دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې

له کوم جمهوریته نه تیریږي ؟!!

د مورچل سرمقاله

دامریکایانو له ماتې او وتلو سره هم مهاله یې په کابل کې د پاته شونې ادارې په قول اوعمل کې خورا تفاوت راغلی او د ارګ مېشتو د کردار او رفتار قدمونه ډېر کاږه واږه  دي، رښتیا هم چې په ارګ دغه بې ثباتي او وارخطايي به دامریکایانو  عاجلې او وارخطا منډې راوستي وي چې له هغوی سره په اشغال کې د ونډې په حساب کتاب کې افغان مسلمان ولس ته اوس دوی  یواځې پاته کیږي .

بل لور ته دقدرت مینې او خوږو دومره مجبور کړي چې د ځان دبقا لپاره له هیڅ راز ناروا او جرم  څخه لاس نه اخلي او  د خلکو د تېر ایستلو هڅې کوي دبیان دآزادۍ او جمهوریت نارې یې شروع کړې چې له جمهوریته نه تیریږو. جمهوریت لکه د ډېرو نورو استبدادي نظامونو په څېر دوی هم خپلو نارواوو او هوسونو ته وسیله ګرځولې .

دغو موخو ته د رسېدو هڅو یې دقول اوعمل ترمنځ دومره واټن راوستی چې هسې په ظاهري بڼه هم جمهوریت او جمهوري اصولو ته ژمنتیا نه ترې معلومیږي،   تازه تازه یې د بیان دازادۍ په ترڅ کې!  رسنۍ دملي امنیت له لوري وګواښلې او ډانګ پيیلي یې ورته وویل چې نور به دارګ له دیکتې اوسپارل شویو خبرونو اومعلوماتو پرته بل څه نه خپروي، دا په داسې حال کې چې کابل مېشتې رسنۍ لا له مخکې په دې متهمې دي چې رسنیز رسالت ته متعهدې نه دي او تر ډېره دحکومت پلوي کوي  په ورته مهال د ولسي جرګې ځینو غړو دامنیت درئیس دا ګواښ هم په ډاګه کړ چې دوی ته یې ویلي : سیاسیون اورسنۍ که دطالبانو په ګټه تبلیغ وکړي د ترهګر چلند به ورسره کیږي .

رسنیو، دنظر او قلم خاوندانانوته دغه تهدید یواځې تر قوله محدود نه دی، بلکې په عمل کې یې ډېر خبریالان او دقلم څښتنان په رڼا ورځ ترور کړل په کابل ښار اوله کابل دباندې ډېرې هدفي وژنې ترسره شوې په دې اړه د عفوې دنړیوال سازمان په هغه اعلامیه کې چې کابل چارواکو ته د خبریالانو دساتنې خبرداری یې هم پکې ورکړی ویلي چې په تېر یوه کال کې په افغانستان کې تر لسو زیات خبریالان وژل شوي دي .

همدا اوس د ملي امنیت ځینو کار کوونکو چې د دې ادارې له کړنو ناراضه شوي او استعفاوې یې ورکړې دي دغه رازونه  نور هم افشاکړل، له دې په مخکې هم په ورته ډول اسناد خپاره شوي او دکابل چارواکو دشومو ارادو شوم پلانونه یې رسوا کړي دي .

په دغسې عمل او هاغسې قول کې کابل چارواکي له کوم جمهوریته نه تیریږي چې ولس یې د سولې له نعمته محروم او په سره اور کې غورځولی ؟ هر دشعور اوعقل خاوند په دې  پوهیږي چې له دې ډول ناوړه اعمالو او جاني کړنو هدف یواځې او یواځې دقدرت غځول دي، هاغه قدرت چې له پیله ور ته له نامشروعو لارو ر سیدلي دي،هاغه قدرت اوحکومت چې هیواد یې یو وار بیا دملوک الطوایفۍ په لوري روان کړی .

له شک پرته له دې وروسته په دې ډول په واک کې د کابل ادارې پاته کېدل پرته له دې چې  هیواد نور هم د ناورین په لوري ور ټېل وهي بله هیڅ کومه تمه ترې کېدای نه شي ، نو په دغسې حالاتو کې مجاهدین لاس تر زنې نه شي کېناستلی  هم شرعاً او هم دهیواد ساتنې له مخې مکلف دي چې خپل مسؤلیت اداکړي، ترکومه چې دسولې او مذاکراتو خبره ده په دې اړه اسلامي امارت په پوره اخلاص او زړورتیا برخه پکې اخیستې اوله خپل لوري یې په تمامه معنی مسؤلیت پکې ادا کړی، خو د دې په ځای چې له دې فرصت څخه مثبته استفاده وشي مقابل جهت ناوړه ګټه ترې پورته کوي او په مسلسل ډول دسولې په وړاندې خنډونه ایجادوي.

اړوند نور مطالب او مجلې

د څلورو څلور تمې!

Habibullah Helal

دلوګر ولایت والي محترم مولوي احمد علي جان له څرک مجلې سره په مرکه کې

Habibullah Helal

امریکا دې له شل کلن اشغاله سبق واخلي!

Habibullah Helal