دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې

ولس مهم دی که ولسواکي؟

قاري عبدالستار سعید
برما یا میانمار د آسیا په جنوب شرق کې د هندوچین د حوزې یو بودایي هیواد دی. دا هیواد چې په تېر ۷۰ کلن تاریخ کې ډیره موده د ځواکمن پوځ لخوا اداره شوی، دوه شیان په کې ډير ځپل شوي دي.

ولس او ولسواکي (دموکراسي)
راځئ یو ځل د برما د ولس او ولسواکي د ځپل کیدو پس منظر راوسپړو او بیا وګورو چې د اوسنۍ نړۍ په خاص ډول د غرب په سیاسي قاموس کې اصلا ولس مهم دی او که د ولس په نوم پورې ضمیمه شوې د غرب سیاسي نسخه دموکراسي یا ولسواکي؟.

برما هیواد چې کله اویا کاله پخوا له برتانوي استعمار څخه خپلواکي واخیسته له هغه وروسته تر اوسه د پوځ لخوا اداره کیږي. پوځي جنرالانو نسل په نسل د واک مزی په خپل لاس کې ساتلی، غرب او امریکا چې ځان د دموکراسۍ متصدي بولي، له همدې امله د برما له حاکمانو ګیله من ښکاري، امریکا له څو لسیزو را هیسې ځکه د برما په پوځ بندیزونه لګولي چې ولې یې ولسواکي یا دموکراسي زندۍ کړې ده. د آنګ سان سوچي په نوم یوه ښځه چې په برما کې د دموکراسي لپاره تلاش کوي، غربیانو د نوبل جائزه ورکړه.

خو په ۲۰۰۸ م کال کې په برما کې یو مهم بدلون راغی، پوځي مشرانو د دموکراسۍ د غربي سریندې په وړاندې تاب رانه ووړ او د نوي اساسي قانون په تدوین سره یې په برما کې د دموکراتیک نظام د جوړولو اعلان وکړ.

د برما دموکراسي واقعي نه بلکې نمایشي وه، ځکه پوځ لا هم ټولې دفاعي او امنیتي چارې په خپل ګورت کې ساتلې وې، په پارلمان کې باید څلورمه برخه څوکۍ پوځیانو ته له ټاکنو پرته ورکړل شي او له دې علاوه پوځیان کولای شي په نورو څوکیو هم سیالۍ ته ودریږي. په اساسي قانون کې د هر تغیر لپاره د پارلمان ٪۷۵ فیصده رایې معیار وټاکل شو.

یعني په اساسي قانون کې د پوځ له خوښې پرته هیڅ تغیر نه شي راتلای. خو د برما د دموکراسۍ له دې جعلیت سره سره غرب او په سر کې امریکا د دې تغیر پراخ هر کلی وکړ، د امریکا ولسمشرانو برما ته سفرونه وکړل، بندیزونه پورته شول او د برما او امریکا مناسبت په تودیدو شول.

اما په برما کې که یوې خوا ته ولسواکي یا دموکراسي په غوړیدو وه، بل اړخ ته بیا د ولس (چې د ولسواکۍ مبداء بلل کیږي) بده ورځ په پيلیدو شوه. د برما دموکراتیک حکومت د ۲۰۱۲ م کال په جون میاشت کې په غربي ولایت اراکان کې د مسلمان روهینګایي ولس قتل عام پیل کړ، د مسلمانانو په کلیو بریدونه پیل شول، په زرګونو کورونه یې وسوځول شول، په بازارونو کې یې دوکانونه چور او د وژلو لړۍ یې شروع شوه. په زرګونو مسلمانان په ډيره بې دردۍ قتل او یو شمیر خو یې حتی ژوندي وسوځول شول.

مسلمانان چې د دې هیواد څلور فیصده نفوس جوړوي دې ته مجبور کړای شول چې باید هیواد پریږدي. په لکونو برمایي مهاجر بنګله دیش ته واوښتل، ځینې یې چې په کښتیو کې یې د تیښتې هڅه کوله، هیڅ هیواد اجازه نه ورکوله چې په خاوره یې پیاده شي، نو ځکه په میاشتو میاشتو په سمندري سفرونو کې پاته شول. خلاصه دا چې په برما کې په روهینګایي ولس هغه نادودې وشوې چې قلم یې د تعبیر توان نه لري.

اما څومره چې د برما د روهینګایي ولس په هډونو د بل شوي اور لمبې تودې وې په وړاندې یې د غربي یا دموکراتیکي نړۍ عکس العمل همدومره سوړ و. ځکه په برما کې خو ولس په اور کې سوځیده، ولسواکي یا دموکراسي ته خو کوم زیان نه و رسیدلی.

بله دا چې دغه ټول مظالم د یوه ولسواک نظام لخوا ترسره کیدل او دا چې د برما په حکومت د ولسواکۍ یا دموکراسي تش نوم پورې و، همدې کفایت کاوه چې دا خونخوار رژیم معصوم او له انتقاده محفوظ وبلل شي.

د برما د خونخوارې ولسواکۍ په وړاندې خو غربي نړۍ خاموشه پاته شوه، اما تقدیر ترې د روهینګایي ولس غچ واخیست. د تېر ۲۰۲۰ م کال د نومبر میاشتې له انتخاباتو وروسته د واکمن ګوند ( نیشنل لیګ فار ډموکراسي) او پوځ تر منځ مناسبات خړ پړ شول.

