دمجلاتو دافغانستان اسلامي امارت وب سایت
تازه لیکنې

پوځي ډګر کې د ستر قائد پېغمبر صلی الله علیه وسلم د بریاوو لاملونه (دریمه برخه)

ژباړه: م عبدالله اندړ

غوره عسـكر

د غوره عسکر ځانګړنې:

د غوره عسکر او تکړه سپاهي ځانګړنې په لاندې ټکو کې رالنډوو:  «۱- راسخه عقیده . ۲ – لوړ مورال. ۳ – پیاوړی ضبط ۴- پياوړی اعداد او بدني ځواک. ۵- کاري تنظیم ۶- ښه تجهیز»

د غوره سپاهي لپاره هرځای، هر وخت لپاره همدا خصوصیات دي، نو آیا د نبي علیه السلام صحابه هم په همدغو ځانګړنو او مزایاوو سره جوړ او برابر و؟ هغه چې موږ يې یو ځواکمن لښکر ګڼو ، آیا دوی پدغو خصوصیاتو کې څه اندازه له عربو مختلف و، کوم چې د دوی نسبت ورته کيږي، صحیح خبره داده چې پېغمبر صلی الله علیه وسلم هغه څوک و چې پدغو ټولو صفاتو اوځانګړنو سره يې د مسلمانانو لښکر ځواکمن وګرځاوه، هغه پدوی کې ددغو صفاتو راوستلو لپاره ډېرې هلې ځلې کولې، په همدې سره يې دوی داسې یو قوت او ځواک وګرځاوه چې څوک ورباندې غالب کېدلای نه شول. دوی لدې نه مخکې د نورو قامونو او قبایلو په څېر و، چې په دوی کې ځانځاني او انانیت ډېر غالب و، دوی د دسپلین، نظم او نظام په معنا نه پوهيدل، هیڅ کومه سالمه عقیده يې نه درلوده.

دا څه اسانه کار نه دی چې یو انسان دې د خپلو سړو او ملګرو خوی او عادات له یو حالت څخه بل حالت ته په اړولو کې داسې ژر بریالی شي، مګر دا د الله تعالی مرسته وه او دده دغه کامیابي له هغه هم ډېر پورته او ستره واقعي معجزه ګڼل کيږي چې موږ يې تصور کوو.

د ځانګړنو تفصیل:

(الف) راسخه عقیده او ټینګ ایمان

کله چې صحابه رضي الله عنهم د پېغمبر صلی الله علیه وسلم په رسالت ایمان راوړ، دوی د خپل ایماني غیرت له مخې دښمنانو سره جنګېدل، څو د الله تعالی کلمه هم لوړه شي ، دوی له خپلې عقیدې څخه په دفاع کې په بشپړ باور او اعتقاد سره خپل کورونه ، وطنونه ، مالونه پرېښودل او ځانونه يې خطر ته واچول او همدې راسخې عقیدې حتی له خپلو اولادونو ، خپلو خپلوانو سره جګړې اماده کړل.

د دین په لاره کې يې هرڅه ارزانه وګڼل او مصـرف يې کړل، پلرونه له ځامنو سره ، وروڼه له خپلو سکني وروڼو سره او کورنۍ له کورنۍ سره ښکېل شولې، کله چې د اسلامي اصولو مخالفت راغی، نو بيا تورو سره جلا کړل.

ابوبکر رضي الله عنه له مسلمانانو سره و، ځوی يې عبدالرحمن له مشرکینو سره ملګری و، عتبه بن ربیعه له قریشو سره ملګری و، خو ځوی يې حذیفه له مسلمانانو سره و. کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د بدر په ورځ د نیول شویو بندیانو په هکله له حضرت عمر رضي الله عنه څخه مشوره وغوښته ، نو هغه وویل : زما رایه داده چې که چېرته ماته د فلانکي (قریب) اختیار راکړې نو زه به له هغه سر ووهم؛ حضرت علي ته د خپل ورور عقیل بن ابي طالب واک ورکړل شي چې له هغه سر ووهي او حمزه ته د فلانکي (چې ورور يې کېده) واک ورکړې، چې هغه ته سر قلم کړي، ترڅو الله تعالی ته معلومه شي چې د مشرکینو لپاره زموږ په زړونو کې هيڅ رحم نشته.

