دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې

شکر او اسلامي لارښوونې!

 هو! بیشکه د منعم( نعمت ورکوونکي) شکر اداء کول یو باطني او فطري عمل دی، انسان خپل عقل او فطرت ته په رجوع کولو سره دا حقیقت درک کولی شي چې  هر کله  هغه ته  د کوم چا لخوا کوم نعمت ورکړل شي او یا څوک هغه ته کوم خدمت ترسره کړې (که څه هم  هغه خدمت یا نعمت کوچنی څیز ولې نه وي) له امله یې باید د نعمت ورکوونکي او ترسره کوونکي  شکریه  اداء کړي او د هغه د زیار ایستلو او مهربانۍ څخه دي  قدر دانې اومننه  وکړې ، ځکه ناشکري پخپله د ډیرو نعمتونو څخه د محرومیت سبب ګرځي، د نعمتونو  د زوال لامل کېږي، د ناشکرۍ په وجه ‎ خیر پورته کېږي  همدا راز د احسان ، شجاعت او  ایثار ختمیدو سبب هم  ناشکري کیدای شي او هر چې د منعم د شکرګزارۍ پایلې دي هغه  بیشکه لوړې دي چې هرانسان ته د هغه د شان او منزلت موافق نصیب کېږي.

په اسلامي شریعت کې د شکر ادا کولو  په باره کې  دومره تاکید او ټینګار راغلی دی چې د علماوو په نظر : د غور کولو وروسته یې وجوب په  نظر راځي . علماوو لیکلي:  چې کله په انسان کې  د شکرګزارۍ روح  یا مزاج  دومره  وده ومومي چې  د خالق د شکر اداء کولو نه نیولي  آن د مخلوق شکر اداء کول هم په بر کې ونیسي نو بیا د مخلوق خدمت او د هر تکلیف په مقابل کې د شکر ویستو استعداد ښکاره شي او د انسان جوهري صلاحیتونه نور هم  وځلیږي په نتیجه کې یې د نعمت څښتنانو په نظرکې هم د خیر او نیک کار کولو په اړه د هغوی ارادې دوه واره لوړې شي.

 د خالق په نعمتونو د هغه شکر اداء کول  د هغه د معرفت دروازې پرانیزې او خالق سره د انسان رابطه قوي کوي، شکرګزاري د منعم او د نعمت  د معرفت سبب  ګرځي او هم دا د معرفت  سلسه خدای تعالی سره د بنده  رابطه نوره هم  قوي کوي او د هغه د عشق ډیوې د شکر کوونکو  په زړونو کې بلوي.

 غرض دا دی  چې  څوک د الله تعالی د بنده ګانو لخوا د ورکړای شویو نعمتونو شکر نه اداء کوي هغوی شرعاً ګناهګار دي، ځکه الله تعالی د شکر اداء کولو حکم کړی دی یا په بل سپیناوي الله تعالی د خپل نعمت شکر تر هغه پورې نه قبلوي څو  هغه (شکر کوونکی) د انسانانو شکر ادا نکړي. د حضرت ابوهریرة، حضرت ابو سعید خدري او نورو صحابه وو M څخه د الفاظو په کم اختلاف سره لاندې  روایت شوی دی :
         عن ابی سعید الخدري  قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم من لم یشکر الناس، لم یشکر الله وفی الباب عن ابي هریرة قال:قال رسول الله صلی الله علیه وسلم من لایشکر الناس لایشکر الله.( قال الترمذي هذاحدیث حسن صحیح)

 ابي سعید خدري I  وايي: رسول الله Hفرمایلي: څوک چې د خلکو شکر نه ادا کوي  هغه د الله تعالی شکر هم نه اداء کوي.

او په همدې باب کې د ابوهریره I د روایت ترجمه ده وایي: رسول الله H فرمایلي: څوک چې د خلکو شکر  ګزار نشي هغه  د الله تعالی شکر ګزار  هم نشي کیدای.

امام ترمذي V وايي: دا حدیث حسن صحیح دی.

