دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې

د امریکا زوال، هیلې او حقایق

حسن مومند

عروج او زوال د ژوند نه جدا کېدونکې برخه ده خو په عروج او زوال دواړو کې په فطري اصولو او غوښتنو ټینګ پاتې کېدل لوړ انساني اخلاق غواړي.

د زوال پر مهال نه مایوسه کېدل او په عروج کې نه مغروره کېدل او له خپلې ماضي نه، نه غافله کېدل د اولوالعزمو خلکو کار دی؛ خو دا لوړ انساني اخلاق کمو خلکو ته په نصیب کېږي.

ډېر افراد، قبیلې اقوام او ملتونه داسې وي چې د عروج پرمهال فکر کوي چې د پرمختګ او بریالیتوب تر هغه سرحده رسېدلی چې نه ورته له ده وړاندې څوک رسېدلی او نه به ورسېږي؛ دا د فرد او ټولنې لپاره ډېر تباه کونکی فکر دی.

۳۰ کلونه وړاندې پر امریکا هم د عروج همداسې یو حالت راغلو کله چې شوروي اتحاد په افغانستان کې شکست وخوړ؛ ټوټه ټوټه شو او سوړ جنګ پای ته ورسېد؛ د سوړ جنګ دا اختتام امریکا په خپل ژوند کې د خپل ځان لپاره داسې ستر بریالیتوب وګڼلو چې د امریکا په ګومان نه داسې بریالیتوب د چا په نصیب شوی و او نه د چا په نصیب کېدای شو نو ځکه یې د ټولې نړۍ د غلام ګرځولو او په یواځي ځان پر ټولې نړۍ د واکمنۍ او بادارۍ خوبونه لیدل او ددې لپاره یې ناوړه او تباه کونکي اقدامات کول.

نن پوهان وایې: د امریکا همدا عروج د دې زبرځواک د زوال د پیل نقطه وه.

پدې اړه ګڼ کتابونه هم لیکل شويدي چې د کشور محبوباني HAS CHNA WON? (آیا چین وګټله؟) نومي تازه خپور شوی کتاب پکې زیات ګټور ګڼل کېږي او د نړیوالو توجو یې زیاته راجلب کړیده.

کشور محبوباني د سنګاپور نامتو دیپلومات دی؛ په هارورډ او لیکوان پوهنتونونو کې یې استازي کړی؛ د ملګرو ملتونو په اداره کې یې د سنګاپور د ځانګړي استازي په صفت دنده اجرا کړی او د لږې مودې لپاره یې د امنیت شوری مشري هم کړیده.

کشور پدې کتاب کې په کلکه ویلي دي چې امریکا د نړۍ د تر ټولو لوی ځواک حیثیت له لاسه ورکوي او ځای یې چین نیسي؛ کشور پدې کتاب کې د امریکا او نور لویدیځ ګڼې نیمګړتیاوې یادې کړیدي او اصرار کوي چې که اوس هم امریکا خپلو خطاګانو ته متوجې او ازاله یې وکړي خپل حیثیت خوندي ساتلی شي.

کشور ځان د چین او امریکا دواړو خیرخواه بولي او د دواړو ترمنځ د اختلافاتو زیاتوالی د ټولې نړۍ په تاوان کڼي نو ځکه په غربي نړۍ کې دکشور دلایل په غور له مطالعې لاندې نیول شويدي او په تېرو څو میاشتو کې په ګڼو پوهنتونونو او دولتي مهمو ادارو کې پر دې موضوع د لیکچر ورکولو لپاره دعوت شوی هم دی.

کشور پدې کتاب کې لیکي: په تېرو ۳۰ کلونو کې د امریکا د ۵۰ سلنه اوسېدونکو په عوایدو کې کمی راغلی او د ژوند سطحه یې په مسلسل ډول راټیټه شویده خو برعکس په همدې ۳۰ کلونو کې چین خپل ۷ سوه ملیونه نفوس د غربت له کرښې نه راپورته کړل.

کمونستي دولت دوي ته، خوراک، څښاک، روغتیا، هستوګنې، کار ورکولو او د ژوند په نورو برخو کې ټولې داسې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې چې چینایانو په خپل ټول تاریخ کې دومره اسانتیاوې او خوشالي نه وه لیدلې خو امریکا پدې ټولو ۳۰ کلونو کې د چین دا اقتصادي سترپرمختګونه له پامه غورځولي وو او چینایانو ته یې د کمونستي نظام نه د وتلو تلقین کاوه.

