت غنيمتونه لاسته راوړئ.))

يوازې په وينا بسنه نه کوي بلکه عملي اقدام کوي او ورته وايې: ((پوه شئ زه د سړيو په څېر ستاسې آسونه هم نندارې ته وړاندې کوم، چا چې بې موجبه خپل آس ډنګر کړی وي هغومره به يې وظيفه ښکته کوم. ))

وړاندې ورته وايې: ((پوه شئ چې تاسې تر قيامته پورې په رباط کې ياست ځکه شاوخوا مو دښمنان زيات دي، د هغوی زړونه ستاسې خاورې ته هوسيږي ستاسې زمکه د لوی خير، فصلونو، معدنياتو او برکتونو څخه مالا مال ده.)) تاريخ مدينة دمشق

د عمر بن العاص رضي الله عنه دغې وينا ته موږ افغانان نن صبا ډير اړتيا لرو، چې بايد په حافظه کې يې نقش وساتو او عمل پرې وکړو، ځکه د افغانستان جيو ستراتيژيک موقعيت د دې لامل شوی چې وخت پر وخت له بهرنيو يرغلونو او مداخلو سره مخ وي.

يو لور ته د مقابلې لپاره د افغانانو نه چمتو والی او د دفاع لپاره لازم تدابير او اسباب نلرل، او بل لور ته د وخت حاکمانو او ځواکونو د يرغلګرو په صف کې درېدل د دې لامل شوي چې افغان ولس له ډول ډول کړاوونو او ناخوالو سره لاس او ګريوان او غميزه يې لسيزو ته وغزيږي.

د بهرنيو يرغلونو پر مهال په اسلامي او ملي روحيه روزل شوی ځواک نه لرلو څخه په استفادې يرغلګر راولاړ شوي له خپلو غلامانو څخه يې بانډونه تنظيم کړي او د ملي مختاړۍ يې ورسره سريښ کړی او د افغانانو وژنې ته يې په شا ټپولي دي چې ښه بيلګه يې د امريکايې ښکيلاک له نطفې څخه د زيږيدلو پوځي بنسټونو ده.

خبره يوازې تر بهرنيو يرغلونو او مداخلو پورې محدوده نه ده په کور دننه هم افغانانو ته د دښمن سازۍ هڅه روانه ده، د سي آي اې وحشي مليشې، مذهبي جګړو اور ته د لمن وهلو لپاره په موخه تشکيل شوې مليشې او داعش د راتلونکي هغه چيلنجونه دي چې که افغانان يې د تسخير او مهار کولو لپاره مناسب ځواک ونلري له يو ستر ناورين سره به مخامخ شي.

له نيکه مرغه داسې ښکاري چې د جهادي مقاومت مشرانو دا ضرورت درک کړی، او په اسلامي او ملي روحيه د روزل شوي ځواک د تنظيم او انسجام لپاره يې هڅې ګړندۍ کړي، په دې وروستيو کې موږ د فاتح ځواک په نامه پر پوځي مانورو او تکتيکونو احتوا کوونکو دوه فلمونو شاهدان يو، چې د طالبانو د اسلامي تحريک له لوري نندارې ته وړاندې شول او د طالب جنګياليو د عالي نظم او دسيپلين ښکاروندويي يې کوله.

په فلمونو کې د طالب مشرانو له پيغامونو جوتيږي چې هغوی د دغسې يو قوي ځواک تنظيم، تجهيز او په پښو درولو ته پوره متوجه دي او په هيڅ صورت ورڅخه تېريدونکي نه دي.

ځکه د تيرو دوو جهادونو د مليونونو شهيدانو د ارمانونو تحقق او په ټوله کې د اسلامپالو بقاء تر همداسې يوه ځواک پورې تړلې ده.

د لبنان يو تن عالم سراج الدين زريقات يو کال وړاندې پر خپل ټيلګرام چينل ليکلي و چې د لبنان مفتي حسن خالد د لبنان صدر اعظم رفيق الحريري ته يو ځل وويل:

((که غواړې په لبنان کې اهل السنت (سنيان) وساتې، نو لازمه ده چې د سنيانو يو پنځوس زره کسيز ځواک تشکيل کړې.

رفيق حريري د مفتي حسن خالد دغه خبره ونه منله نتيجه يې هغه ده چې له ديرش کالو راپديخوا يې مشاهده کوو. ))

منو چې د دې ځواک په تنظيم، تجهيز روزنې او سمبالونې به ډير زيات لګښت راځي خو دې هر څه ته له غاړې کيښودلو پرته بله چاره نشته، د نړۍ ټول هيوادونه تر ټولو زيات لګښت په دفاعي او پوځي چارو کوي او د دې ثمره يې هم ترلاسه کړې او د دښمنانو له شر څخه يې ځان خوندي ساتلی.

اړوند نور مطالب او مجلې

تخریب بیش از ۱۳۰۰ قطعه از تجهیزات نظامیان امریکا در افغانستان

Habibullah Helal

پوځي ډګر کې د ستر قائد پېغمبر صلی الله علیه وسلم د بریاوو لاملونه (دویمه برخه)

Habibullah Helal

امریکا دې له شل کلن اشغاله سبق واخلي!

Habibullah Helal