دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې

د بهرنيو ځواکونو وروسته د افغانانو مسؤولیتونه…

ارمان

په وروستیو کې رسنیو داسې خبرونه او راپورونه  نشر کړل چې د امریکا د متحده ایالاتو چارواکي  په پام کې لري، افغانستان کې خپل میشت پوځیان تر راتلونکي یوولسم  ستمبر مخکې  وباسي، د ځینو منابعو وینا ده: چې امریکا اراده لري  راتلونکې جولای میاشتې  تر لومړیو پورې خپل ټول پوځیان وباسي  او په دې توګه په بشپړ ډول‎ د افغانستان اشغال پای ته ورسوي او د راتلونکي سپټمبر یوولسمې نیټې راتلو ته انتظار و نه باسي.

د سیاسي چارو کتونکو په اند: هرڅومره ژر چې امریکا خپل پوځي حضور ته د پای ټکی کېږدي هومره به په افغانستان، منطقه او نړۍ مثبت تاثیرات ولري، هغوی ټینګار لري چې امریکا دې رښتیا هم  راتلونکي سپتمبر ته انتظار نکوي هر څومره ژر چې شونې وې افغانستان کې دي خپل پوځي  شتون پای ته ورسوي او رسماً دې د خپل شل کلن پوځي موجودیت او اشغال پای اعلان کړي، ښکاره ده چې  دا کار په ازادي باندې د مئینو افغانانو لپاره د لویو خوشالیو سبب کیدای شي، ولې  نور هغه وخت را رسیدلی دی چې امریکایې  واکمن د زړو له تله واقعیتونه درک کاندي او په نړۍ  کې خپله د جنګونو او یرغلونو ستراتیژې  لغوه اعلان کړې، د نړۍ  د ازادو ولسونو او خپلواکو ملتونو د غلامولو  له بدې ارادې نه په شا شي او د نوې پرمختللې ټیکنالوجۍ په مټ  بیا په نړیوالو باندې  د خپلو  جارحانه  پریکړو د تحمیلولو هڅه ونکړي.

هو! د ځواکونو د ویستلو سربیره دې امریکایان دلته( په افغانستان کې) د جګړې د تداوم په اړه د خپلو  ناسمو ارادو او پلانونو څخه هم  لاس په سر شي او په مقابل کې موږ دیته ژمن او اماده یو چې امریکا ته د خپلو  مشروع تجارتي ګټو د ترلاسه کولو لپاره اسانتیاوې برابرې کړو خو په دې شرط چې امریکایي واکمن د افغان ولس سیاسي ازادۍ او اقتصادي خپلواکۍ ته په احترام لرلو سره  د سیاسي  او د یپلوماتیکو مقرراتو رعایتولو ته په کلکه ژمنتیا وښیي  او هیڅکله په نامشروع  ډول د خپلو استعماري ګټو ترلاسه کولو په موخه د جارحیتونو، وحشتونو او یرغلونو لار انتخاب نکړی، بیشکه  افغانستان یو ازاد، مستقل او ناپېیلی  هیواد دی چې د نړۍ له ټولو هیوادونو او قومونو سره  د مقابل احترام په رعایتولو سره سیاسي، تجارتي او دیپلوماتیک اړیکي غځول غواړي. تمه ده د امریکا په ګډون ټول لري او نږدې پراته هیوادونه  د مشروع د یپلوماتیکو لارو چارو او اصولو څخه په استفاده افغانستان ته د تجارت، بیا رغونې او بشري خدمتونو ترسره کولو په موخه راشي، نه د افغان ولس د بادرانو او د هغوی د اقاګانو په حیث چې هدف یې د افغانانو په شتمنیو باندې خیټه اچول وي! د امریکا په ګډون هر هیواد د مشروعو نړیوالو دیپلوماتیکو اصولو او ضوابطو ته په کتو سره د افغانستان په اجازه  ددې هیواد د طبعي زیرمو په استخراجولو کې پانګونه کولی شي، افغانان به هیڅکله د دغسې اقداماتو مخالفت ونکړي بلکې تر ډیره به یې هرکلی  وکړي او په مخکې به یې ګلان و شیندي، لیکن د افغانستان زیرمې په غلا او په پټه استخراجول او بهر ته یې وړل افغان ولس نه پخوا زغملي، نه یې اوس زغمي او نه یې په اینده کې زغملی شي، هر هغه هیواد یا ځواک چې په ښکاره او یا په پټه توګه د افغانستان طبعي زیرمو  د غلا کولو جسارت کوي افغانان به ور ته هغسې  د عبرت نه ډک سبق ورکوي لکه په تیرو شلو کلو کې یې چې امریکا ته ورکړ، غرض دا چې امریکا دې د ځواکونو د ویستلو وروسته دلته خپل د جارحیت نه ډک مشن په ټوله معنی پای ته ورسوي یعنې دلته دې  د طالبانو پخلاف د مخالفو جهتونو د پلوۍ اشتباه نه تکراروي هغوی ته دې وسلې او پیسې  نه رالیږي ځکه دا د جګړې د دوام او غځیدو سبب کېږي افغانستان لا د ړنګیدو او تباه کیدو په لور بوځي له داسې کولو باید جداً ډډه وکړي.