کشور وایې امریکا په خپل جمهوریت ډېره نازېږي او د چین د کمونستي نظام سخت تردید کوي خو دا یې له پامه غورځولې چې د چین نظام د جمهوریت په ځای په meritocracy استعداد پر بنسټ د مشر انتخاب) په اصولو خپل نظام چلوي چې له دې لارې دوي ته د نظام د مشرۍ لپاره ذهین، با استعداده او هوښیار خلک په نصیب کېږي چې د هېواد او ملت په هکله غوره پرېکړې کوي؛ ددې نظام له مخې د کمونست ګوند هوښیار او ذهین خلک لویو منصبونو ته رسول کېږي؛ د استعداد پر بنسټ د مسئولیتونو د ورکولو دا کار په جمهوري نظام کې بیخي نه شي پلي کېدای.

کشور وایې ۴/۱ بلیون نفوسو لرونکي هېواد چلول او متحد ساتل څه اسان کار ندی خو د چین دولت له تېرو ۷۰ کلونو راهیسې په ډېر بریالیتوب ددې هېواد په چلولو او متحد ساتلو توانېدلی دی.

د۱۱ستمبر پېښه هم د امریکا د وروسته والي یو مهم لامل و؛ په تېرو ټولو ۲۰ کلونو کې امریکا پر افغانستان او عراق د د یرغل نه پس پدې دواړو هېوادونو کې خپل قهر ښکاره کولو او د نړیوال اقتصاد نه یې تر ډېره حده توجو اوړېدلی وه په همدې زمانه کې چین په ډبلیو ټي او (نړیوال سوداګریز تنظیم) کې شامل شو چې ورسره ۹۰۰ملیونه روزل شوي کارګر د کارګرو د نړیوال مارکیټ برخه وګرځېده؛ پدې سره د امریکا او نورې لویدیځې نړۍ د کارګرو مقابله سخته شوه؛ په همدې وخت کې امریکا د خپلو کار ګرو د روزنې نه هم غافله وه؛ د چین د کارګرو مزد کم و چې له امله یې د امریکا ډېره سرمایه چین ته منتقله شوه.

د امریکا همدا اقتصادي زوال ددې باعث شو چې غریبو او متوسطو امریکایانو ټرمپ ته رایې ورکړې چې د ټرمپ انتخاب پخپله امریکا ته یوه لویه ضربه وه؛ ټرمپ د امریکا د اقتصاد ښه کولو لپاره هیڅ ونکړل؛ د یو لړ ناوړه اقداماتو له امله یې د نړۍ سره د امریکا روابط ترینګلي او امریکا یې په نړۍ کې بې اعتماده کړه او د اقتصادي مشکلاتو نه د امریکایانو د توجو اړولو په موخه یې د اقلیتونو پرضد نفرت راپارولو ته لمن ووهله چې دا د امریکا او ټول لویدیځ لپاره ډېر د تاوان نه ډک اقدام و.

د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال امریکا د خپلو اتحادیانو نه ځان راټول کړ نو روابط کمزوري او ګڼ اتحادیان ترې خفه شول؛ کله چې په نړۍ کې کرونا رامنځته شوه د نړۍ او خصوصاً د امریکا د اتحادیانو سترګې د امریکا پر لور وې؛ ټولو هیله لرله چې امریکا به یې مرسته وکړي خو چې دا وبا خپره، په امریکا کې مړي زیات او امریکا د بحراني حالت سره مخامخ شوه نو د امریکا ضعف ټولې نړۍ ته څرګند شو او ټولو ته معلومه شوه چې امریکا پخپله د بحران سره مخامخ ده نو د نورې نړۍ مرسته به څه وکړي؟

امریکا د ماسکونو په تیارولو کې هم پاتې راغله او و یې نشو کړای چې خپل ټول نفوس ته ماسکونه ورسوي.

اوس چې د کرونا نه د حفاظتي تدابیرو په لړ کې د واکسین خبره ده نو بیا هم د وروسته پاتې او مخ پر ودې هېوادونو سترګې د امریکا پرلور دي چې واکسین به ورکړي خو امریکا تر اوسه خپله اړتیا هم نده پوره کړی او امېد لري چې په روان دوبي کې به خپله اړتیا پوره کړي نو په داسې حالت کې به امریکا د نورې نړۍ څه مرسته وکړای شي؟

چین د کرونا د خپرېدا پر مهال ډېر جدي اقدامات وکړل، دا مرض تر ټولو ړومبی همدلته پیدا شوی او خپور شوی و خو تر ټولو ژر همدلته ختم شو.

