دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې

هو! مسلمانان! اسراییل ننګولی شي… خو…!!!

بشیر
فلسطین کې یو ځل بیا مسلمانان د صهیونستانو لخوا د سترو وحشتونو ښکار ګرځیدلي دي، غزه باندې د اسرائیل د هوایي او ځمکنیو وحشیانه بریدونو په وجه په زرګونو فلسطینيان په وینو سره لړلي پراته دي او داسې ښکاري چې د اسرائیل غاصب رژیم په فلسطین کې د ازادي غوښتونکو مسلمانانو د پوره ځپلو قوي هوډ کړی دی او په دې کار کې د پخوا په څیر ورته د غربي هیوادونو خصوصاً د امریکا ملاتړ حاصل دی.

د فلسطیني ولس یوازینی قصور دا دی چې هغوی مسلمانان او د فلسطین اوسېدونکي دي او د خپل حق نه لاس په سرکیدونکي نه دي او د دې لپاره په پرلپسې توګه بې درېغه قربانۍ ورکوي.

له نن څخه نږدې یوه پیړۍ وړاندې د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر «بالفور» فلسطین د یهودانو د ملي وطن په توګه اعلان کړ او د نړۍ د مختلفو هیوادونو څخه یې ورته یهودان راوستل او پکې میشت یې کړل، په دې کار سره برتانیې او امریکا دواړو نه یوازې انساني اصول او اخلاقي مقرارات تر پښو لاندې پایمال کړل بلکې په پوره توګه یې د اسراییلي وحشت خوروونکي کردار سرپرستي هم وکړه، تردې پورې چې د دوی په اشاره ملګرو ملتونو د فلسطین وېشلو او فلسطینیانو ته د جلا هیواد او اسراییلیانو ته د جلا هیواد ورکولو ژ منه وکړه، خودا هم په حقیقت کې هسې د فلسطیني مسلمانانو د تېر اېستلو او دوکه کولو یوه هڅه وه، مغربي هیوادونه د امریکا په مشرۍ کې د اسراییل نه کلک ملاتړ کوي او د ملګرو ملتونو دژمنو اوپریکړه لیکونو پروا نه ساتي او تر دې مهاله یې د فلسطین یوه لوېشت نیول شوې خاوره هم نه ده پرې ایښې.

د لومړي نړیوال جنګ وروسته چې کله برتانیې د منځني ختیځ دننه د نویو کوچنیو، کوچنیو هیوادونو د رامنځته کولو ګام پورته کړ نو لوی هدف یې د «بالفور تړون» پلي کول و، برتانیې تر هغه پورې هلته خپل اشغال او سلطه قایمه وساتله څو یې چې د نورې نړۍ څخه په لوی شمېر کې یهودان رانه وستل او په فلسطین کې یې میشت نه کړل او د فلسطین خاورې وېش ته یې عملاً لار هواره نکړه.

کله چې په منځني ختیځ کې د ملګرو ملتونو لخوا د فلسطین وېشلو پرېکړې په ترڅ کې د اسراییل په نوم یهودي ـ صهیوني هیواد رامنځته شو، بیا ایله برتانیې خپل اشغال پای ته ورساوه او په خپل ځای یې د اسراییل د سرپرستۍ دنده امریکا ته وسپارله، په امریکې او برتانیې علاوه داسراییلي دولت په اړه د پلان په عملي کولو کې اروپائي ټولنه او روسیه هم همکاران وو.

ملګرو ملتونو فلسطین ووېشه د « فلسطین او اسراییل» په نوم یې دوه جلا هیوادونه رامنځته کړل او هم یې د دواړو لپاره پولې تعین کړې، که څه هم د دې وېش په اړه د اسلامي هیوادونو دننه دوه جلا رایې شتون لري د افغانستان، پاکستان او سعودي عربستان په ګډون اکثریت اسلامي هیوادونو د فلسطین وېش نه دی منلی او نه یې اسراییل د جایز هیواد په توګه په رسمیت پيژندلی دی خو مصر، اردن او وروسته ځینو نورو هیوادونو دغه وېش رسماً ومانه او اسراییل ته یې د یو قانوني هیواد حیثیت ورکړ بلکې په دې لړکې په خپله د حماس او الفتح رایې او لارې هم د یوبل نه جلا او تر ډېره سره په ټکر کې دي الفتح ګوند دیته اماده دی چې اسراییل د یو ګاونډي هیواد په توګه ومني خو حماس بیا اسراییل غاصب بولي او په خپل ګاونډ کې یې له منلو څخه انکار کوي.

