دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
شعر او ادب

په دستار خوښ یم

زه بندی دیار دزلفو په  تار خوښ یم                   

سوی سکور دعاشقی په  انګار خوښ یم

عشق له خپلو له پردیو  بی پرواکړم         

زه په دغه  استغناء  استکبار  خوښ یم

که رقیب را باندې  وایې  تهمتونه

زه دیـاردتهمـتو په انبار خــوښ یـم

نه څه اورم نه څـه وایمـه و چاته

پټه خوله له هرعبثه ګفتارخوښ یم

هیڅ الفت مې له دې خلقوسره نه شې                  

زه ګوشه له هربې عقل اوهوښیارخوښ یم

زړه مې هسې شان ټوکلی دی غمونو

چې له دوست او له دښمن نه بیزارخوښ یم

دریـا لـــه عــبادته مــی تـوبــه ده   

داخلاص په میو مست او خمارخوښ یم

چې دپاکو په جامه کی ناپاکې کا

زه کنار له داسې ټګ او غدار خوښ یم

که هرڅو زه مختورن یمه خالق ته

دمخلوق له غداری نه کنارخوښ یم

ګوښه توب له دې عالمه مې زره غواړې

داغیاروله صحبته په غار خوښ یم

زمانې دتمدن نه می زړه بــدده

زه وحشي سرپه صحراء اوکوهسارخوښ یم

سیاست دزمــانې مــی زړه وهـلی

زه دفقر وغریبی په روزګارخوښ یم

له چوکۍ او له کرسۍ نه توبه ګاریم

ناست دخاورو دایرو په انبارخوښ یم

تاج او تخت دی چې یې اهل دنیا غواړیي

زه فقیرپه خاوروناست په دستارخوښ یم

آشنایی دخــلقو واړه خــرخـــاری ده

له دا هسی خرخاری په خرکار خوښ یم

نه توانیږم چې له ژونده لاس په سرشم      

له دې ژونده دمرګي په ناتار خوښ یم

محمدي نوره ګیله اوشکوه بس کړه

پټه خوله په غم کې ډوب غمګسار خوښ یم

پخوانۍ علمي اوجهادي شخصیت (مولوی محمدنبی محمدی رح) ۱۳۶۷ لمریز

اړوند نور مطالب او مجلې

د شعر و شاعري اهمیت او ضرورت

Habibullah Helal

خدای مه کړه

Habibullah Helal

د زړه سره بیعت

Habibullah Helal