دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې

پوځي ډګر کې د ستر قائد پېغمبر صلی الله علیه وسلم د بریاوو لاملونه (لومړۍ برخه)

ژباړه: م عبدالله اندړ

پېغمبر صلی الله علیه و سلم ټولې نړۍ ته پېشوا او لارښود رالیږل شوی، د ګرد عالَم لپاره یو شان رحمت او خواخوږی دی، قانون پوهان هغه د نړۍ ترټولو غوره دستور او قانون جوړوونکی ګڼي، سیاسیون هغه یو ستر تجربه کار سیاستمدار په توګه راپېژني،  حاکمان او قاضیان هغه ته د یوه غوره عادل واکمن او د منصف قاضي په نسبت افتخار کوي. پوځي چارواکي د هغه صلی الله علیه و سلم په ځانګړې رهبرۍ او قیادت باندې ویاړي.

شاید د عربي ټاپوزمې د سختو شرائطو له امله چې عرب له یوه محیط او ټولنې بل محیط او  ټولنې ته په انتقال سره پوځیانو او عسکریینو دا حتمي انګېرلي وي چې پېغمبر صلی الله علیه وسلم په دغسې یو ناببره چاپیریال کې د ښه مقاومت، غوره رهبرۍ، حیرانوونکي کردار له امله عرب خصوصاً او مسلمانان عموماً هغه د رهبرۍ او جهاد په ډګر کې غوره یاد کړي.

که کوم څېړونکی د نبي علیه السلام له بعثته تر وفاته پورې د هغه ژوند وڅېړي نو ارومرو به په مکه مکرمه کې د هغه ژوند د توحید له امله جهاد او د مدینې ژوند به يې د جهاد له امله توحید پیدا کړي.

پېغمبر صلی الله علیه و سلم وروسته له هغې چې مدینې ته هجرت وکړ، یواځې په (۷) کلونو کې يې ۳۸ غزاګانې رهبري کړلې، په دویم هجري کال، صفرې میاشت کې غزوه (ودان) ته ووت، دا هغه ړومبۍ غزا وه چې هغه پخپله رهبري کړه، په اتم هجري کال رجب میاشت کې غزوه تبوک د هغه اخیرنۍ غزا ګڼل کيږي.

دپېغمبر صلی الله علیه و سلم په قیادت کې دمسلمانانو له مشـرکینو او یهودو سره ټولټال ۱۹ غزاګانو کې نښته رامنځته شوې، چې هغه بدر، أحد، خندق، قریظه، مصطلق ، خیبر، فتح مکه، حنین، طائف غزاوې وې، پداسې حال کې چې مشـرکین پاتې ۱۹ غزاګانو کې له جګړې کولو پرته په تېښته بریالي شوي.

سره له هغې چې پېغمبر صلی الله علیه و سلم په هیڅ یوه غزا کې چې مسلمانانو د هغه په رهبرۍ کې ترسره کړې، هیڅ ډول کوم اضطراب او ګډوډي ښکار نه شول او حتی د احد غزا کې هم له پوځي اړخه مسلمانان په ګډوډۍ کې ښکېل نه شول، ګواکې د پېغمبر صلی الله علیه و سلم له امر څخه د غشو ویشتونکو ډلې دسرغړاوي په نتیجه کې مسلمانانو یو استراتجیک بری ترلاسه کړ او تکتیکي په شاتګ يې وکړ.

د بري او نصرت اسباب

پوښتنه داده د پېغمبرصلی الله علیه و سلم په هره نښته کې د بریاليتوب لاملونه څه و؟ ددې په ځواب کې يې موږ دلته پوځي او عسکري اسباب او لاملونه په درې کټګوریو کې خلاصه کوو:

۱- غوره قیادت (رهبري) . مثلاً د پېغمبر صلی الله علیه و سلم رهبري چې وه.

۲- غوره پوځ او لښکر . لکه د لومړنیو مسلمانانو (صحابه و) پوځ.

۳- غوره قیادت سره سره معتدله جګړه . لکه د مسلمانانو چې له خپلو دښمنانو سره وه.