کله چې د عتبه بن ربیعه مړی د بدر په ورځ په څاه کې د غورځولو لپاره کشکول کېده، پېغمبر صلی الله علیه وسلم د هغه ځوی ته وکتل ، هغه خفه غوندې و، رنګ يې وهلی و، نو هغه صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: اې حذیفه کیدای شي ستا په زړه کې د خپل پلار په شان کې څه تېريږي؟ حذیفه رضي الله عنه ورته وویل: نه ! قسم په الله اې د الله تعالی رسوله، ما د هغه او د هغه په عاقبت کې هیڅ شک نه دی کړی، خو زما پلار د رایې ، زغم او فضیلت خاوند و، ما امید درلود، چې الله تعالی هغه ته د اسلام هدایت وکړي، مګر ما چې هغه ته د اسلام کومه تمه وه، او څه چې ده ته ورسېدل چې دی په کوم کفر مړ شو، نو زه دې خبرې غمجن کړم».

په غزوة بني المصطلق کې عبدالله بن ابي د منافقینو مشر کوښښ کاه چې د مهاجرینو او انصارو ترمنځ فتنه او جنګ راپورته کړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم چې ولیدل ، فوراً يې د حرکت کولو امر ورته وکړ، ترڅو د فتنې خبره نوره ونه پړسيږي، کله چې مسلمانان مدینې منورې ته رسيږي، نو د عبدالله بن ابي ځوی عبدالله نبي علیه السلام ته راوړاندې شو، له هغه څخه يې دخپل پلار د وژلو لپاره اجازه وغوښته، ځکه چې هغه د فتنې اور ته لمن وهله، خو پېغمبر صلی الله علیه وسلم هغه ته بښنه وکړه، ځوی ته يې وویل: موږ هغه نه وژنو، نرمي ورسره کوو، او د هغه دملګرو له وجې چې له موږ سره دي، ښه معامله کوو. په غزوه بن قریضه کې یهودو د ابولبابة حاضرېدلو غوښتنه وکړه چې له هغه څخه مشوره واخلي، نو پېغمبر علیه السلام هغه ته اجازت وکړ، چې ورشي، کله چې یهودو هغه ته وویل چې : آیا هغوی د محمد خبرې ته غاړه کيږدي؟ نو هغه ورته وویل : هو، خو غاړې ته يې اشاره وکړه ، لکه هغوی يې چې دې ته متوجه کول چې ټول به ذبح کيږي.

مسلمانان د ابولبابة په اشاره په هغه وخت کې پوه نه شول، خو هغه په خپله ډېر ژر احساس کړه چې د الله تعالی او دهغه پېغمبر سره يې ستر خیانت کړی، نو په ډېره پښېمانۍ کې جومات لاړ، ترهغې چې ځان يې د مسجد نبوي ترستنې پورې وتاړه او ترهغې پورې هلته پاته شو چې الله تعالی ورته بښنه راولیږله. دمکې له فتحې نه څه موده مخکې ابوسفیان مدینې منورې ته راغی، هغه ام حبیبه ته ورغی ، چې دده لور او دنبي علیه السلام مېرمن وه، خو هغې له خپله پلاره بستره ټوله کړه ځکه چې هغه ورته یو نجس مشرک ښکارېده، اګر که هغه يې محبوب پلار هم و.

مسلمانانو د الله تعالی په لاره کې ډېر مالونه خرچ کړل، تردې چې ابوبکر رضي الله عنه چې یو بالاپوش يې درلود ، هغې نه يې هم ځان بېغمه کړ، پداسې حال کې چې هغه اسلام نه مخکې ۴۰زره دیناره درلودل.