اوس خبره داده که بالفرض د ملګرو ملتونو فیصله معقوله وي او منل یې هم ضروري وي نو بیا پکار وه چې د ملګرو ملتونو د پرېکړې سره سم فلسطین هم د ازاد هیواد په توګه منل شوی وای، اوس د نړۍ په نقشه کې فلسطین له سره وجود نلري، یوازې د ښاروالۍ چارو تنظیمونکی سیستم یا اداره لري او د هغې په وجود سره د فلسطین خلکو ته دوکه ورکوي چې ګواکې فلسطین ځانته جلا هیواد او حکومت لري، بله داچې اسراییل مسلسل لګیا دی هغه پولې او حدود پایمالوي کوم چې د ملګرو ملتونو د پرېکړې له مخې د دواړو هیوادونو تر منځ راښکل شوي دي اوپه دې علاوه د اسراییل غاصب رژیم د تیرې نیمې پیړۍ څخه د فلسطین ځیني ښارونه مهم ښارونه اشغال کړي دي چې په هغوکې د بیت المقدس ښار هم دی چې اسراییل قبضه کړی دی او هیڅوک هم داسراییل له منګولو څخه د هغه د ژغورلو کوښښ نه کوي.

کوم خلک چې اسراییل مشروع حکومت نه مني موږ هم د هغوی د دریځ پلوي کوو خو د سیمې حالاتو ته په کتو سره ځینې کارپوهان وايي: د فلسطین د وېش کومه پرېکړه چې ملګرو ملتونو کړې ده دهغې دوه مهمې تقاضې دي: یوه دا چې رښتیا باید فلسطین د یو داسې مستقل، ازاد هیواد په توګه جوړ شي چې د هرډول خارجي لاسوهنو څخه پاک وي.

دوهم: د ملګرو ملتونو لخوا د تعین شویو حدودو او پولو د ړنګولو وروسته چې اسراییل د بیت المقدس ښار په ګډون د فلسطین کومې سیمې اوښارونه نیولي دي هغه دې سمدلاسه تخلیه کړي او بېرته دې فلسطین ته وسپارل شي، دلته یوه نکته د پام وړ ده هغه داده چې اسراییل په بیت المقدس ښارباندې په قبضه کولو سره د مصر، شام، اردن او لبنان پولې هم ګواښلې دي او د ملګرو ملتونو نړیواله ټولنه پرلپسې د امریکا او اروپا لخوا د لاس پوڅې ادارې په توګه استعمال شوې ده.

د فلسطیني ادارې په ځای د خپلواک فلسطیني هیواد رامنځته کیدل، اسراییل د نړیولو پولو نه بیرته اوښتو ته اړ کول په اصولي توګه طی کړای شوې خبرې دي چې ورسره هیڅ شعور لرونکی انسان اختلاف نلري خو پوښتنه دا ده چې د نړۍ ابرقدرت هیوادونه په خاصه توګه امریکا ولې اسراییل په شا ټپوي چې پښې کلکې کړه او د فلسطیني وګړو وژلو ته دوام ورکړه! هغوی ولې په نړۍ کې لکونه مظلوم فلسطیني وګړي مهاجر کړي دي او د اسراییل د ښکاره جارحیتونو څخه خوندونه اخلي
خوپر دې سربېره ترټولو لویه غمیزه دا ده چې اسلامي نړۍ په خاصه توګه عربي نړۍ فلسطینیان د اسراییل رحم وکرم ته پرې ایښي دي اسلامي هیوادونو ته خپلې کورنۍ ستونزې ښکاري او د هغو د مخنیوي لپاره هر ډول ګامونه پورته کوي خو د فلسطیني مسلمانانو د ستونزو او مشکلاتو کمولو په اړه ادراک نلري د شک پرته که اسلامي هیوادونه یو شي او ټول په یو غږ او یو قوت سره د اسراییل پر خلاف راپورته شي او په مقابل کې یې یو د جرئت څخه ډک دریځ غوره کړي نو هیڅکله به اسراییل د امریکا د ملاتړ باوجود د مسلمانانو دمقابلې تاب رانه وړي او خامخا به دېته اړ کېږي چې د فلسطین خاوره خوشې کړي.

هو! د غزې او فسطین روانې ناخوالې او غمیزه یو ځل بیا نړۍ او خصوصاً د اسلامي هیوادونو واکمن وحدت ته ور بولي او په دې خبره باندې دغور بلنه ورکوي چې هغوی دې په سړو مغزو کیني خپلمنځي نفرتونه او اختلافات دي له منځه یوسي او په نړۍ کې د مظلومو مسلمانانو په حالت د رحم کولو لپاره دې د یو بل مټ و بازو جوړ شي په خاصه توګه د فلسطین غمیزې په وړاندې یو ځواک کیدل د اسراییل پر خلاف وسله پورته کول او ورته د لوټې د ګذار ځواب په کاڼي ورکول د مسلمانانو د غمیزې پای دی چې بیا اسراییل هیڅ یو فلسطیني مسلمان ته په خیرنو سترګو ونشي کتلی!

هو! که مسلمانان راپورته شول.

اړوند نور مطالب او مجلې

اســــلامي نظــام د ولس هیله او د قضیې اساسي حل دی!

Habibullah Helal

د اسلامي ارزښتونو او ملي منافعو ساتونکي ځواک ته اړتيا

Habibullah Helal

هېواد کې پرولس ستر وحشت او د نړۍ دردونکې چوپتیا

Habibullah Helal