چین د حفاظتي تدابیرو په لړ کې د ګڼو وروسته پاتې او مخ پر ودې هېوادونو سره مرستې وکړې نو پدې هکله یې پر امریکا وړاندیوالی په برخه شو.

کشور وایې: اوس هم وخت تېر ندی که امریکا درې کارونه وکړي د لوی اقتصادي زوال نه بچ کېدای شي؛ یو دا چې د نورې نړۍ او په ځانګړي ډول د اسلامي نړۍ په کورنیو چارو کې د مداخلو نه لاس په سر شي او دوهم دا چې خپله دفاعي بودیجه راکمه او پرځای یې د خپل ولس د ژوند ښه کولو، نویو څېړنو او اقتصادي پرمختګ لپاره بودیجه زیاته کړي.

کشور وایې امریکا ۱۳ داسې ستر جنګي جازونه لري چې د هر یو قیمت په سونو ملیارده ډالر دی او د فعال ساتلو لپاره یې هره ورځ په ملیونونو ډالر لګښت غواړي خو د هارورډ پوهنتون د پروفیسر ټم کولټن په وینا یې د جنګ په حالت کې د تباهۍ لپاره د دښمن د سل زره ډالرو یو توغندی کافي دی.

کشور وایې: دریمه مشوره مې دا ده چې امریکا او نور لویدیځ دې دا فکر پرېږدي چې ګیني د ټولې نړۍ د پرېکړو او د نړۍ مثبت بدلون او پرمختګ د دوئ مسئولیت دی؛ ټول لویدیځ د نړۍ ۱۲ سلنه نفوس تشکیلوي؛ ۱۲ سلنه که په ۸۸ سلنې نفوسو د ۱۲ سلنې د واکمنۍ فکر معقول ندی؛ لویدیځ باید نورې نړۍ سره د خصومت چاپیریال ختم او د ملګروملتونو او نورې نړۍ سره یو ځای د نړۍ د پرمختګ او د ستونزو د حل فکر وکړي.

کشور چین ته هم ښې مشورې ورکوي، وایې: چین چې د امریکا د دولت د چین ضد یولړ اقداماتو په مقابل کې ورته اقدامات کوي او د امریکا د سوداګرو حمایت له لاسه ورکوي دا یې کامیابه کړنلاره نده؛ وړاندې به چې امریکا د چین پر ضد کوم اقدام کاوه نو د امریکا سوداګر د خپل دولت پرضد راپورته او ددې اقداماتو مخه به یې نیوله خو په تېرو څو کلونو کې چې چین پر امریکایې سودا ګرو ځني بندیزونه ولګول نو چین د امریکا د سوداګرو دا حمایت له لاسه ورکړ.

کشور وایې: امریکا د چین له کمزوریو خبره ده خو د مثبتو استعدادونو نه یې ناخبره ده او خپل قوت نه خبره ده خو خپلو کمزوریو ته یې پام ندی.

د یادولو وړ ده چې له کشورنه وړاندې هم ګڼو پوهانو د امریکا د اقتصادي زوال خبره کړیده

د نیوز ویک مسئول او د سي این این کوربه فرید زکریا هم په ۲۰۰۸م کال کې په خپل Post American World امریکا نه پس نړۍ) نومي کتاب کې لیکلي و چې د امریکا وخت تللی دی او راتلونکی کې به چین او هند د نړۍ لوی طاقتونه وي.

همدا راز د نوبل جایزې ګټونکی نامتو اقتصادپوه جوزف سټلګټز هم د سوړ جنګ خاتمه د امریکا د زوال پیل ګڼلی و؛ هغه په نړۍ کې د روسې بیا مطرح کېدل دامریکا لپاره لویه ننګونه ګڼلی او وایې چې د خپلو ډېرو معدني وسایلو او د تېلو د زیاتو زېرمو د شتون له امله روسیه د چین په نسبت امریکا ته زیاتې ستونزې پیدا کولی شي.

امریکا مو دښمن دی په تېرو ۳ لسیزو کې یې پر اسلامي نړۍ ډېر ستر یرغلونه وکړل او مسلمانانو ته یې زخت زیات ځاني او مالي زیانونه ور واړول نو چې څوک یې د زوال خبره کوي په ټولو مسلمانانو ډېره ښه لګي او پرې ډېر زیات خوشالېږي.