که دا راسخه عقیده او ټینګ ایمان نه واي، نو نور به څه و، چې هغوی يې داسې ښو کارونو او عملونو ته مجبورول. آیا هغه څوک چې عقیده يې یواځې د جاهلیت خویونه، د انانیت تعصب او ځآنښودنې او فخر و، هغسې جنګېدلای شي لکه د عقیدې څښتنان ؟!

یقینا یواځني خبره د مسلمانانو عقیدې کې وه چې دوی يې د لوړو اهدافو تحقق او په دفاع کې مرګوني جګړو ته چمتو کول.

(ب) لوړ مورال:

هر هغه لښکر او پوځ چې لوی شمېر کې وي، کاري تنظيم ولري، په قوي وسلو سمبال وي، که چېرته لوړ مورال او روحيه و نه لري ، دهغه هيڅ ارزښت نشته. په دويم نړيوال جنګ کې د ايټاليا لښکر ترټولو خطرناکې او وژونکې وسله باندې مجهز و، دقيق نظم او دسپلين يې درلود، شمېر يې هم زيات و، مګر معنويات او مورال يې بايللی و، د جرمني پوځونو باندې دروند بار وګرځېد، د دوی ملاتړو پوځونو به هغه ځایونه چې د ايټاليانو تر تسلط لاندې و، دهغوی په اصطلاح: تسليم شوي ځايونه بلل، ځکه چې دوی به هر چېرته لږ غوندې رښتيا يا په وهم خطر حس کړی و، دوی به بدون د جنګه ورته ځايونه پريښی و.. نو د دوی شتون او عدم شتون يو برابر و.

پېغمبر صلی الله عليه وسلم د بدر په ورځ له جګړې دمخه او بيا په منځ کې د خپلو ملګرو حوصله افزایي وکړه ، دهغوی يې معنويات پورته کړل، ترڅو د قريشو د لښکر ډېروالی ته پروا ونه کړي، نو ځکه خو د مسلمانانو پدې تاريخي جګړه کې مورالونه لوړ و. حتی د تنکيو ماشومانو مورال بيخي پورته و، څنګه چې دا د عفرا دوو ځامنو لخوا د ابوجهل وژلو ته په تلوسه کې معلوم شو.

آيا د بدر په ورځ د مسلمانانو برياليتوب امکان درلود، دغسې د احد نه يوه ورځ وروسته د مشرکانو پسې اخيستل، په احزاب کې دهغوی ثبات او استقامت ، په تبوک جګړه کې د هغوی اقدام، امکان درلود، که هغوی لوړ مورال او روحيه نه درلودای؟

څنګه چې پېغمبر صلی الله عليه وسلم د خپلو ملګرو د مورال اوچتولو لپاره له مختلفو لارو چارو کار اخيست، دغسې يې د خپلو دښمنانو د مورال ماتولو لپاره هم له هرې حربې، طريقې او مناسبت څخه کار اخيست. د حديبيې ، د عمره قضاء او د تبوک جګړې د ډګرونو نه وې بلکې د معنوياتو وې.

د عمرة القضاء پېښې د مکې خلکو زړونه خلاص کړل، ځکه چې مورالونه يې مات شول بيا د مکې فتحې د مکې دروازې ورته خلاصې کړې.

لکه څنګه چې د تبوک جګړې په نتيجه کې د روم لپاره يو روحي او نفسياتي مرګ و، پدې سره عربو ته معلومه شوه چې له روم سره جګړه کولای شي، لدې نه مخکې خلکو دا ګمان کاوه چې له روميانو سره جګړه ناشونی کار ده.

پېغمبر صلی الله عليه وسلم په ټولو غزواتو کې د خپل دښمن معنويات په نښه کول، بلکې د معنوياتو ماتولو لپاره يې له هغه ډېر کار کاوه کوم چې د مادي ځواک ماتولو لپاره به يې کاوه ځکه چې هغه به هر وخت تمه درلوده چې دښمنان يې بغير جنګه سمې لارې او هدايت ته راوګرځي، د هغوی ژوندي پاتې کېدلو کې يې دا ټينګار و، چې اسلام راوړي، دعا به يې کوله: اللهم اهد قومي فإنهم لايعلمون. اې ربه زما قوم ته هدايت وکړې ځکه چې هغوی نه پوهيږي.

