دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې

امریکا دې له شل کلن اشغاله سبق واخلي!

ارمان مجاهد
ټاکل شوې وه چې د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د مئ میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې د دوحې د تاریخي هوکړې سره سم امریکا له افغانستانه خپل پاته اشغالګر ځواکونه وباسي او ګران هیواد د ښکېلاک (امریکا) له تورو منحوسو منګلو څخه نجات ومومي.

لیکن د یادې نیټې تر راتلو څخه څو ورځې د مخه د امریکا ولسمشر جوبایډن د خپلو عسکرو د اېستلو نېټه د روان ۲۰۲۱ ز کال د ستمبر میاشتې تر یوولسمې نیټې پورې وغځوله او اعلان یې وکړ چې د راتلونکي یوولسم ستمبر وروسته به په افغانستان کې یو امریکایي عسکر هم شتون ونلري.

له دې اعلان څخه تر دې مهاله د پاته امریکایي عسکرو د انخلاء لړۍ پیل او دوام لري د سیاسي کتونکو په نظر د پاته امریکایي عسکرو د وتلو پیل د اشغال پای ته رسولو په لور ضرور یو مثبت ګام دی او هغه اندېښنې چې ګواکې امریکا په افغانستان کې د طویل المدت پوځي شتون اراده لري له منځه وړې.

د بایډن د اعلان وروسته د پاته عسکرو د وتو لړۍ ښيي چې امریکې په راتلونکي کې د پوځي حضور غځولو حوصله بایللې او ځمکني قراین او علامات هم د دې ښکارندویي کوي، چې د امریکا حکومت خامخا د راتلونکي یوولسم ستمبر وړاندې د پاته عسکرو د اېستلو قاطع هوډ کړی دی او اراده نلري چې په جنګ کې دې ښکېل پاته شي.

له شک پرته افغانستان کې د امریکا پوځي موجودیت د افغانستان په ګډون د ټولې سیمې امنیت، ثبات استقرار او خوشالي هم ګواښي، په تیرو شلو کلونو کې موږ او نړیوالو ولیدل چې امریکایانو له ځانو سره افغانستان اوټولې منطقې ته بې شمېره بدمرغۍ راوړې، په لکونو انسانان د دوی د یرغل په نتیجه کې شهیدان ټپیان اوبې کوره شوي دي.

امریکا او د هغې د ائتلافي ملګرو په وحشیانه عملیاتو او ړندو بریدونو کې ودان کورونه، کلي، مدرسې، جوماتونه ښارونه ړنګ او د خاورو په ډیریو بدل شول او هم په مقابل کې د افغان ولس د تاریخي مقاومت او جهاد په مټ په زرګونه امریکایي یرغلګرعسکر مړه، ټپیان او په رواني ناروغیو اخته شوي دي، اوس چې په افغانستان کې کوم شمیر عسکر پاته دي، د هغوی دننه هم ذهني ډار، فشار اورواني ناروغۍ په لوړه سلنه شتون لري، اکثریت یې د جګړې له نومه ډاریږي اوپه هره بیه چې شونې وي هغوی له موجوده حالاتو وتل غواړي.

د امریکا د متحده ایالاتو حکومت هم دا درک کړې ده چې افغانستان کې د دوی د عسکرو نور پاته کیدل او پرې لګښتونه کول کومه ګټه نلري، بل لور ته اوس هغه د ۲۰۰۱ ز کال بډای امریکا هم نه ده پاتې، پرمختللی پوځي او اقتصادي ځواک یې اوبه شوی دی، په جګړه کې د لګښتونو د زغملو مورال نلري، د دې لپاره هڅه کوي چې ځان ته د اوړو پوزې په جوړولو له روانې جګړې ووځي.

بل پلو ته د منطقې هیوادونه او ولسونه هم احساسوي چې د افغانستان په ګډون په ټوله منطقه کې موجوده ناخوالې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د نامشروع شتون زیږنده ده، په دې وجه هغوی ته ښکاره ده چې څو پورې امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه وتلي نه وي، تر هغې اوسنۍ ناخوالې پای نه مومي، هغوی هم په سملاسي توګه د ټولو بهرنیو عسکرو د وتو غوښتونکي دي او په امریکا او نورو هیوادونو غږ کوي چې د کوم تاخیر او ځنډ پرته دې خپل عسکر ور وغواړي او د افغانستان امنیتي، سیاسي او اقتصادي چارې دې پخپله افغانانو ته په واک کې ورکړي، څو هغوی پخپلو منځو کې سره کیني او په هیواد کې د امنیت او ثبات راوستو لپاره یوبل ته دورورۍ لاسونه ورکړي.

تردې پورې چې د اوسني کابل رژیم په تنه کې هم د چاودون نښې رابرسیره شوې دي د کم شمیر غرب پلوو ګوډاګیانو پرته نور یې په دې باوري شوي دي چې څو پورې یرغلګر بهرني ځواکونه وتلي نه وي ترهغه پورې افغانستان کې رښتینی امنیت و ثبات نشي راتلی هغوی هم ضروري ګڼي چې امریکا دې نورخپل پوځي شتون نه غځوي بلکې د کړې ژمنې سره سم دي پاته عسکر وباسي او که بیا هم امریکا د دوکې او چالاکۍ نه په کاراخیستو تر ټاکلې نیټې عسکر و نه ویستل او د عسکري شتون د بیا غځولو جسارت یې وکړ دا به د امریکا لپاره په راتلونکي کې بد عواقب ولري او د داسې وضعیت سره به یې مخ کړي چې په ټول بشري تاریخ کې به ساری و نلري نو ښه داده چې دا لویه اشتباه تکرار نکړي او د تیر شل کلن اشغال د بدو پایلو څخه سبق واخلي.

اړوند نور مطالب او مجلې

پس نیروهای امنیتی و دفاعی از بهر همین‌ها کشته می‌شوند؟!

Habibullah Helal

د افغانستان روان حالات د ځمکني حقیقت او تشویش ترمنځ!

Habibullah Helal

د اسلامي شریعت پيژندګلوي د اسماني شریعتونو متفقه اصول

Habibullah Helal