اوپه دې باب کې دابوهریرة، اشعث بن قیس او نعمان بن بشیرM څخه هم احادیث روایت شوي دي

پښتو کې د شکریې اداکولو لپاره « مننه» لفظ کارول کېږي په  ویلو او لیکلو  دواړو کې دود دی او  نن سبا هر ځای، او هر چیرې د هرې دویمې او دریمې خبرې وروسته یې خلک کاروي او په خاصه توګه مسیجونو کې  یو بل ته د پیغامونو په لیږلوـ رالیږلو او ترلاسه کولو «مننه» کلمه زیاته لیکل، ویل او کارول تقریباً یو دود یا فیشن ګرځیدلی دی تردې پورې چې د سټیج په سر ویناکوونکي، په لارو، موټرو او موبایلونو کې د اعلاناتو خپرولو  پرمهال هم په  پای کې لازماً «مننه» لفظ راوړل دود دی، په دفترونوکې مامورین که هغه نارینه دي او که ښځینه له خولو څخه به یې ته« مننه؛ مننه او یاتشکر،تشکر» الفاظ اوري، ډیر ځلي دا درک هم څوک نشي کولی چې دا د چا څخه مننه یا تشکر کوي او په څه وجه یې کوي؟

خو په تشکر؛تشکر یا مننه؛ مننه… روږدی  بشریت  هغه ذات څنګه هیرولی شي کوم چې فی الواقع د شکر اداء کولو مستحق دی، یعنې شکر اداء کول د هغه حق دی؛ زموږ مراد دکائنات د څښتنY شکر اداء کول دي، ځکه یواځي هغه ذات د شکر اداء کولو حقدار دی، خو د انسانانو شکر ګزار انسان د خپل څښتن Y شکر کزار هم ګرځي؛ په حدیث شریف کې تیر شول چې من لم یشکر الناس لم یشکر الله څوک چې د انسانانو شکر  نه ادا کوي هغه د الله تعالی شکر هم  نه …کوي.

یعنې د انسان لخوا د انسان شکر اداء کول دومره اهمیت  او وزن لري چې یو انسان  تر هغه پورې د الله تعالی شکر  نشي ادا کولی څو چې د انسان د شکر ادا کولو مزاج په ځان کې پیدا نکړي .  

دا په حقیقت کې د الله تعالی لخوا یوه لویه مهرباني او پیرزوینه ده چې د شکر ادا کولو مسئلې اهمیت ته د انسانانو ځیرکولو لپاره یې د خپل غوره استازي حضرت محمد H په مبارکه ژبه امت ته دا هدایت کړی دی  چې ګورئ! ترهغه پورې چې  یو انسان د بل انسان  شکر ګزار نشي د الله تعالی شکر ګزار نشي کیدای! کنه  الله تعالی د انسانانو لخوا شکر اداء کولو ته هیڅ حاجت نلري هغه د هرعیب څخه پاک دی، د هرې کمزورۍ نه مبرا دی، د هغه هره وعده رښتینې ده داسې رښتینې چې  هغه پخپل وخت خامخا سرته رسول کېږي، هم  هغه دی چې  پخپل ذات کې یکتا او یواځي دی، خپلو بنده ګانو سره د کړو وعدو لحاظ ورسره شته دی،  چې په هر صورت کې یې پوره کوي هغه د بنده ګانو خالق دی، په دې وجه ورسره مرسته کوي، د پریشانیو او ستونزو څخه ورته نجات ورکوي، د بې وسو او  مظلومانو سره مرستې کوي، نا قراره زړونو ته قرار ورکوي  شتمن دي که اړمن! ټولو هغه ته ځولۍ نیولې … او هغه یې ورته ډکوي… بې وزلان نازوي او د هغوی فریادونه اوري… خو بنده ګان په هغه یقین نلري «یحسرة علی العباد» افسوس دی په هغو بنده ګانو چې  هغوی د خدای تعالی په پیدا کړي مخلوق کې د خدای تعالی د صفاتو موندلو جستجو کوي تردې چې هغه سره  شریکان و نیسي! رښتیا یې ویلي: « ان الانسان لکفور مبین» بیشکه انسان په ښکاره د خپل څښتن ناشکري کوي!

که په مخلوق باندې د لږ ځنډ لپاره نظر واچوو نو دا حقیقت را ښکاره کېږي  چې مخلوق کې؛ هر مخلوق د کائناتو د خالق یو غوره او عمده شاهکار دی « صنع الله الذی اتقن کل شئ»چا چې هر څیز تخلیق کړی دی!