د نبي علیه السلام اکثريت غزاګانې د معنوياتو جګړې وې چې په نفسونو او زړونو يې مستقيما اغېز کاوه، د زيانونو جګړې نه وې چې د خلکو روحونه واخلي او دولت ترلاسه کړي.

پکار ده چې موږ دلته د مسلمانانو تقدير او برخليک باندې د باور او اعتماد اثر هېر نه کړو چې هغوی په تقدير د ايمان له وجې په پوره زړورتيا سره هر ډول خطرونو ته د وړاندې کېدلو خپل مورال لوړ ساته. ځکه چې تقدير حتمي پېښيږي، او شهيد به جنت ته ځي، يقينا د دوو غوره خبرو پېښېدل: چې يو نصرت او بل شهادت حتمي و: قُلْ هَلْ تَرَبَّصُونَ بِنَآ إِلَّآ إِحْدَى الْحُسْنَيَيْنِ وَنَحْنُ نَتَرَبَّصُ بِكُمْ أَن يُصِيبَكُمُ اللَّهُ بِعَذَابٍ مِّنْ عِندِهِۦ أَوْ بِأَيْدِينَا فَتَرَبَّصُوٓا إِنَّا مَعَكُم مُّتَرَبِّصُونَ . الآیة. دوى ته ووايه: “تاسي چي زموږ په باب كوم شي ته سترګي په لاره ياست، هغه له دې پرته بل څه دى چي له دوو ښېګڼو (بریالیتوب یا شهادت) نه يوه ده. او موږ چي ستاسي په باب كوم شي ته سترګي په لاره يوو، هغه دا دى چي الله په خپله تاسي ته سزا دركوي، يا یې زموږ په لاسونو دركوي.

(ج) پياوړی نظم او ضبط:

مسلمانانو به د پېغمبر داسې اطاعت کاوه چې هيڅ حد يې نه و، دهغه حکمونه يې له کوم شک پرته، په پوره امانتداري او ټينګار سره ټکي په ټکي عملي کول، که څومره به هم حالات بېړني او مسؤليت سخت و.

داسې څوک نه شته چې د مسلمانانو د نظم او ضبط ځواک پټ کړي، ځکه پدې کې بېلګې دومره دي چې اندازه يې نه کيږي او ځکه چې اسلام کې اطاعت د دين يوه برخه ده : (يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوٓا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِى الْأَمْرِ مِنكُمْ) الآیة . اې مؤمنانو! د الله تعالی او رسول او د هغو كسانو اطاعت وکړئ چې ستاسي څخه د امر خاوندان دي.

(د) مترقي اعداد او روزنه:

پېغمبر صلی الله عليه وسلم به د خپلو ملګرو د غشو ويشتلو او آس سواري په روزنه ډېر ټينګار کاوه، هغه صلی الله عليه وسلم به فرمايل : (من ترك الرمي بعدما علمه، فإنما هي نعمة کفرها). چا چې ويشتل له زده کړې وروسته هېر کړ، نو هغه د نعمت کفران وکړ.

پېغمبر صلی الله عليه وسلم د خپلو ملګرو په غشو ویشتلو او اسواري مسلسلې روزنې باندې هم اکتفا ونه کړه ، چې موږ ورته په اصطلاح بدني روزنه او اعداد وایو، بلکې هغوی يې عملاً د تشکیلاتو په جوړولو، په ګزمه کولو، د جګړې په مختلفو طریقو او د پیرې، ستر و اخفاء په لوازماتو وروزل، چې موږ ورته عملي يا کمانډويي روزنه وایو.