د الله تعالی پرېکړې څه دي؟ موږ ترې نه یو خبر؛ الله تعالی چې امریکا په نظامي ډګر کې په افغانستان کې د ستر شکست سره مخامخ کړه شاید ژر یې ټوټې او په سیاسي او اقتصادي لحاظ د لویې بربادۍ سره مخامخ کړي؛ دا هم یقیني ده چې په افغانستان کې د شکست نه پس يې په نړۍ کې حیثیت او مقام ته ډېر ستر زیان رسېدلی؛ نړۍ کې یې پخوانی، رعب او دبدبه نده پاتې او د جنګ ډګر کې یې د مخامخ مقابلې توان هم له لاسه ورکړیدی؛ اقتصاد ته یې هم ډېر ستر تاوان رسېدلی خو دا د اقتصادي زوال او په عسکري، سیاسي او اقتصادي ډګرونو کې ترې د بل هېواد یا اتحاد د وړاندې کېدلو خبره داسې افسانه غوندې ګرځېدلی ده.

او دا څه ننۍ خبره نده بلکې د دوهم نړیوال جنګ نه پس څو کرته په نړۍ کې داسې حالات راغلي دي چې پوهانو ویلي: امریکا نوره د نړۍ د تر ټولو لوی طاقت د مقام نه را وغورځېده؛ کله په ویتنام کې د امریکا د ماتې پرمهال دا ویل شوي؛ کله فضا ته د شوروي اتحاد د مصنوعي قمر د پورته کېدلو په وخت کې دا خبره رامخې ته شوی، او کله د ځینو نورو هېوادونو بې ساري پرمختګونو یا د یو شمېر پرمختللو هېوادونو د اتحادونو د رامنځته کېدو نه پس دا ویل شویدي چې امریکا د نړۍ د ترټولو لوی ځواک د حیثیت نه بې برخې شوه.

خو بیا وروسته دا وړاندوینې سمې ندي ثابتې شوي؛ له دې حقیقت نه انکار نه شي کېدای چې سمدستي د نړۍ پر اقتصاد دامریکا قبضه ده؛ عسکري طاقت سره یې د یو هېواد طاقت هم ندی برابر او لا هم د نړۍ غټې پرېکړې امریکا کوي.

چې کله چین یا بل هېواد یا کوم اتحاد د امریکا نه پرمختللي ځمکني او هوایې جنګي وسایل جوړ کړل؛ کله یې چې د امریکا پرېکړې رد کړای شوې او کله یې چې د نړۍ تجارت د ډالر پر ځای په کومه بله کرنسۍ رائج کړ او نړۍ یې د آی ایم ایف او نړیوال بانک له پنجو راوویستله نو بیا به موږ ووایو چې امریکا د هر اړخیز زوال سره مخامخ شوه.

هو! اصل زوال اخلاقي زوال دی، امریکا د اخلاقي زوال ډېرو لویو ګړنګونو ته پرېوتې ده؛ بې حده زیاته بې اعتماده شویده، غربي اتحادیان یې هم په دوستۍ باور نه کوي؛ اوس په ټولې نړۍ کې دا مشهوره شویده چې د امریکا د دښمنۍ او دوستۍ دواړو نه ځان لرې ساتل پکار دي؛ دښمنۍ ته یې څوک د ټینګې ندي او دوستي یې د اعتماد وړ نده.

نو ځکه د ټولې نړۍ د قیادت او په خپل موټي کې د ټولې نړۍ د نیولو خوبونه چې امریکا لیدل هغه وخت اوس تېر شویدی.

دا هم یقیني ده چې د روسې، چین او هند په څېر د اتومي ځواکونو پرته د برازیل، ترکي او اندونیزیا په څېر لوی هېوادونه هم د نړۍ په عسکري، اقتصادي او سیاسي میدانونو کې خپل حیثیت او مقام ښکاره کول غواړي.

اړوند نور مطالب او مجلې

د ډلو ټپلو پلاوی د مذاکرې او د ارګ د تخریبي موقف همغږی!

Habibullah Helal

ولس مهم دی که ولسواکي؟

Habibullah Helal

د لویو لارو غمیزې مو کوم عصر ته ورګرځوي؟

Habibullah Helal