دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
څرک

د څرک (۱۲۳)مه ګڼه له چاپه ووته!

له نیکه مرغه د څرک پرلپسې ۱۲۳مه ګڼه په ښکلي ډېزاین او اوډون سره له چاپه ووته.

څرک مجله افغان ولس ته داسلامي امارت د برحق جهاد او مقدسې مبارزې داعیه رسولو ترڅنګ، د ځوانانو دپوهاوي ، د افغاني او ملي شعور د بيدارولو په پار د ګڼو باتجربه استادانو، سیاسي شنونکو، او لیکوالو لخوا وړاندې کيږي.

د څرک نوې ګڼه کې د سياسي، جهادي، ادبي او علمي مضامینو ترڅنګ دا ځل د هیواد نوميالي او جید عالم مفتي نور محمد ثاقب صاحب او لیکوال او مدرّس عالم مفتي عبدالکریم حسن زوی سره مهمې مرکې شوي چې د علمي او تدریسي خدمتونو سربېره لوستونکو ته مهمې مشورې او توصیې لري.

څرک مجله لاندې ګڼ مهم مضامین په محتوا کې لري:

 د امریکا زوال، هیلې او حقایق
 څنګه اسلامي فکر په میراث پريږ دو؟
 چگونه سياست امريکا باعث نفاق قومى در افغانستا ن شده؟
 له عسکرو سره د اسلامي امارت غوره چلند د دیني او ملي بصیرت ثبوت وړاندې کوي!!
 د روانې جګړې بنسټیز لامل څه دی؟
 د شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور رحمه اللّه سترې لاسته راوړنې
 د استقامت او دیانت دنګ منار شهیدمولوي عبدالهادي پشیوال ژوند ته لنډه کتنه
 د اسلامي امارت د پیاوړي قومندان شهيد ملانېک محمد “رهبر” ژوند ته کتنه

د یادونې وړ ده چې څرک د هیواد په ګڼو ولایتونو کې د پوهنتونونو، لیسو او مدارسو، محصلینو او استادانو ته وړیا توزیع کيږي، هیله ده چې له اړوندو مراجعو يې ترلاسه او له مطالعې يې مستفید شئ.

څرک مجله همدلته مطالعه او خپل کمپیوټر ته ډاونلوډ کولای شئ!

[dflip id=”2609″ type=”thumb” ][/dflip]

همداراز د دغه لینک له لارې هم مجله ډاونلوډ کولای شئ!

اړوند نور مطالب او مجلې

د څرک (۱۰۴) ګڼه چاپ شوه!

admin

د څرک (۱۱۹) ګڼه له چاپه ووته!

admin

د څرک (۱۱۲) ګڼه له چاپه ووته!

admin