هغه په ټولو غزواتو د لارو څارلو لپاره خپل بېړني تشکیلات برابرول، ترڅو پدې سره دليږدونکي لښکر حمایه او ساتنه وکړي او هم د دښمن ناڅاپي حملې مخنیوی وکړي. په بدر ، احد او زیاتره غزواتو کې يې د صفونو په ترتیب سره جګړه وکړه، په غزوه احزاب کې د خندق (کندې) جوړولو شاته نورې دفاعي سنګرونه او مورچلونه يې جوړ کړل، دغه راز په خندق کې يې خطري ځایونه او نقاطو په نښه کړل او د ساتنې لپاره لازم تدابير ونيول.

د یهودو خلاف يې بیا د کلاګانو نيولو او ښاري جګړو ته مخه کړه، لکه څنګه چې د ابي سلمة رضي الله سريې د سهار په وخت کې په بنو اسد حمله وروړه، پدې دواړو جګړو کې کامیابي په مترقي روزنې باندې دلالت کوي. لکه څنګه چې به يې شپه او ورځ په سختو او اوږدو لارو کې قطعات او سریې لیږلې چې دا دهغوی د سخت اعداد او روزنې لاره ګڼل کيږي.

دا ټولې بدني او عملي روزنې ورسره شاقه (سختې) روزنې د مسلمانانو لپاره ښه مترقي اعداد و، دوی يې پدې قادر وګرځول چې په مختلفو ظروفو او حالاتو کې وجنګيږي.

(هـ) د لښکر منظموالی:

د مسلمانانو لښکر د مهاجرینو ، انصارو او اکثره مشهورو قبائلي تازه مسلمان شويو څخه جوړ و، ددې معنا دا شوه چې: د مسلمانانو لښکر له ټولو عربي قبائلو څخه جوړ و، له یوې خاصې قبیلې څخه نه و، نو له همدې لامله د دوی کامیابي داسې نه وه چې دیوې قبیلې لپاره ویاړ وي او بلې لپاره نه وي، لکه څنګه چې د یوه قام ماتې د دوی ټولو لپاره عار نه و، ځکه چې دا لښکر یواځې دیو قام څخه نه و، حتی یواځې د عربو هم نه و.

زه خو پدې عقیده یم چې دغه تنظیم او وحدت سبب يواځې د وحدانیت عقیدې اثر و، بل هیڅ شي پکې اغېز نه درلود، ټول قبائل او قامونه يې داسې وګرځول چې په اسلامي پوځ کې د مقاومت جذبه کومې خاصې ډلې او قبيلې پورې منحصر نه کړي، چې دې خبرې د جګړې کار ډېر اسانه کړ.

(و) ښه تجهيز:

مشرکان په لومړي سر کې په مسلمانانو د خندق تر غزا پورې په وسلو او تجهيزاتو کې برلاسي و، خو بيا قدم په قدم د مسلمانانو تجهيز او په وسله سمبالښت ښه شو.

دلته دا کفايت کوي چې موږ دمکې د فتحې پرمهال د مسلمانانو کتيبه خضراء (شنه قطعه) په اړه کله واورو چې مشر يې خپله نبي علیه السلام و او افرادو سره داسې تورې وې چې خالي غلطول پرې کېدای شول.

بيا پېغمبر صلی الله عليه وسلم خلک د وسلو جوړولو لپاره وهڅول، وې فرمايل: په يقيني توګه الله تعالی په يوه غشي درې کسان جنت ته داخلوي: جوړوونکی يې ، چې په دغه نيک کار کې د ثواب او خير اراده لري. ويشتونکی او ويشتونکی ته برابروونکی يې، نو تاسې ويشتل وکړئ او سپرلي وکړئ، که چېرته تاسې ويشتل کوئ نو دا ماته له سپرلۍ کولو ډېر خوښ عمل دی.

اړوند نور مطالب او مجلې

تمرکز بر روند حل بحران داخلی

Habibullah Helal

ولس مهم دی که ولسواکي؟

Habibullah Helal

اســــلامي نظــام د ولس هیله او د قضیې اساسي حل دی!

Habibullah Helal