دغوره رهبر لپاره ګڼې ځانګړنې راوړل شوي ، کوم چې د (نظامات الخدمة السفرية) هغه کتاب کې چې له معتمدو پوځي سرچینو څخه بلل کېږي، په لنډه توګه راوړل شوي د غوره قائد لپاره هغه ځانګړنې دادي:

«۱- د چټکې سالمې پرېکړې ورکولو وړتیا. ۲- شخصي بهادري . ۳- پیاوړتیا او ثابت دريځ. ۴- له کوم تزلزل پرته د مسئولیت برداشت. ۵- د جګړئيزو اصولو پېژندنه . ۶- د بري او ماتې په صورت کې نه بدليدونکي او نه تغیریدونکي احساسات . ۷-  لرلید یا د نظر سبقت لرل. ۸- د ټولو ماتحتو مامورینو نفسیات او استعدادونه پېژندل. ۹-په رهبر د هغه د سړيو اعتماد  ۱۰- پر سړيو د رهبر اعتماد. ۱۱- د رهبر او قواو ترمنځ متبادل محبت او احترام. ۱۲- ځواکمن بانفوذه شخصیت . ۱۳- بدني وړتیا  ۱۴- سپیڅلی او پرتمین شالید».

د یو قائد لپاره د جګړې په ډګر کې پورته (۱۴) غوره ځانګړنې ګڼل کيږي چې موږ يې دلته په تفصیل سره ذکر کوو:

۱- چټکه سالمه پرېکړه:

د قائد لپاره مهمه ده چې چټکې پرېکړې جاري کړي، ځکه عسکري دريځونه د سترګو په رپ کې تغیر خوري، که دریځ سم وي بیا د کامیابۍ لامل کيږي او که نه وي، ډېری وارې لوی ناورین رامنځته کيږي خو د دغسې پریکړو او احکامو صادرولو وخت کې دوه لاملونو باندې باید اتکاء موجوده وي.

  • د رهبر عقلي وړتیا
  • د دښمن په اړه دقیق تفصیلي معلومات درلودل

داسې څوک نشته چې د پېغمبر صلی الله علیه و سلم د نادرې عقلي وړتیا څخه انکار وکړي، کوم چې هغه ورباندې له نورو ځانګړی و. د هغه وړتیا چې مسلمانان او نامسلمانان پکې ټول پریوه خوله دي، چې نوموړی داسې څوک و چې خلک يې هم تشویقول او هم  وېرول، له ډېر سترو عقلونو سره يې ټکر او مبارزه درلوده ، امت کې يې یووالی راوست، عقیده يې پکې پخه کړه، خو مګر پوښتنه داده چې داسې اریانوونکی بریالیتوبونه به له کوم لوړ او سالم عقلانیت پرته کېدل شوني وي؟

اصلاً د دښمن په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره ګڼې لارې استعمالولای شو چې هغه د ګڼو استطلاعي (خبرپلټونکو) ډلو استول دي، که جګړه کې وي که د جاسوسانو له لارې وي، که د بنديانو په راغږولو سره وي، یا د قائد لخوا خپله د اطلاعاتو ترلاسه کولو هڅه وي، او یا د متبصرو لرلیدو تجربه کارو شخصیتونو سره د مشورې له لارې ترلاسه شي.

د بدر غزا نه مخکې د پېغمبر صلی الله علیه و سلم د سرایاو او غزاګانو لیږدېدلو هدف دا و چې د مدینې ګرد چاپېره سیمو او مکې ته تللیو سپرو لارو په اړه معلومات ترلاسه کړي.

دغه راز د هغوی استوګنن خلک وپېژني، ترڅنګ ورسره د امنیت حلف او تړون وکړي.

د بدر په غزا کې هغه صلی الله علیه و سلم ګڼې څارګرې ډلې واستولې چې د ابوسفیان د قافلې راګرځېدلو وخت معلوم کاندي، دا راز يې د بدر لور ته د لښکر له خوځېدو سره سم کوچنۍ حمایوي څارونکې ډلې په مقدمه کې ولیږلې او دوه ګروپونه يې بدر سیمې ته مخکې نه د څارګرۍ لپاره لیږلي وو، خپله شخصا يې هم څارنه شروع کړه، ترڅو د قریشو له قوت او هغه ځایونه چې دوی هلته رسېدلي و بشپړخبر ترلاسه کړي.

همدا راز پېغمبرصلی الله علیه و سلم د بنديانو څخه چې د بدر له جګړې لږ دمخه نیول شوي و، په معلوماتو کې استفاده وکړه او هغه په خپل ځانګړي اسلوب (طریقې) سره د هغوی د راغږولو سره د قریشو ځای معلوم کړ چې هلته يې اړولي و او د قُوې د سړيو شمېر يې هم معلوم کړ.