بل پلو ته  له شک پرته طالبان او افغانان هم د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته مسؤلیت لري چې هغوی په سمه او رښتینې توګه د افغان ولس د ارمانونو پوره کولو لپاره  سولې راوستلو او د اسلامي نظام حاکمیت ته ژمن پاته شي او لومړیتوب ورکړي، هغوی دې په پوره توګه د دوحې  په تړون کې کړو ژمنو ته متاعهد او ژمن پاته شي او پخپل ټول وس سره دي د دوحې تعاهدات او ژمنې پوره کړې او هم دي په راتلونکې کې د هغو رعایتولو په باب نړیوالو ته له خپله اړخه پوره باور او ډاډ ورکړي او د خپل ټول  توان  سره سم دي د اسلامي نظام راوستلو او قائمولو ته توجه وکړې، د هیواد ودانولو اوبیا رغونې ته دې پام ډیر کړې، د هیواد د ترقۍ، امنیت او سوکالۍ پخاطر دي د کرهڼې برخې ته، د عامې روغتیا برخې ته، د صنعتې او حرفوي اسانتیاوو برخو ته پام ډیر کړي، ځکه له مادي پلوه یو خوار او غریب ولس هیڅکله د پرمختللو ولسونو سره سیالې او رقابت نشي کولی او نه په مادي، تعلیمي او اقتصادي لحاظ کمزوري هیوادونه او ولسونه ځانونه د مترقي، شتمنو او بډای هیوادونو د لاسوهنو او شرونو څخه خوندي کولی شي که هر هیواد او ولس غواړي چې  هیواد او ولس یې د بهرنیو شرونو څخه خلاص او په امان وي هغه باید یو پر ځان متکي اقتصاد ولري، هغه باید په تعلیمي او علمي میدان کې د سیالانو هیوادونو څخه وروسته پاته نه وي، هغه باید په نوي عصري ژوند کې د نړۍ له سیالانو هیوادونو څخه کم نه وي، په مادي، اقتصادي او تعلیمي لحاظ  یو مترقي هیواد کولی شي چې  په نړۍ کې  یو ځلاند مقام  او روښانه  نوم پیدا کړي، کوم هیواد ته د محتاجۍ او لاسنیوي پرته د بشري خدمتونو مسؤلیت ته ملا وتړي، نن سبا په نړۍ کې هغه هیوادونه هسکې سترګې ګرځي کوم هیوادونه  چې د بهرنیو هیوادونو او یا د نړیوالو مالي ادارو پور وړي نه دي او کومو هیوادونو چې د بهرنیو هیوادونو او یا نړیوالو مالي ادارو څخه پورونه اخیستي موږ وینو چې  هغوی پخپلو پریکړو کې خپلواک او ازاد ندي، پر هغوی باندې له بهر څخه نړیوال اسټبلشمنټ خپلې پریکړې او ارادې طوعاً او کرهاً تحمیلوي، ځکه  نن سبا د ازادۍ تعریف په واک کې د کومې مستقلې او خپلواکې جغرافیې څخه عبارت ندی بلکې ترڅنګ یې په هغه جغرافیه کې د قوي اقتصاد درلودل هم  ضروري دي، ولې که ته! په هغه محدوده جغرافیه کې د نورو هیوادونو پوروړی یي او بهرنیانو د خپلو پورونو په بدل کې ستا د هیواد سترې اقتصادې زیربناوې له ځانو سره ګرو ایښې او هغوی ترې په خلاص لاس استفاده کوي دغسې هیواد یا جغرافیه بشپړه ازاده نه ګڼل کېږي؛ بنأً طالب قیادت باید دیته ځیر اووسي که غواړي چې تربیرغ لاندې یې  افغانستان نور د پردیو اسونو د زغلولو ډګر نه وي؛  باید د اقتصادي او مالي پلوه هیواد ته ترقې ورکړې  او ددې لپاره ټولې مشروع لارې په کار واچوي،همدا راز د امریکا لپاره ښه داده چې هغه  د دوحې په  تړون کې کړو ژمنو ته متعاهده پاته شي او افغانستان کې د واقعې سولې  راتلو سره مرسته وکړې هم د سولې په وړاندې د پرتو خنډونو په لري کولو کې افغان ولس سره همکاري وکړي ولې چې په افغانستان کې سوله راتلل د افغانستان په ګډون په ټوله منطقه او نړۍ کې هم سوله او امنیت تقویه کوي.

اړوند نور مطالب او مجلې

تخریب بیش از ۱۳۰۰ قطعه از تجهیزات نظامیان امریکا در افغانستان

Habibullah Helal

ولس مهم دی که ولسواکي؟

Habibullah Helal

هو! مسلمانان! اسراییل ننګولی شي… خو…!!!

Habibullah Helal