نو حاصل دا شو چې شکر ته په اسلامي تعلیماتو کې کلیدي مقام په برخه دی، اسلام یې په لحاظولو ډیر زیات زور راوړی دی په عظیم الشان قرآن او نبوي حدیثو کې ځای په ځای په اړه یې تاکیدي او ترغیبي  لارښوونې موندل کېږي.په دې کې د علماوو اختلاف دی چې په صبر او شکر کې کوم یو غوره دی په ټوله کې درې اقوال راغلي دي(۱) یو قول دا دی چې صبر د شکر نه افضل دی ۲ـ شکر د صبر نه افضل دی ۳ـ دواړه  یوه  درجه لري  په همدې وجه حضرت عمرفاروق I فرمایلي:لوکان الصبر والشکر بَعیرین ما بالیت أیهما رکبت»که صبر او شکر دوه سورلۍ  وای نوماته به دا پروا نه وه چې په کومه یوه سپور شم! یعنې دواړه پوره او برابرې دي.

د علماوو کومه طبقه چې دا وایي چې  شکر د صبر نه غوره دی هغوی وایي: شکر اصل دی او صبر د وسیلې، خادم او تابع درجه لري په قرآن پاک کې شکر د ایمان سره  مربوط  راغلی دی « مایفعل الله بعذابکم ان شکر تم وآمنتم»( النساء\۱۴۷)که تاسو چې شکر ادا کوئ او مومنان وئ! نو الله تاسو ته په عذاب درکولو څه کوي؟

د الله تعالی په نزد باندې تر ټولو محبوب عمل شکر او د شکر خاوندان دي او تر ټولو مبغوض عمل کفر دی او د کفر خاوندان دي، په قران پاک کې دوه ډولونه ښودل شوي دي« انا هدیناه السبیل اما شاکرًا و اما کفورًآ»( الدهر\ ۳)موږ انسانانو ته لار ښودلې  اوس که شکر کوونکي ګرځي او که کفر کوونکي. په  النحل سورة کې فرمايي«ومن شکر فانما یشکر لنفسه ومن کفر فان ربي غنی کریم»( النحل \۴۰)کوم څوک چې شکر اداء کوي د هغه شکر د هغه د ځان لپاره ګټور دی  او که څوک ناشکري کوي نو زما رب بې پروا دی او پخپل ذات کې هغه عزتمن دی  په ابراهیم سورة کې د الله تعالی ارشاد دی:« لئن شکرتم لأزیدنکم ولئن کفرتم ان عذابی لشدید»(ابراهیم- ۷)که تاسو شکرګزار شئ نو زه تاسو ته نور زیات نوازش درکوم او که کفرانِ نعمت وکړئ نو زما سزا ډیره سخته ده.

قرآن وايي:« ان تکفروا فان الله غنی عنکم، ولایرضی لعباده الکفر، وان تشکروا یرضه لکم» (الزمر\۷)که چیري تاسو کفر کوئ نو الله له تاسو نه بې پروا دی، خو هغه د خپلو بنده ګانو لپاره کفر نه خوښوي، او که تاسې شکر وکړئ نو هغه یې تاسو لپاره خوښوي.

په دې توګه په ګڼو ځایونو کې د شکر او کفر تر منځ تقابل او موازنه شوې ده او شکر او د شکر خاوندان عند الله محبوب او مقبول دي  د هغوی د اجر استحقاق او د الله د رحمتونو او مهربانیو ذکر یې کړی دی، نن سبا ډیر خلک د بل انسان شکر ویستل عیب ګڼي او ځان لپاره یې شرم او خجالت تعبیروي او د خپلو احسان کوونکو په ښېګڼو سترګې پټوي چې دا یوه ډیره لویه بدمرغې، بدبختې او ناشکري ده حال دا چې الله تعالی د یو انسان لخوا شکر تر هغه وخته نه قبلوي څو چې هغه په ځان کې د ننه د انسانانو د شکر  ویستو مزاج پیدا نکړی …  الله تعالی دې موږ ټول شاکرین بندګان وګرځوي. امین

اړوند نور مطالب او مجلې

د څلورو څلور تمې!

Habibullah Helal

په ملکي تأسیساتو کې سنګرونه د چا دي…!؟

Habibullah Helal

تور لیست

Habibullah Helal