واکمن ګوند هڅه کوله په اساسي قانون کې په ترمیم راوستلو سره د پوځ له ځغ نه ځان خلاص کړي، خو پوځ ورباندې وار مخکې کړ او د روان کال د فبروري په لومړۍ نیټه یې د یوې کودتا په مټ د ولسواکۍ ټغر ورټول او پوځي نظام حاکم کړ.

د برما په نمایشي دموکراسي دغه برید یوازې د آنګ سان سوچي په ګوند برید نه و، بلکې له شرق تر غربه یې ټول د دموکراسۍ شعاربازان ودردول.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش دغه کار د سخت افسوس وړ او ټکان ورکوونکی وباله. د برمایي دموکراسۍ د ویر تاو تر امریکا هم ورسیده، سپینه ماڼۍ وبوږنېده او د برما کودتاچیانو ته یې سخت اخطار ورکړ. د امریکا خارجه وزیر انتوني بلینکن د برما له پوځ څخه وغوښتل چې د آنګ سان سوچي په شمول د واکمن دموکرات ګوند ټول کارکوونکي ژر تر ژره خوشي کړي. اروپایي اتحایې هم د دموکراسۍ په دغه ویر کې برخه واخیسته او د بهرنیو چارو مسؤل یې وویل چې اروپایي اتحادیه د برما پوځ او ولسواک ګوند تر منځ په دې کشمکش کې د ډموکراسي پلوو تر څنګ ولاړه ده.

له دې علاوه استرالیا، بنګله دیش، سنګاپور او ګڼو نورو هیوادونو هم د دموکراسۍ په ویر اوښکې تویې کړې.
د برما د دموکراسۍ د نسکوریدو درې میاشتې پوره کیږي، خو غم یې لا هم نه دی سوړ شوی. اوس هم غربي حکومتونه او سازمانونه په دې اړه اعلامیې صادروي او خپله غمشریکي څرګندوي.

د ولسواکۍ په ویر کې دغه ساندې داسې مهال جریان لري چې د برما د ولس یوه لویه کتله (څه کم یو میلیون روهینګایان) په بنګله دیش کې د بې کورۍ او غربت ژوند تیروي.

دا هغه خلک دي چې د آنګ سان سوچي له دموکراسۍ څخه یې دلته پناه راوړې، دوی په قسماقسم امراضو، سوء تغذي او بیلابیلو مصیبتونو مبتلاء دي.

له دې علاوه په لویدیز ولایت اراکان کې لا هم د روهینګایي ولس خاموش قتل عام او نژادي تصفیه جریان لري. اما د ولس دغه فریاد هیڅوک هم نه اوري.
دغه ټول جریان ثابتوي چې د جمهوریت پلوو په قاموس کې ولس د یوې ټنګې اهمیت هم نه لري. بلکې د دوی په باور مهمه د دموکراسۍ په نوم هغه سیاسي نظریه ده چې د ولس په نوم پورې پیوند شوې او له ولس په کې ابزاري استفاده کیږي.

دا بحث ځکه مهم دی، چې زموږ په هیواد افغانستان کې هم له تیرو شلو کلونو راهیسې همدا ماجرا روانه ده. غربیانو د ولسواکۍ په نوم نظام د کروز توغندیو او جنګي الوتکو په وزرونو سپور راوړ، د ولسواکۍ د تعمیل لپاره یې د افغان ولس قتل عام پیل کړ، په ولس یې زندانونه او هدیرې ډکې کړې، تر څو ولسواکي (دموکراسي) زرغونه شي، لا هم د دموکراسۍ د ټینګولولپاره د ولس بربادي روانه ده. اشرف غني وایي چې که سل کاله هم جګړه دوام کوي او افغان ولس تباه کیږي، دی حاضر نه دی چې له جمهوریت ( دموکراسۍ) تېر شي.

نوموړی وایي چې حتی په خپله هم د دموکراسۍ په لار کې سر قربانولو ته حاضر دی. د دموکراسۍ د ساتنې لپاره ولس د جګړو په اور کې ایسار ساتل ثابتوي چې دلته هم د دموکراتانو په باور ولس د قربانۍ هغه پسه دی چې باید د ولسواکۍ په پښو کې حلال شي.
د فکري پوهنې کتاب لیکوال استاد عبدالهادي مجاهد وایي چې دموکراسي یوازې سیاسي نظریه نه ده، بلکې یو ځانګړی دین دی او د خپلو پیروانو لپاره د دین په شان تقدس او افضلیت لري. دا چې ګورو چې د دموکراسۍ متصدیان په خاص ډول غربي نړۍ او په سر کې امریکا او ګوډاګیان یې د دموکراسۍ د پیاده کولو لپاره له هیڅ وحشت، تجاوز او ستم څخه مخ نه اړوي او حتی هغه ولس چې د دموکراسۍ مبداء او مأخذ دی هم د دموکراسۍ په پښو کې حلالوي، معلومیږي چې واقعا دوی په دغه خودساخته سیاسي بدعت ایمان راوړی او د دیني معتقداتو په شان یې مهمه بولي.

لوړ تحلیل ته په پام سره ولس باید پوه شي چې د دموکراسۍ په معادله کې ورته د یو خنثی فاکتور په نظر کتل کیږي، یوازې ترې شعاري او ابزاري استفاده کیږي او نور هیڅ اهمیت او مؤثریت نه لري.

اړوند نور مطالب او مجلې

له کوم جمهوریته نه تیریږي ؟!!

Habibullah Helal

ایا د بندونو جوړول به جنګي مجرمینو ته برائت ورکړي؟

Habibullah Helal

د امریکا زوال، هیلې او حقایق

Habibullah Helal