۲- نادره زړورتیا او پیاوړی هوډ:

د هغه زړورتیا په هره جګړه کې په ټولو پوځي او ناپوځي چارو کې یو برابر څرګنده وه . د بدر جګړې ته ټټر وهل هم د هغه نادره زړورتیا ګڼل کيږي، په خندق غزا کې له احزابو څخه تر لسو زرو جنګیالیو مشرکینو په وړاندې ټینګ درېدل هم یوازینۍ بهادري ګڼل کيږي او د حنین په ورځ د خپلو ملګرو څخه د لسو تنو سره په میدان کې پاتې کېدل هم له توصیف لوړه خبره ده.

د بدر سترې جګړې میدان  ته کوز شو چې هم په خپله جګړه وکړي او هم جګړه پرمخ بوځي، په همدې اړه علي رضی الله عنه وايي: کله چې زموږ جګړه سخته او خونړۍ شوه نو موږ به په رسول الله صلی الله علیه و سلم ځانونه ساتل، له موږ څخه یو هم دښمن ته له هغه پرته ډېر نژدې نه و.

له بعثته تر وفاته پورې يې د ټولو مشرکینو دښمني په غاړه اخیستل، د هغوی مخالفت ته په یواځې ځان ټټر وهل د پیاوړي ارادې او مضبوط دریځ څخه چې هیڅ تزلزل پکې نه و، بل څه نه دي..

د قریشو خلک د هغه تره ابوطالب ته له وعدو او تهديدونو سره راغلل، د پېغمبر صلی الله علیه و سلم خپل تره ورته وویل: اې وراره، ستا قوم ماته راغلی و، دا دا يې ویل، خپل ځان ونیسه، په ما دومره څه مه باروه چې زه يې توان نه لرم! خو هغه صلی الله علیه و سلم ورغبرګه کړه: اې تره! سوګند په الله ، که دوی زما ښي لاس کې لمر او چپ کې سپوږمۍ کيږدي، چې دا کار پرېږدم ، ترهغو به يې پرېنږدم چې الله تعالی حق ته بری نه وي ورکړی اویا خو هم د حق په لاره کې ووژل شم.

خلاصه دا چې د پېغمبر صلی الله علیه و سلم ټول ژوند د پیاوړو او کلکو ارادو له حیرانوونکو مثالونو سره واضح دی.

۳- نه بدلېدونکې انګېزه :

د نبي علیه السلام انګېزه او نفسیات د بري او ګډوډۍ دواړو حالتونو کې هیڅ تغیر نه درلود، هغه په خپلو اعصابو بشپړ واکمن و، داسې واکمن چې له خیالاتو هم حقیقت ته ډېر نږدې و، په ډېرو سختو کړکیچنو حالاتو کې يې په ډېرو پيچلو دریځونو هیڅ پروا نه لرله.

هغه وخت چې مشرکین په احد کې له هر لوري ناببره په صحابه و چاپېره تاو شول، پداسې حالت کې د اعصابو کنترول، څه اسانه نه و، نه هلته اسانه وه چې په خندق غزا کې له راغلو لامحدودو ډلو ټپلو سره په جګړه کې واقع شول.

خصوصاً هغه وخت چې یهودو غدر وکړ، په اعصابو کابو لرل څه اسان کار نه و، د حُنین د جګړې په ورځ چې کله مسلمانانو ماتې وخوړه او هغه صلی الله علیه و سلم ټولټال لسو صحابه و سره د مشرکین لوی لښکر مخې ته پاتې شو، هغه وخت هم په اعصابو کابو لرل اسانه نه و.

۴- دنظر سبقت (لرلید) :

پېغمبر صلی الله علیه و سلم په ټولو پوځي او ناپوځي چارو کې  لرلید او فراست درلود چې بېلګې يې بې حسابه دي، هغه د حدیبيې په صلحه کې ټول شرائط ومنل، ځکه هغه ورته فکر له مخکې نه سنجولی و، هغه خپل عمیق نظر سره هر څه پېژندل او معلومول، دغو شرائطو قبلولو کې د مسلمانانو لپاره څومره کامیابي ده، دا صلحه به دوی ته داسې استقرار ورکړي چې د اسلام خپرولو لپاره به غوره فرصت وګرځي، عملاً دا هغه څه و چې ثابت شول، کله چې د مسلمانانو لښکر په حدیبیه غزا کې ۱۴۰۰ سړي و مګر ایله دوه کاله وروسته د مکې د فتحې پرمهال ۱۰۰۰۰ لس زره پوځ برابرېده.

اړوند نور مطالب او مجلې

شکر او اسلامي لارښوونې!

Habibullah Helal

راځئ هېواد له قومي او ژبني تفرقو وژغورو!

Habibullah Helal

له عسکرو سره د اسلامي امارت غوره چلند د دیني او ملي بصیرت ثبوت وړاندې کوي!!

Habibullah Helal