دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې

امنیتي پوستې که د لنډغریو مرکزونه؟

جلال هوتک

د هیواد له هر کونج څخه د امنیتي مرکزونو تر نامه لاندې د شر او فساد ځالې په ټولېدو دي. ولس په ډېر ویاړ سره ددې ځایونو په له منځه وړلو کې مرسته کوي؛ خو د امنیت شورا خیاطان او د اشغال په دوره کې په تړلو سترګو را لوی شوي روشنفکران! بیا خلکو ته د احمقانو خطاب کوي او تور پوري کوي، چې ملي شتمنۍ! چور کوي.

دوی دې ته فکر نه کوي، چې دا زر خیزې ځمکې نه د ناټو ملکیت وو، چې خپلو اجیرانو ته یې ورکړې وې او نه رولا غني له لبنان راوړې وې، چې په خپلو لنډه غړو عسکرو یې وویشلې. ددې ځمکو هره ټوټه ددې ولس په خولو اباده شوې وه، چې د عسکرو تر نامه لاندې د حکومت ازاریانو پکې د خپلو فحاشیو مرکزونه جوړ کړي وو، له همدې ځمکې يې د ولس پر کورونو توغندي ویشتل، په همدې پاټکونو د ولس اولادونه له هغوی بیلول کېدل او همدا ځایونه و، چې خلکو ترې یوه شېبه ارام نشوای کولای.

دا چې اوس ددې سیمو واک بیرته د ولس ګوتو ته رسېږي، حق یې دی چې هر څه یې له ځان سره یوسي.

د حکومت خیاطان دې پوه شي، چې د غرب په مټو له ولاړ دې نظام سره مبارزه او جهاد د دیني نصوصو په اساس پیل شوی او د همدې دیني ارشاداتو له مخې تاسو زموږ د ښمنان او ولس زموږ رعیت دی.

دین موږ ته راښيي، چې که د خپل دښمن مال دې لاسته ورسېد یا به فی او یا هم غنیمت وي، چې یو څه یې په مجاهدینو او پاتې يې بیرته په همدې ولس ویشل کېږي.

د شر او فساد ددې مرکزونو هر څه ددې ولس دي. د لنډه غریو دا مرکزونه نه ملي شتمني ده او نه هم ولس ترې خیر لیدلی، هر څوک چې يې په ورانولو کې مرسته کوي، زه باوري یم ددنیوي اجر تر څنګ به یې خدای په اخرت کې هم نیکه بدله ورکړي.

خیاطان که رښتیا هم د ملي شتمنیو په چور خفه کېږي، نو رولا ګله دې راوګرځوي، چې میلیونونه ډالر يې لبنان ته قاچاق کړل، فضلي دې راوګرځوي، چې د اتلس رقمه غوښو تر نامه لاندې يې بیت المال چور کړ، محب دې راوګرځوي، چې خپلې امریکایي ښځې ته یې د پوره یوه کنډک د عسکرو معاش ټاکلی.

ولسه! کور مو ودان، د لنډه غریو د مرکزونو په ورانولو کې ستاسو پوره همکاري له دې نظام سره ستاسو پریکون په ډاګه کوي او ارګ نشینانو ته دا ورښيي، چې د ولس د قهر ګراف کوم حد ته پورته شوی

اړوند نور مطالب او مجلې

د امریکا زوال، هیلې او حقایق

Habibullah Helal

د دوحې تړون ماتول ځانته د قبر کیندل دي ؟!

Habibullah Helal

د (ثالث عمر) کتاب لیکوال قاري عبدالستار سعيد شهامت سره په مرکه کې:

Habibullah Helal