دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې

دکابل رژیم په عسکرو شکست ولې ګډ دی؟

م ـ خبیراحمد

دا څو اونۍ په مسلسل ډول دامارت دمجاهدینو په لاس دکابل رژیم دمهمو جنګي بیسونو ګڼو ولسوالیواوسوونوپوستود تخلیی او لاسته لویدو خبرونه مخې ته رازي .

په نورودلائیلوسربیره ښکاره ده چې امریکایانو د کابل رژیم اوسنۍ اردو جوړه، مجهزه او وې روزله اواوږه په اوږه داشل کاله دافغانانو په خلاف سره په ګډه و جنګیدل، امریکایی وسلو، تکنالوژی، وسائلو اوډالرو داردومورال برابرساتلی و داتصوریې همیشه ورکړی و چې امریکایان به هیڅکله هم داردو اوکابل رژیم له ملاتړاوحمایت څخه لاس په سرنشي

خو اوس هغه دکابل اردو او رژیم سخت یتیم اوبې ښکاري دوئ ورته ګوري اوامریکایان ترینه کډي باروي ترټولوځورونکي لاداچې امریکایان له خپلو اډوهرڅه نقلوي یواځې دخاورو بوجۍ او ترنګړونه اردوته په میراث کې پریږدي طبعا اوس چې طالب په اردو بریدکوي لکه دپخواپه څیر د حمایی او دفاع لپاره امریکایی ډول ډول چورلکي نه ورته رارسیږي، دډرون الوتکو څارګري بنګني په اسمان کې نه ښکاره کیږي نوځکه داردو اورژیم زړونه سوري سوري کړي مورال یې سخت لویدلۍ له مشره ترکشره سربداله دي واڼي الوتي چې معمولي کوم برید په بیس اوياپوسته وشي دنرځوی به څوک وي چې ورته ټینګ شي یاتسلیمیږي اودتیښتي لار نیسي

ابله ورځ چې جلریز ولسوالی طالبانو ونیوله تسلیم شوو عسکرو یې ویل چې پنځه ورځې محاصره ول پخوا به چې هسي دطالبانو څو توغندي ولسوالۍ ته راشارت شول په څو دقیقوکې به هوایی اوځمکنيوملاتړو. قووتونو ځان راورساوه اوس چې امریکایان په تلوتلوکې دي پوره پنځه ورځي ولسوالی دطالبانو له خوا محاصره وه نور خوڅه کوي چې خوراکي موادهم له ولایت او کابل څخه چا راونه لیږل دعسکروپه خبره دوې مجبورشول چې تسلیم شي

یوه عجیبه خبره یوه عسکرداهم وکړه چې دوئ ته امریکایانو اوداخلیانوپه مسلسل ډول داخبره په ذهن کې وراچوله چې طالبان اسیران ژوندي نه پریږدي له نیول کیدو سره سم یې وژني عسکرویل دوي خوچې طالبانوته تسلیم شول تراوسه ورته چا بده اودپیغورخبره هم نده کړي که داسې خبروای نو دایوه هفته محاصره اومرګانی حالت به مو ولي تیراوه.

اړوند نور مطالب او مجلې

انٹر سیپٹ کی رپورٹ: C.I.A کے ڈیتھ سکواڈکے وحشتوں کی کہانی

Habibullah Helal

د (ثالث عمر) کتاب لیکوال قاري عبدالستار سعيد شهامت سره په مرکه کې:

Habibullah Helal

سرپرستی خانوادۀ شهدا

Habibullah Helal